ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امريکا: له لاريونونو سره سره به په افغانستان کې خپل ماموريت ته دوام ورکړو

28 Feb 2012 - 10:55
28 Feb 2012 - 10:55

واشنګټن (پژواک ٩ کب ٩٠): امريکا ويلي، چې په افغانستان کې د دوى پر ضد له تاوتريخوالي پر ډکو لاريونونو سربېره هم په دغه هېواد کې خپل ماموريت ته ادامه ورکوي او په افغان پاليسۍ کې يې کوم بدلون نه راځي.

دغه څرګندونې د امريکا د دفاع وزارت او سپينې ماڼۍ ويندويانو تېره ورځ په واشنګټن کې د ورځنۍ خبري غونډې پر مهال کړې دي.

د دفاع وزارت وياند جارج ليټل وويل، چې د افغانستان په يوه نظامي مرکز کې د قران کريم د نسخو د سوځونې له پېښې وروسته له رامنځته شوي تاوتريخوالي سره سره په دغه هېواد کې خپل ماموريت ته ادامه ورکوي.

تېره اونۍ د پروان ولايت د بګرام په هوايي ډګر کې د امريکايي ځواکونو له خوا د قران کريم او نورو مذهبي کتابونو له سوځونې وروسته د هېواد په بېلابېلو سيمو کې لاريونونه ترسره شول، چې له امله يې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د امريکا د ولسمشر بارک اوباما په ګډون د دغه هېواد جګ پوړو چارواکو پر يادې پېښې بښنه غوښتې ده، خو سره له دې بښنې بيا هم د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د لاريونونو لړۍ روانه ده او لاريون کوونکي د امريکا پر ضد د خپلې کرکې څرګندونه کوي.

د لاريون کوونکو له خوا تر اوسه څلور امريکايي سرتېري هم وژل شوي، چې دوه يې لوړپوړي افسران دي او د کورنيو چارو په وزارت کې په مرموز ډول و وژل شول.

د امريکا د دفاع وزارت وياند جارج لټل ويلي، چې امريکا او نور اتحادي هېوادونه په افغانستان کې خپل ماموريت او د افغان ملي ځواکونو د روزنې بهير ته ادامه ورکوي.

هغه زياته کړه: ((له دې ډول پېښو سره زموږ د لسو کلنو لاسته راوړنې له منځه نه ځي، زموږ ځواکونه وکولاى شول په دې موده کې د طالبانو د پرمختګ مخه ونيسي.))

د هغه په وينا، په افغانستان کې د وروستيو رامنځته شوو حالاتو له امله امريکا خپلې لاسته راوړنې شا ته نه شي غورځولاى، القاعده او ملګري يې مات شوي او په افغانستان کې يې خوندي ځايونه هم له منځه وړل شوي دي.

د کورنيو چارو په وزارت کې د دوو امريکايي سلاکارانو له وژل کېدو وروسته ايساف له افغان وزارتونو څخه خپل ټول سلاکاران ايستلي دي.

دغه راز په کندوز کې د ملګرو ملتونو پر دفتر د لاريون کوونکو له خوا له بريد وروسته دغې ادارې هم له ياد ولايت څخه خپل مامورين ايستلي دي.

په کابل کې د امريکايي سمندري ځواکونو وياند جان کربي ويلي، چې د دوى قوماندان خپلو مامورينو ته په کابل ښار کې په محتاط ډول د ګرځېدو سپارښتنه کړې ده.

هغه زياته کړې: ((زه نه وايم چې په کابل کې حالات ښه دي، خو هيله لرم چې ډېر ژر به دغه حالات بېرته خپل عادي حالت ته ته راوګرځي.))

نوموړي په دې هم خوښي څرګنده کړې، چې د پرون ورځې لاريونونه په سوله ييزه توګه ترسره شوي او هېڅ پېښه په کې نه ده رامنځته شوې.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version