کابل – کندهار ( پژواک ١١ کب ٩٠ ) : ايساف وايي ، چې د ملي اردو يوه سرتېري ددوى پر سرتېرو ډزې کړي او دوه تنه يې وژلي دي.
په کابل کې د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر لخوا د کب په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دا پېښه نن دافغانستان په سوېل کې رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړې ، دوه کسان چې يو يې ويل کېږي، د ملي اردو سرتېرى دى او بل يې په ملکي جامو کې، پر ايساف او افغان سرتېرو ډزې کړې دي.
ايساف وايي ، چې په دې ډزو کې د دوى دوه سرتېري وژل شوي، خو سرچينې د وژل شويو سرتېرو هويت نه دى په ډاګه کړى.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې پېښه کې افغان سرتېرو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه بايد له ملي دفاع وزارت څخه معلومات وشي.
د کندهار د ژېړۍ ولسوال نياز محمد سرحدي پژواک اژانس ته وويل ، چې دا پېښه د شپې په دوه نيمو بجو د ولسوالۍ دسنګسار په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې په دې سيمه کې د ملي اردو سرتېرو ته د سواد زده کړې په موخه د کاروان په نامه د يوې کمپنۍ لخوا ښوونکي ګومارل شوي دي.
د ولسوال په وينا، يوه ښوونکي تېره شپه وسله ترلاسه کړې او پر ايساف سرتېرو يې ډزې کړي، دوه يې وژلي او يو يې ټپي کړى دى.
سرحدي وايي ، چې د ايساف ځواکونو په ځوابي ډزو کې بريد کوونکى او د ملي اردو يو سرتېرى وژل شوى او بل يې ټپي دى.
د نوموړي په وينا، د ملي اردو يو لوړ پوړى پلاوى سيمې ته د پلټنو لپاره لېږل شوى دى.
بلخوا وسلوالو طالبانو ويلي ، چې دا پېښه د کندهار ولايت د ژېړۍ ولسوالۍ په پاشمول سيمه کې رامنځته شوې ده.
طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې دغه پېښه د قران کريم د سوځولو پر سر له لفظي شخړې وروسته رامنځته شوې ده.
وروسته له هغه، چې په بګرام کې د امريکايي سرتېرو لخوا د قران کريم د سوځولو پېښه رامنځته شوه، دا درېيم بريد دى، چې د افغان سرتېرو لخوا پر بهرنيو ځواکونو ترسره کېږي.
تېره اونۍ د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې د لاريون پر مهال د ملي اردو په يونيفورم کې يو تن پر امريکايي سرتېرو ډزې وکړې او دوه يې ووژل.
دغه راز د تېرې شنبې په ورځ د کورنيو چارو په وزارت کې د يوه افغان پوليس لخوا پر امريکايي سلاکارانو ډزې شوې وې او دوه يې ووژل.
د بګرام له پېښې وروسته دهېواد په بېلا بېلو سيمو کې په ترسره شويو لاريونونو کې له ٣٠ زيات هېواد وال وژل شوي او له ٢٧٠ څخه زيات ټپيان دي.
Views: 4
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن