ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند ګڼ شمېر خبريالانو او دولتي چارواکو ته د ژورنالېزم په برخه کې روزنه ورکړل شوه

1 Mar 2012 - 18:33
1 Mar 2012 - 18:33

لښکرګاه (پژواک ١١ کب ٩٠): د هلمند ولايت ۱۲۰ خبريالانو او سلو دولتي چارواکو ته د خبريالۍ او له رسنيو سره د اړيكو په برخه كې پنځه ورځنۍ روزنه ورکړل شوه.

په ياد ورکشاپ کې هلمند مېشتو خبريالانو، ولسوالانو، امنيه قوماندانانو او د ځينو نورو دولتي ادارو چارواکو ته له كابل څخه راغلو استادانو له خوا د مركي، راپور جوړولو، كمرې استعمال، ايډېټ او د ژورنالېزم د معيارونو په برخه كې زده كړه ورکړل شوه.

دغه ورکشاپ د هلمند د مطبوعاتي دفتر په هڅه جوړ شوى و.

د هلمند والي محمدګلاب منګل چې نن (د کب ١١مه) د وركشاپ د پاى په غونډه كې يې خبرې کولې، له دې روزنيزې دورې خوښي څرګنده کړه او ويې ويل، چې له ورکشاپ يې ډېر هغه څه زده کړل چې پخوا پرې نه پوهېده.

هغه زياته کړه چې د ده په ګډون ډېر داسې دولتي چارواکي وو، چې په دې نه پوهېدل چې له رسنيو په سمې ګټې اخيستنې سره خپلې او د ولس غوښتنې تر لوړپوړو چارواکو ورسوي.

منګل د دې ولايت خبريالان وستايل چې په ډېرو سختو حالاتو كې يې خپله دنده په سمه توګه ترسره كړې او د تېر په پرتله ډېر مسلکي شوي دي.

د هلمند والي وايي چې تر خپله وسه به له ژورناليستانو سره مرسته كوي، ترڅو په هر ډول موضوعاتو چې دوى وغواړي كار وكړي او دا كار يې كړى هم دى، چې له همدې امله د دې ولايت ژورناليستان د خپل كار پرمهال له ګواښونو سره نه دي مخ شوي.

د افغانستان د سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز مشر عبدالغفور لېوال، چې په ورکشاپ کې يې يادو خبريالانو او دولتي چارواکو ته زده کړې ورکولې، وويل هڅه کوي، په راتلونکي کې هم خبريالانو ته د دا ډول ورکشاپونو د جوړولو زمينه برابره کړي.

لېوال له ژورناليستانو غوښتنه وكړه، چې د ژورنالېزم په برخه كې له ليكل شويو كتابونو مطالعه كړي، ترڅو په اصولو برابر راپورونه جوړ كړي.

هغه زياته كړه، كه څه هم په پنځو ورځو كې د ژورنالېزم په اړه زيات معلومات وركول ناشوني دي؛ خو بيا يې هم په ياده موده كې مهم مسايل له ژورناليستانو او دولتي چارواکو سره شريك كړي دي.

د ورکشاپ يوه ګډونوال او په هلمند کې د سبا تلويزيون خبريال نجيب الله ساحل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې وركشاپ كې د تصوير اخيستلو په برخه كې يې مهم شاټونه زده كړل، چې له وړاندې نه پرې پوهېده.

د ده په وينا، په دې ولايت كې ډېرى داسې خبريالان دنده ترسره كوي، چې يواځې د ژورنالېزم په برخه كې لنډ مهاله زده كړې كړې دي، چې له همدې امله دوى اړتيا لري چې دا ډول وركشاپونه تعقيب كړي.

د يادونې وړ ده، چې تېر كال هم د دې ولايت د مطبوعاتي دفتر په هڅو د دولت د رسنيو د مركز له خوا دا ډول وركشاپ جوړ شوى و.

Views: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version