ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يوه ١٢ کلنه نجلۍ: هم تېرى را باندې شوى او هم بندي يم

1 Mar 2012 - 14:21
1 Mar 2012 - 14:21

کلات (پژواک ١١ کب ٩٠): د زابل ولايت په شهرصفا ولسوالۍ کې يوه ١٢ کلنه نجلۍ، چې د يوه ٢١ کلن ځوان له خوا پرې جنسي تېرى شوى وايي، ژر تر ژره بايد له توقيف څخه خلاصه شي؛ ځکه پر دې ظلم شوى دى.

خو د دغه ولايت د څارنوالۍ مسوولين وايي، چې دغه نجلۍ او وروڼه يې له دې امله په توقيف کې دي، چې وروڼو يې پر تورن کس له تور لګېدو وروسته جنسي تېرى کړى دى.

دغه نجلۍ له تېرو ديارلسو ورځو راهيسې د کلات ښار په وړکتون کې شپې او ورځې تېروي، هغې د کب په ۱۱مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د خپل ګاونډي له لوري پرې جنسي تېرى شوی دی.

هغې زياته کړه: ((د ګاونډي خور زه خپل کور ته ور وبللم او کله چې زه د هغوى کور ته ورغلم، نو ما ته يې وويل، چې راځه زموږ کوټه وګوره، کله يې چې زه کوټې ته ننويستم، نو دروازه يې راپسې بنده کړه او هلته په کوټه کې يې ورور پټ و او پر ما يې درې ځلې جنسي تېرى وکړ.))

د نوموړې په وينا، کله چې دا له کوټې څخه راووته، نو د هلک پلار ورته وويل، چې بايد دا خبره پټه کړي؛ ځکه نوم يې بدېږي.

هغه وايي: ((کله چې ما دغه خبره په خپل کور کې مور، پلار او خور ته وکړه، نو هغوى هم وويل، چې دا خبره بايد پټه پاتې شي.))

د هغې په وينا، چې وروسته د ګاونډي پلار خپل زوى د دوى کور ته راوست او ويې ويل، اوس چې هره سزا ورکوئ، ور يې کړئ.

نوموړې زياته کړه: ((زما وروڼه، چې بې عقلان وو، نو له عبدالاحد څخه يې جامې و ايستلې، وروسته دا خبره حکومت ته ولاړه.))

د دې په خبره، چې په دې دوسيه کې دا په خپله، عبدالاحد او د دې درې وروڼه او دوه خويندې بنديانې دي.

هغې وويل، چې هم ورسره په کلي کې ظلم شوی او هم حکومت بندي کړې ده او وايي، چې ورسره غټ ظلم شوی دى.

نوموړې په ژړغونې غږ وويل: ((يو سپين ږيری پلار مې دی، هغه زما غم وخوري که مې د وروڼو، ما خو نه جرم کړی او نه بد کار، نو ولې بندي يم جزا خو بايد هغه هلک ته ورکړي، چې له ما سره يې ظلم وکړ.))

د پژواک خبري اژانس د ګړنلارې له مخې د دې ډول پېښو د زيانمنو نومونه په راپور کې نه خپرېږي.

د زابل د ولايتي شورا غړې او د ښځو چارو د رياست سرپرسته فوزيه يونسي کاکړ وايي، چې دې ته ورته ګڼ شمېر نورې پېښې هم شوې، خو چا ورته پام نه دی کړی او نه يې څېړلې دي.

هغې پژواک اژانس ته وويل، چې تر دې وړاندې هم په زابل کې له ښځو او ماشومانو سره د جنسي زور زياتي پېښې شوې، خو حکومت او عدلي ارګانونو نه دې څېړلې.

د زابل د ښځو د چارو سرپرستې وويل، چې د کورنيو چارو او ښځو چارو وزارتونه، پوليس او نور ارګانونه بايد په دې اړه جدي اقدامات وکړي.

نوموړې وويل، چې دغه نجلۍ بايد ژر تر ژره خوشې شي او نوره بايد ونه ځورول شي.

فوزيه کاکړ زياتوي، چې ديني عالمان، حکومتي چارواکي، د بشر د حقوقو ادارې بايد د ښځو او ماشومانو د حقونو په اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.

د زابل د استيناف څارنوالۍ ښاري څارنوال محمداسماعيل پژواک اژانس ته وويل، چې د دې قضيې دوسيه اوس مهال د دوى له خوا تر څېړنو لاندې ده.

هغه وويل، په څېړنو کې معلومه شوې، چې دغې نجلۍ حمل هم درلود او هغه يې هم ايسته کړى دى.

څارنوال زياتوي، چې دوى په دې خاطر نجلۍ توقيف کړې ده، چې ولې يې دغه جرم پټ کړی و او ولې يې سقط جنين کړی، چې دا هم پخپله يو جرم دی.

د ده په خبره، چې پر دغې نجلۍ له جنسي تېري وروسته د نوموړې د کورنۍ غړو هم پر دغې نجلۍ پر تېري کوونکي باندې جنسي تېرى کړى، چې د دغه دويم جرم د واقع کېدو علت هم د يادې نجلۍ موضوع ده.

څارنوال اسماعيل وايي، چې څېړنې تر اوسه پورې نه دې بشپړې شوې، خو کار ورباندې روان دى.

د شهرصفا ولسوال ښادي خان وايي، چې پېښه د ولسوالۍ په مرکز کې رامنځ ته شوې وه، په لومړيو کې پټه پاتې وه، خو وروسته چې کله پوليس ورباندې خبر شول نو په پېښه کې شريک کسان يې ونيول.

د ده په خبره، چې قضيه لومړى د شهرصفا د څارنوالۍ له خوا وڅېړل شوه او وروسته د کلات څارنوالۍ ته ولېږل شوه او اوس هلته تر څېړنې لاندې ده.

Views: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version