ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دښځو چارو رياست پنځه کارکوونکي پر يوه نجلۍ دجنسي تېري په تور ونيول شول

17 Jan 2013 - 15:35
17 Jan 2013 - 15:35

 باميان ( پژواک ۲۸ مرغومی ۹۱) : ددايکنډي ولايت دښځو چارو رياست پنځه  کارکوونکي په دغه رياست کې پر يوه نجلۍ د شوي  ډله ييز جنسي تېري په تړاوو د څارنوالۍ لخوا نيول شوي دي .

 ددايکنډي ولايت داستيناف څارنوالۍ رييس احمد يار پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې  دوی دغه پنځه تنه دنجلۍ د ادعا له مخې نيولي دي .

هغه زياته کړه ،چې قضيه تر څېړنې لاندې ده او له څېړنو وروسته کولای شي ووايي ،چې په دغه نجلۍ جنسي تېری شوی او که نه ؟ خو اوس يې په اړه څه نه شي ويلای .

 خو ددغه ولايت دښځو چارو سرپرسته حبيبه شجاعي  بيا په دغه جنسي تيري کې دخپلو کارکوونکو لاس درلودل ردوي او وايي ،چې خپل پنځه کارکوونکي يې ددې لپاره څارنوالۍ ته استولي ، چې له دوی څخه څېړنې وشي او دغه تور دښځو چارو له رياست څخه لرې شي .

 مېرمن شجاعي وويل ،چې دغه پنځلس کلنه نجلۍ مژګان نومېږي او تېره اونۍ د سنګ تخت ولسوالۍ دمحکمې دحکم له مخې ،د زنا په جرم په دوو کلونو بند محکومه شوې او ديوې شپې تېرولو لپاره ددغه ولايت دښځو چارو رياست ته سپارل شوې وه ، څو لومړى ددايکنډي دماشومانو روزنې مرکز او بيا وروسته په کابل کې دامن خونې ته واستول شي .

 ددې په وينا ،هغه دوه نارينه، چې له دغې نجلۍ سره يې زنا کړې وه، يو يې په پنځه او دويم يې په شپاړلس کاله بند محکوم شوي دي .

 ددايکنډي ولايت دښځو چارو سرپرسته وايي ، چې دغه نجلۍ دولايت په مرکز نيلي کې دماشومانو روزنې مرکز ته تر لېږدولو وروسته ادعا کړې ،چې دوې شپې وړاندې دښځو چارو رياست پنځو کارکوونکو،چې مالي اواداري مدير ، دوه ساتونکي او دوه پهره دار سرتېري دي ؛ پر دې يې ډله ييز جنسي تېری کړی دی .

 

مېرمن شجاعي ټينګار وکړ  :(( دا يو تور دی ،هېڅ ډول جنسي تېری نه دی شوی ،دا تور يواځې دښځو چارو رياست دنوم بدۍ لپاره پورې شوی دی .))

 خو ددايکنډي  دبشري حقونو خپلواک کمېسيون رييس  جواد دادګر وايي ،چې ددغې نجلۍ له ادعا وروسته يې  ياده  نجلۍ دنيلي روغتون ته ددرملنې لپاره لېږدولې ده ،چې د روغتون له لوري هم پر دغې نجلۍ د شوي تيري په اړه مثبت نظر ورکول شوى دى.

 هغه زياته کړه ،چې د روغتون چارواکو وويل ، چې دنجلۍ عورت تخريش شوی ، خو دوی دطبي معايناتو لپاره ډېر پرمختللي وسايل نه لري ،چې دغه جنسي تېری په ښه ډول تشخيص کړي .

 دادګر وويل ،چې پر دغې نجلۍ د شوي جنسي تېري پېښه په کلک ډول تعقيبوي، خو  دا لا معلومه نه ده، چې جنسي تېری د چا او څو کسانو لخوا شوی دی ؟

 دادګر د ښځو پر وړاندې دتاوتريخوالي د حالت په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي ،چې سږ کال په دغه ولايت کې دښځو او نجونو پر وړاندې دتاوتريخوالي له سلو زياتې پېښې ،چې دتېري او وژنې پېښې پکې شاملي دي دکمېسيون لخوا ثبت شوي  او دا کچه دتېر کال په پرتل دوه چنده ده .

 بله خوا بيا د دايکنډی ولايت د امينه قوماندانۍ دامنيت امر او سرپرست سمونوال محمد اصف وويل ،چې په همدې شپه دښځو چارو په رياست کې موجود ساتونکي پوليس نه، بلکې دښځو چارو رياست اجير کارکوونکي وو .

 هغه زياته کړه ،چې دغه جنسي تېری ډله ييز نه وو او په يوه کس ادعا شوې ،چې دغه تېری يې کړی دی .

 دغه پوليس چارواکي زياته کړه ،چې ددغې موضوع په اړه قوماندانۍ له دې پرته په نور څه نه پوهېږي او په اړه به يې څارنوالي زيات معلومات ولري .

 

دويلو ده ،چې دافغانستان دبشري حقونو دخپلواکو کمېسيون په نوي راپور کې په داګه شوې ،چې د روان کال له پيل څخه تر دې مهاله ددغه کمېسيون لخوا دښځو پر وړاندې دتاوتريخوالي له څلورو زرو زياتې پېښې ثبت شوي ؛ په داسې حال کې ،چې تېر کال د تاوتريخوالي ټولې پېښې درې زرو ته رسېدې .  

 په دغه راپور کې ۷۰ د ناموسي وژنو ، ۳۸ د جنسي تېريو ، په لسګونو ځان وژنې او پاتې يې د تاوتريخوالي نورې پېښې وې .

Views: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version