ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د قران کريم د سپکاوي د عاملينو د ښکاره مجازاتو غوښتنه وشوه

3 Mar 2012 - 18:13
3 Mar 2012 - 18:13

کابل ښار (پژواک ١٣ کب ٩٠): د افغانستان د ملي يووالي او له بهرنيو پوځي اډو سره د مخالفت جبهې د قران کريم د نسخو د سوځونې پېښې په غندلو سره ګواښ وکړ، چې په افغانستان کې د بهرنيو اډو شتون اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي د دوام په معنا دى.

امريکايي ځواکونو د دې مياشتې په سر کې د پروان ولايت اړوند د بګرام  په پوځي اډه کې، د قران کريم څلور نسخو ته اور ورته کړ او دغه کار د خلکو غبرګونونه راوپارول او د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د لاريونونو لامل شو.

په هغو لاريونونو کې چې تېره اونۍ د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د قران کريم د سوځونې پرخلاف ترسره شول او ځينې لاريونونه پر تاوتريخوالي هم واوښتل، د امريکايي سرتېرو په ګډون تر دېرشو زيات کسان ووژل شول او ٢٧٠ نور ټپيان شول.

په هغې غونډه کې چې نن (د کب ١٣مه) د افغانستان د ملي يووالي او له بهرنيو پوځي  اډو سره د مخالفت جبهې په دفتر کې جوړه شوې وه، د دې جبهې دوره يي رييس انجنير احمدشاه احمدزي وويل، دا لومړى ځل نه دى چې قران کريم او نورو مقدساتو ته سپکاوى کېږي او ملت نور نه شي کولاى دې ډول کړنو ته اشتباه ووايي.

د افغانستان د ملي يووالي او له بهرنيو پوځي اډو سره د مخالفت جبهه، مجاهدينو ته اړونده له ځينو شخصيتونو څخه جوړه شوې ده.

احمدزي، چې د مجاهدينو د حکومت پرمهال يې د لومړي وزير په توګه هم کار کړى دى، له خلکو او حکومت څخه وغوښتل، ترڅو له مقدساتو دفاع وکړي او په دې لار کې اوچت ګامونه پورته کړي.

احمدزي د امريکايي ځواکونو دغه کار يو غير انساني او د نړيوالو موازينو خلاف کار وګاڼه او زياته يې کړه، ترڅو چې په افغانستان کې بهرني ځواکونه شتون ولري، په افغانستان کې سوله او امنيت نه شي ټينګېداى.

د پيامبر اعظم په نوم د فرهنګي او تبليغي بنسټ رييس سيد محمدهادي هادي، په خپلو خبرو کې د قران کريم د نسخو سوځونه د ټول بشريت خلاف د جګړې اعلان وګاڼه او زياته يې کړه: ((قران کريم په ټولې بشري نړۍ پورې اړوند دى.))

نوموړي دغه جګړه د ارزښتونو خلاف جګړه وګڼله او له ولسمشر څخه يې وغوښتل، ترڅو د اساسي قانون له مخې له اسلام څخه دفاع وکړي او د ملت پر وړاندې ځواب ورکړي.

په ولسي جرګه کې د کاپيسا ولايت پخواني استازي او د دې جبهې غړي حاجي فريد وويل، چې د افغانستان د تاريخ په اوږدو کې څو امپراطوريو پر دې هېواد يرغل کړى دى؛ خو د دې خاورې مقدساتو ته يې سپکاوى نه دى کړى.

نوموړي د بهرنيو ځواکونو دغه کړنه وغندله او د دې پېښې د عاملينو د ښکاره څېړنې  او مجازاتو غوښتنه يې وکړه.

د دې جبهې وياند وحيد مژده، د افغانستان د ملي يووالي او له بهرنيو پوځي اډو سره د مخالفت جبهې د دريځ څرګندوى، اته ماده ييز پرېکړه ليک په لوستلو سره وويل: ((د بهرنيو ځواکونو شتون د امنيت د ټينګښت لامل نه دى، بلکې وضعيت نور هم خرابوي.))

په دې پرېکړه ليک کې راغلي دي، چې امريکايانو د دې ډول کړنو په تکرارولو سره، وښوده چې د مسلمانانو ارزښتونه دوى ته هېڅ اهميت نه لري او له همدې امله په افغانستان کې د دوى د شتون دوام اسلامى مقدساتو ته د دوى د سپکاوي، د شپي عملياتو په وسيله د بې ګناه وګړو د وژلو او د بې ګناه افغانانو د بندي کولو د لړۍ د دوام په معنا دى.

د دې پرېکړه ليک په بله برخه کې د بهرنيو ځواکونو دغه ډول کړنه، د دوديزې لويې جرګې له پرېکړه ليک څخه سرغړونه وګڼل شوه او له حکومت څخه وغوښتل شول، هرڅومره ژر چې کېداى شي له امريکا سره دې د ستراتيژيکو همکاريو د سند په اړه مذاکرات پاى ته ورسوي.

د يادونې وړ ده، چې ولسمشر کرزي تېره اونۍ په خپله خبري ناسته کې د بګرام په  پوځي اډه کې د قران کريم سوځونه په کلکه غندلې وه او له افغانانو يې وغوښتل، ترڅو  خپله ارامتيا وساتي او د هېواد د سولې او ثبات دښمنانو ته اجازه ورنه کړي، چې د دوى له احساساتو ناوړه ګټه پورته کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امريکا ولسمشر بارک اوباما، افغان ولسمشر حامد کرزي ته د يوه ليک په ترڅ کې د بګرام په پوځي اډه کې د قران کريم او نورو مذهبي کتابونو له سپکاوي څخه د افغانستان له خلکو او حکومت څخه بښنه غوښتنه کړې وه.

اوباماويلي، چې د بګرام پېښه يوه غير قصدي پېښه وه او په دې اړه يې له څېړنو څخه ولسمشر کرزي ته ډاډ ورکړى دى.

Views: 7

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version