ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د قران کريم سوځوونکو امريکايي سرتېرو ته ډسپليني سزا ورکړل شوه

28 Aug 2012 - 12:10
28 Aug 2012 - 12:10

واشنګټن (پژواک ٧ وږى ٩١): په افغانستان کې د قران کريم د نسخو سوځونې او د وژلو شويو طالبانو مړو ته د سپکاوي پر جرم نهه امريکايي سرتېرو ته ډسپليني سزا ورکړل شوه.

تېر کال د کب مياشتې په لومړيو کې امريکايي ځواکونو په بګرام زندان کې د قران کريم يو شمېر نسخې وسوځولې چې له دې پېښې وروسته د عامو افغانانو له خوا له تاوتريخوالي ډک لاريونونه ترسره شول.

په دغو لاريونونو کې تر ٣٠ زيات افغانان ووژل شول، لسګونه ټپيان شول، دغه راز د دغو پېښو په غبرګون د افغانانو او ملي ځواکونو پر امريکايي سرتېرو بريدونه هم پيل شول چې له امله يې يو شمېر امريکايي سرتېري هم ووژل شول.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما او په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو لوى قوماندان جنرال جان الن پر دې پېښې له افغانانو بښنه وغوښته.

که څه هم د افغانستان حکومت، ملي شورا، د علماوو شورا او عامو افغانانو د دې پېښې عاملينو ته د سختې سزا غوښتنه کوله، خو د امريکا يوې محکمې د قران کريم د نسخو سوځونې په تور شپږو امريکايي سرتېرو ته ډسپليني سزا ورکړې ده.

د امريکايي ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ له خوا پرون د يادې پېښې تر څېړلو وروسته څېړنيز راپور خپور شوى دى.

سرچينې زياته کړې، چې دا څېړنه د يوه لوړ پوړي امريکايي پوځي چارواکي له خوا ترسره شوې او په کې راغلي چې سرتېرو يې په قصدي توګه د مسلمانانو د سپيـځلي کتاب (قران کريم) د سپکاوي هڅه نه وه کړې.

ويل کېږي چې امريکايي سرتېرو د قران کريم او نورو ديني کتابونو شاوخوا ١٠٠ نسخې له دې امله سوځولې وې، چې په بګرام کې بنديانو ترې د سخت دريځۍ لپاره ګټه پورته کوله.

د امريکايي پلاوي په څېړنيز راپور کې راغلي، چې دغو سرتېرو د اسلام او د دغه دين د سپېڅلي کتاب قصدي سپکاوى نه دى کړى.

دغه راز ياد امريکايي څېړنيز کمېسيون درېيو نورو سرتېرو ته د وسلوالو طالبانو پر مړو د متيازو کولو او د هغوى د جسدونو د سپکاوي په تور هم ډسپليني سزا ورکړې ده.

دغه ويډيو تېر کال د مرغومي په مياشت کې خپره شوې وه، چې تر دې وروسته امريکايي ځواکونه تر سختو نيوکو لاندې راغلل.

که څه هم په ياد راپور کې امريکايي سرتېرو ته د سزا د څرنګوالي په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي، خو ويل کېږي، چې د امريکا د قانون له مخې په ډسپليني سزا کې د سرتېرو معاش ګرځول کېږي، ټيټې دندې ورکول کېږي او يا هم زياته پيره پرې کول کېږي.

Views: 8

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version