ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شنونکي: ايساف دڅېړنو پايلو له ځنډولو سره غواړي د قران سوځونه له خلکو هېره کړي

شنونکي: ايساف دڅېړنو پايلو له ځنډولو سره غواړي د قران سوځونه له خلکو هېره کړي

author avatar
22 Mar 2012 - 12:44
شنونکي: ايساف دڅېړنو پايلو له ځنډولو سره غواړي د قران سوځونه له خلکو هېره کړي
author avatar
22 Mar 2012 - 12:44

کابل (پژواک ٣ ورى ٩١): د سياسي چارو يو شمېر کارپوهان په دې اند دي، چې د ايساف ځواکونه د قران کريم د سوځونې د څېړنو پايلې ځکه نه اعلانوي ، چې د وخت په تېرېدو سره دا پېښه له خلکو هېره شي.

امريکايي ځواکونو يوه مياشت وړاندې د پروان ولايت اړوند د بګرام  په پوځي اډه کې، د قران کريم څلور نسخو ته اور ورته کړ ،چې دغه کار د خلکو غبرګونونه راوپارول او د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د لاريونونو لامل شو.

په دغو لاريونونوکې،چې دهېواد په بېلابېلو سيمو کې ترسره شول او ځينې لاريونونه پر تاوتريخوالي هم واوښتل، د امريکايي سرتېرو په ګډون تر دېرشو زيات کسان ووژل شول او ٢٧٠ نور ټپيان شول.

د کب د مياشتې په ١٠ مه په کابل کې د ډګروال په رتبه د ايساف ځواکونو يوه حقوقي سلاکار خبريالانو ته وويل، چې د ايساف قوماندان ياده پېښه جدي نيولې او له پېښې يوه ورځ وروسته يې څېړنې پيل کړې دي.

سرچينې زياته کړې وه، چې په دې اړه د څلورو کمېسيونونو لخوا څېړنې پيل شوې دي؛ د افغان حکومت او ايساف ګډ کمېسيون،د علماوو د شورا کمېسيون،د پارلمان کمېسيون او د امريکايي ځواکونو د ځانګړي کمېسيون څېړنه روانه ده.

د ايساف حقوقي سلاکار ويلي و، چې د امريکايي ځواکونو لخوا ترسره کېدونکې څېړنې لږ تر لږه ٣٠ ورځې وخت نيسي، خو د افغان حکومت او ايساف ځواکونو د ګډ کمېسيون پايلې به يوه اونۍ وروسته اعلان شي.

د دغو څېړنو پوره يوه مياشت تېره شوه، خو تراوسه يې پايلې د ايساف ځواکونو لخوا نه دي اعلان شوي.

د سياسي چارو کارپوه وحيد مژده وايي چې بهرني ځواکونه، نه غواړي، چې د قران کريم د سوځونې پېښې د څېړنو پايلې اعلان کړي.

د هغه په وينا، د امريکا د متحده ايالتونو په قانون کې ديني مقدساتو ته سپکاوى جرم نه دى او عاملينو ته يې سزا نه ورکول کيږي.

مژده د وري په ٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه به هم د تېرو نورو ورته پېښو په څېر بې پايلې پاتې شي او له خلکو به هېر شي.

هغه زياته کړه: ((که بيا هم د افغان ولس د فشارونو له مخې ايساف د دې پېښې پايلې اعلان کړي، نو اصلي ګناهګار به کوم افغان ترجمان په ګوته کړي او هغه ته به يو څه سزا ورکړي، خو خپل سرتېري هېڅکله په دې عمل نه مجازات کوي.))

دى وايي، چې په دې برخه کې افغان حکومت هم څه نه شي کولى او امريکا يې يواځې د افغانانو د احساساتو د کنټرولولو لپاره کاروي.

د سياسي او ټولنيزو چارو کارپوه استاد حبيب الله رفيع هم وايي، چې ايساف ځواکونه به هېڅکله د دغه پېښې د څېړنو پايلې اعلان نه کړي او هڅه به وکړي، چې له خلکو هېره شي.

نوموړي وويل، دا لومړۍ پېښه نه ده، چې کمېسيونونه ورته ټاکل کيږي، څېړنې پيليږي او پايلې يې نه اعلانيږي، بلکې په تېرو لسو کلونو داسې په لسګونو بېلګې شته دي.

د هغه په وينا، په دې برخه کې افغان حکومت هم بې وسه دى او نه شي کولى، چې پر امريکا او بهرنيو ځواکونو فشار راوړي، څو دا پايلې اعلان کړي.

استاد رفيع زياتوي، چې دا ډول پېښې تصادف نه دى او له مخکې پلان شوي کارونه دي، چې پايلو ته يې د افغانانو تمه او عاملينو ته يې د سزا ورکول ناشوني دي.

د سياسي چاروکارپوه محمد حسن حقيار بيا دبګرام دپېښې د ترسره شويو څېړنو پايلې نه اعلانول دوه لاملونه په ګوته کوي.

د هغه په وينا، په ګډو څېړنو کې د افغان پلاوي او ايساف په څېړنو کې پراخه توپير شتون لري او دغه اختلاف د پايلو د ځنډلامل شوى دى.

نوموړي دغه راز زياته کړه ، چې بل لامل يې دادى، امريکا او ايساف غواړي ، چې د وخت له تېرېدو سره دغه پېښه د خلکو له ذهنونو ووځي او که په ځنډ سره يې پايلې اعلان کړي او خپلو سرتېرو ته برائت ورکړي، نو د افغانانو له ډېر سخت او کلک  غبرګون سره به مخ نه شي.

خو په افغانستان کې د مېشتو ناټو ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ د عامو اړيکو ددفتر رييس ډګرمن جيمي کيومنکز پژواک اژانس ته وويل چې د بګرام د پېښې څېړنې پاى ته رسېدلې دي او ډېر ژر به اعلان شي.

هغه زياته کړه چې د ترسره شويو څېړنو پايلې له حقوقي ارزونې وروسته اوس د ايساف عمومي قوماندان جنرال جان الن ته لېږل شوى او دهغه لخوا له اروزونې وروسته به يې پايلې اعلان شي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.