کابل (پژواک، ۲۷ تله ۱۴۰۳): د ایمرجېنګ اسیا جام شلاووریزو سیالیو کې، افغان ابدالیان لوبډله به د خپلې لومړۍ لوبې لپاره نن د سریلانکا الف لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.

د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې په ګډون د اتو هېوادونو ترمنځ د ځوانانو «ایمرجېنګ» اسیا جام شلاووریزې سیالۍ نن په عمان کې پیلېږي.

په دغو سیالیو کې اته لوبډلې ګډون کوي چې پر دوو ګروپونو وېشل شوې دي.

د یادو سیالیو په A ګروپ کې افغانستان، سریلانکا، بنګلهدېش او هانګکانګ او په B ګروپ کې د هند، پاکستان، عربي متحده اماراتو او عمان لوبډلې لوبېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ نن پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې افغان ابدالیان لوبډله د ځوانانو اسیا جام سیالیو کې د ګډون په موخه د خپلې لومړۍ لوبې لپاره نن ماښام ۶:۰۰ بجې د سریلانکا الف لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.

کرکټ بورډ وایي چې په دغو سیالیو کې به افغان ابدالیان لوبډله خپله دویمه لوبه د اکټوبر په ۲۰مه له بنګلهدېش او درېیمه به د همدې میاشتې په ۲۲مه له هانګکانګ سره ترسره کړي.

د کرکټ بورډ معلوماتو له مخې، دغه سیالۍ به له سټار سپورټ، اېاروای ټلوېزیوني او د «Fancode» ډیجیټلي شبکو له لارې په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

د یادونې ده، له دې مخکې افغان ابدالیان لوبډلې د هانګکانګ او عمان له لوبډلو سره د درې اړخیزې لوبلړۍ اتلولي ګټلې وه.