واشنګټن (پژواک ٣١ غبرګولى ٩١): د امريکا د دفاع وزارت په بګرام کې د قران کريم د نسخو د سوځولو په تور خپلو اوو سرتېرو ته د ډسپليني سزا ورکولو پرېکړه کړې ده.
يوې امريکايۍ سرچينې پرون ناوخته په واشنګټن کې ويلي، چې د دې پېښې د څېړنو لپاره ګومارل شوي کمېسيون خپلې څېړنې بشپړې کړې او پايلې يې اړوندو چارواکو ته سپارل شوې دي.
سرچينې زياته کړې، چې ياد کمېسيون په خپل راپور کې وړانديز کړى چې په دې پېښه کې لاس لرونکو اوو سرتېرو ته بايد ډسپليني سزا ورکړل شي؛ ځکه چې دوى د خپلې ادارې له نظم او ډسپلين څخه سرغړونه کړې ده.
خو د سرچينې د معلوماتو له مخې، ياد کمېسيون پر يادو اوو سرتېرو د کوم جرمي فعل ترسره کولو تور نه دى پورې کړى.
تر اوسه د امريکا د دفاع وزارت دا پرېکړه هم نه ده کړې، چې يادو سرتېرو ته به کوم ډول سزا ورکول کېږي.
خو ويل کېږي، چې د پوځ د قانون له مخې ډسپليني سزا کسر معاش کېدل، توصيه کول، اخطاريه ورکول، جبري نوکريوالي او يا هم د بند لږه موده ده.
په افغانستان کې د امريکا تر ټولو په لويه پوځي اډه بګرام کې د قران کريم د نسخو سوځولو پېښه د ١٣٩٠ لمريز کال د کب مياشتې په لومړۍ اونۍ کې رامنځته شوې وه.
د بګرام په پوځي اډه کې د امريکايي ځواکونو له خوا د قران کريم له سوځولو وروسته د هېواد په بېلابېلو سيمو کې له تاوتريخوالي ډک لاريونونه وشول، چې له امله يې له ٣٠ زيات کسان ووژل شول او سلګونه نور ټپيان شول.
د امريکا ولسمشر بارک اوباما په افغانستان کې د ايساف ځواکونو عمومي قوماندان جنرل الن او نورو امريکايي چارواکو پر دې پېښې له افغانانو بښنه غوښتې وه.
د دې پېښې د څېړلو په موخه څلور کمېسيونونه جوړ شوي وو، د افغان حکومت او ايساف ګډ کمېسيون، د علماوو د شورا کمېسيون، د پارلمان کمېسيون او د امريکايي ځواکونو ځانګړى کمېسيون شامل وو.
د ايساف يوه حقوقي سلاکار په کابل کې خبريالانو ته ويلي، چې د امريکايي ځواکونو له خوا ترسره کېدونکې څېړنې کم ترکمه ٣٠ ورځې وخت اخلي.
خو د دغو څېړنو پايلې دا دې تر پنځو مياشتو وروسته اعلان شوې.
Views: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن