ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشرکرزى: له امريکاسره د ستراتيژيک تړون په اړه خبرو کې پرمختګ شوى

کابل (پژواک ١٦ کب ٩٠): ولسمشر حامد کرزى وايي، چې له امريکا سره د ستراتيژيک تړون په اړه په خبرو کې ځنډ نه، بلکې په دې برخه کې پرمختګونه هم شوي دي.

کرزي، چې نن يې په کابل کې د پولينډ له ولسمشر برانسلاو کوموروفسکي (Bronislaw Komorowski) سره په ګډه خبري ناسته کې خبرې کولې وويل، چې له تېر شاوخوا يو نيم کال راهيسې له امريکايي چارواکو سره د ستراتيژيکو اړيکو پر سر خبرې روانې دي او په وروستۍ اونۍ کې يې په اړه نور پرمختګونه هم شوي دي.

کرزي د يادو پرمختګونو په اړه نور معلومات ور نه کړل، خو ويې ويل، چې تېره ورځ يې د ياد تړون پر سر له امريکايي چارواکو سره خبرې شوې دي.

هغه زياته کړه: ((تېره ورځ مو بيا هم مذاکره کړې، پوښتنې مو وکړې او ځينې وضاحتونه مو وغوښتل، پرمختګ شوى دى، خو افغانستان هڅه کوي نور پرمختګ هم وشي، ترڅو موږ خپل ډاډ ترلاسه کړى وي، مذاکرې جريان لري او هيله من يو، چې له امريکا سره د افغانستان د ستراتيژيکو اړيکو پر سر خبرې زموږ د خوښې پايلې ته ورسېږي، چې د افغانستان په ګټه وي.))

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ ځيني نا تاييد شوي راپورونه خپاره شول، چې ګواکې د افغان لوري له خوا پر خپلو شرايطو د ډېر ټينګار له امله امريکايي چارواکو له افغانستان سره د دغه تړون لاسليک ځنډولى دى.

ولسمشر حامد کرزي وويل، چې له امريکا سره د ستراتيژيک تړون لپاره افغانستان خپل شرايط لري، چې په اړه يې د دوديزې لويې جرګې له خوا د افغانستان حکومت ته مشوره ورکړل شوې ده.

دوديزې لويې جرګې د افغانستان ملي حاکميت، خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتيا، اسلامي او افغاني ارزښتونو ته درناوی او د شپې له خوا د خلکو د کورونو د تلاشيو او عملياتو بندول له امريکا سره د ستراتيژيک تړون لپاره شرطونه وړاندې کړي دي.

کرزي په ټوليزه توګه له بهرنيو ځواکونو څخه افغان لوري ته د بګرام زندان د چارو سپارل او د شپې له خوا د بهرنيو ځواکونو د عملياتو بندول د جرګې د شرايطو مهم موارد ياد کړل، چې د افغانستان حکومت يې په اړه له امريکايي لوري سره لا هم پر سر خبرې روانې دي.

 ولسمشر کرزي څه موده مخکې ګواښ کړى و، تر هغه چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې د شپې عمليات او د خلکو د کورونو تلاشي بنده نه کړي، له متحدو ايالتونو سره به ستراتيژيک تړون لاسليک نه کړي.

په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو له خوا د کورونو خپلسرې پلټنې او د شپې له خوا چاپې هغه څه دي، چې افغان حکومت يې په وار وار د بندولو غوښتنه کړې، خو ناټو ويلي، چې د وسلوالو د ځپلو لپاره د شپې عمليات يو اغېزناک تاکتيک دی.

څه موده وړاندې د امريکا د متحدو ايالتونو د سنا مجلس يوه پلاوي کابل ته په سفر کې ويلي و، چې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو له خوا د شپې عمليات بايد له افغانستان سره د امريکا د ستراتيژيک تړون پر وړاندې خنډ نه شي.

په نننۍ خبري ناسته کې د پولينډ ولسمشر برانسلاو کوموروفسکي له افغانستان سره د خپل هېواد د همکارۍ ډاډ ورکړ او زياته يې کړه، چې تر ٢٠١٤ کال وروسته به يې پوځيان له افغانستان څخه ووځي، خو د افغان ځواکونو روزنې ته به دوام ورکړي.

هغه وويل، چې له ولسمشر کرزي سره يې تر ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې د پولينډ د حضور پر څرنګوالي خبرې کړې دي.

ده زياته کړه: “ډاډمن يم چې په افغانستان کې د ماموريت په پاى ته رسېدو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستي پاى نه مومي.”

د پولينډ ولسمشر وويل، چې پولينډ به همداراز تر ٢٠١٤ کال وروسته له افغانستان سره د پوهنې او اداري وړتياوو د لوړولو په برخه کې هم مرسته وکړي.

ولسمشر کرزي هم وويل، چې ٢٠١٤ کال د افغانستان او پولينډ ترمنځ د همکاريو د پاى په معنا نه، بلکې د همکاريو د پيل په معنا دى.

هغه وويل، چې تر يادې نېټې وروسته به د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري نوې بڼه خپله کړي.

کرزي د افغانستان او نورو هېوادونو ترمنځ ستراتيژيکو همکاريو ته په اشارې سره وويل، چې دغه تړونونه له افغانستان څخه د نړيوالې ټولنې د همکاريو د دوام څرګندونه او تضمين کوي.

Views: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version