ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ستراتيژيک تړون کې دمګړۍ پوځي هډې شاملې نه دي

11 Mar 2012 - 12:42
11 Mar 2012 - 12:42

کابل (پژواک ٢١ کب ٩٠): حامد کرزى وايي، له امريکا سره د شپې د عملياتو په اړه ترهوکړې وروسته او د شيکاګو تر کنفرانس مخکې به له امريکا سره ستراتيژيک تړون لاسليک شي، خو د اوس لپاره به په کې پوځي اډې نه وي شاملې.

ولسمشر حامد کرزى دغه څرګندونې وروسته له هغه کوي، چې د ستراتيژيک تړون لپاره د افغانستان د حکومت له دوو مهمو شرطونو څخه يو شرط، چې د بهرنيانو تر واک لاندې افغان لوري ته د زندانونو سپارل دي، ومنل شو.

افغانانو ته د يادو ساتنځايونو د لېږد هوکړه ليک د تېرې جمعې په ورځ لاسليک شو.

د بهرنيانو د شپې د عملياتو بندول د افغان حکومت دويم مهم شرط دى.

ولسمشر حامد کرزي نن په کابل کې د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وويل، ټاکل شوې چې په دې اړه هم په نږدې ورځو کې هوکړه وشي.

دى وايي، چې تر دې وروسته به د امريکا له متحدو ايالتونو سره د ستراتيژيک تړون په اړه خبرو ته دوام ورکړي.

د کرزي د څرګندونو له مخې، نوى توافق داسې شوى، چې د شيکاګو تر کنفرانس مخکې افغانستان له امريکا سره د ستراتيژيکې ملګرتيا عمومي چوکاټ لاسليکوي، خو په دغه سند کې به په افغانستان کې د دغه هېواد پوځي اډې نه وي شاملې.

ټاکل شوې چې د روان ميلادي کال په مې مياشت کې د افغانستان په اړه د ناټو سرمشريزه په شيکاګو کې جوړه شي.

حامد کرزي د پوځي هډو په اړه زياته کړه، چې افغانستان يو کال نور وخت نيسي تر څو په غور سره د امريکا له خوا له پوځي تسهيلاتو د ګټې اخيستو پر څرنګوالي بحث او خبرې وکړي.

کرزى وايي، افغانستان به په دې موده کې د امريکا د پوځي تاسيساتو په اړه د امريکا او دغه راز د افغانستان پر مسووليتونو فکر وکړي او دا موضوع به هم وڅېړي، چې دواړه لوري يو بل ته څه ورکولى شي.

 هغه زياته کړه: ((کله مو چې ښه موضوع وڅېړله او ومو ليدل، چې د افغانستان ګټې په کې شته دا سند به امضا کړو.))

حامد کرزي وويل، چې تر ٢٠١٤ کال وروسته به بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.

ده له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتل د دغه هېواد او هم د بهرنيو هېوادونو په خير وبلل او خلکو ته يې ډاډ ورکړ، چې افغانستان به له ٢٠١٤ کال وروسته له اقتصادي بحران سره نه مخ کېږي.

کرزي په دې اړه د غربي رسنيو راپورونه ناسم وبلل.

د هغه د څرګندونو له مخې، افغانستان له هند، فرانسې او انګلستان سره د ستراتيژيکو همکاريو تړونونه لاسليک کړي او له امريکا سره به يې هم لاسليک کړي.

د ولسمشر کرزي په وينا، امريکا، ناټو او ملګري به يې له ٢٠١٤ کال وروسته تر ٢٠٢٤ کال پورې له افغانستان سره هر کال ٤،١ ميليارده امريکايي ډالر د افغان ځواکونو د تنخوا لپاره مرسته کوي.

ده وويل، چې افغانستان به د خپلو ځواکونو د سمبالتيا د مرستو په اړه هم له امريکا او متحدينو سره يې خبرې وکړي.

د ده د څرګندونو له مخې، که امريکا او ملګرو هېوادونو يې په دې برخه کې د وسايلو او تجهيزاتو مرستې نه کولې، نو افغانستان به يې له نورو هېوادونو وپېري او امريکا او ملګري به يې خنډ نه کرځي.

 دى وايي، چې نړيواله ټولنه به له افغانستان سره د بيارغونې په برخه کې هم مرستې وکړي.

هغه زياته کړه: ((نو ډېر په ځيرکتيا سره پر مخ روان يو، ډېر په ذره بينۍ او نازک کارۍ سره پر مخ روان يو، ترڅو د افغانستان ګټې په پام کې ونيول شي او ډاډمن شو چې… له امريکا سره په لاسليک کېدونکي تړون کې د افغانستان ملي حاکميت، خپلواکي او بشپړ واک په پام کې نيول شوى او پر مخ ځو.))

هغه د افغانستان خلکو ته په خطاب کې وويل: ((تاسو تشويش مه کوئ، د خپلو اولادونو په تعليم او درس کې کوښښ وکړئ؛ ځکه چې همدغه درس او تعليم افغانستان يو ځاى ته رسولاى شي.))

کرزي زياته کړه، چې اوس د افغانستان اړيکې له پاکستان او امريکا سره د پخوا په پرتله ښې شوې دي او يو شمېر وسلوالو طالبانو هم سولې ته لېوالتيا ښودلې ده.

د ده په وينا، طالبان هم اوس پوهيدلي چې: ((پردى کټ تر نيمو شپو دى.))

حامد کرزي په خپله وينا کې يو ځل بيا د ښځو د حقونو په اړه د علماوو د شورا له مصوبې ننګه وکړه او ويې ويل، چې په دې مصوبه کې د ښځو پر حقونو محدوديتونه نه دي لګول شوي.

ده په دې اړه د غربي رسنيو هغه راپورونه، چې ګواکې د علماوو د شورا مصوبه د ښځو د حقونو خلاف ده، رد کړل او زياته يې کړه، چې افغان ښځې له ټولو هغو حقونو، چې په اساسي قانون کې راغلي، برخمنې دي.

ده وويل، چې ښځې کولاى شي کار وکړي، تعليم وکړي، سوداګري وکړي او په ټاکنو کې ونډه واخلي.

حامد کرزي وويل، چې افغانستان د نړۍ په هېوادونو کې شلم هغه هېواد دى، چې ښځې په کې د قانون له مخې له خپلو حقونو برخمنې دي.

هغه وايي، چې دغه مهال د افغانستان په ملي شورا کې د ښځو شمېره د امريکا د متحدو ايالتونو او ځينو غربي هېوادونو په پرتله ډېره ده او د سيمې ځيني هېوادونه هم هڅه کوي، چې په دې برخه کې له افغانستان سره ځان برابر کړي.

ده په تېرو شاوخوا لسو کلونو کې د ښځو د حقونو په برخه کې شوي پرمختګونه د پام وړ وبلل، خو زياته يې کړه چې لا هم افغان ښځې له ځينو ستونزو سره مخ دي.

ولسمشر د بېلګې په ډول د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى، په بدو کې د ښځو ورکول او اجباري ودونه د شته ستونزو په توګه ياد کړل.

هغه يادې ستونزې د اسلام د اساساتو خلاف وبللې او د هېواد پر ديني عالمانو، مخورو او قومي مشرانو يې غږ وکړ، چې مخه يې ونيسي او ښځې تعليم ته وهڅوي.

ده زياته کړه: ((ښځې يواځې د تعليم له لارې کولاى شي چې خپل حقونه ترلاسه کړي او خپلې ټولنې او خلکو ته د خدمت جوګه شي.))

په نننۍ غونډه کې د ښځو چارو وزيرې حسن بانو غضنفر له ښځو وغوښتل، چې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره هلې ځلې جاري وساتي او پر ځان د بسيا کېدو په موخه خپلې وړتياوې لوړې کړي.

دې له ټولو ادارو وغوښتل، چې له ښځو سره په ټولنه کې د هغوى د دريځ د پياوړتيا لپاره اړينې مرستې وکړي.

په نننۍ غونډه کې د ولسمشر حامد کرزي د مېرمني زينت کرزۍ پيغام هم ولوستل شو.

په پيغام کې راغلي و، چې د ښځو د نړيوالې ورځې نمانځنه د ښځو مقام ته درناوى دى.

دې هم ويلي، چې په تېرو لسو کلونو کې په افغانستان کې د ښځو د حقونو په برخه کې ډېر پرمختګونه شوي، خو لا هم د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالي شتون لري.

دې له ديني عالمانو غوښتي، چې په دې برخه کې دې د شته ننګونو د لرې کولو لپاره هڅې وکړي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version