ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تنکيو ځوانانو د کرکټ لوبډلې چين ته سخته ماتې ورکړه

7 Mar 2012 - 13:16
7 Mar 2012 - 13:16

کابل (پژواک ١٧ کب ٩٠): د افغانستان کرکټ د شپاړس کلنو تنکيو ځوانانو لوبډلې د اسيا د چلينج کپ سياليو په لړ کې د کب په ١٧مه چين ته هم سخته ماتې ورکړه.

د افغانستان د کرکټ بورډ وياند نصرت الله وفا پژاک خبري اژانس ته وويل، چې د دې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړى يې په خپله لوبه وکړه.

هغه زياته کړه، چې د افغانستان د شپاړس کلنو تنکيو ځوانانو لوبډلې په ټاکل شوو ۴۰ اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۵۸ منډې جوړې کړې او خپلې سيالې لوبډلې ته يې د ۳۵۹ منډو هدف ورکړ.

د نوموړي په وينا، د افغانستان له لوري طارق خان ۸۳ ناسوځېدلې منډې، پروېزخان ۷۹ منډې، عبدالصبور ۶۸ مندې، عمران ۵۱ ناسوځېدلې منډې او جاويد احمدزي په خپل وار سره ۳۶ منډې جوړې کړې.

وفا وايي، چې د چين د تنکيو ځوانانو لوبډله لکه د شګې د دېوال په څېر ژر راونړېده او په نهو اورونو کې يواځې په نهو منډو سره وسوځېده او دغه راز افغانستان دا لوبه د ٣٤٩ منډو په توپير سره وګټله.

په توپ اچونه (بالينګ) کې د افغانستان له لوري نوين الحق د خپلې سيالې لوبډلې ۵ لوبغاړي او شفيع الله محمد درې لوبغاړي وسوځول، د دغې لوبې غوره لوبغاړی نوين الحق ونومول شو.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراييوي مشر نسيم الله دانش وايي، افغانستان چين ته په ماتې ورکولو سره د شپاړس کلنو تنکيو ځوانانو د ايليټ کپ سياليو ته لاره ومونده، چې ټاکل شوې ده، په ماليزيا کې ترسره شي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د افغان لوبغاړو لوبې د ستايلو وړ دي او د دوى ښې لوبې ټول مينه وال ګوته په غاښ کړي دي.

د افغانستان کرکټ بورډ د دغې بريا له امله ټولو هېوادوالو ته مبارکي ورکړې او له ټولو مينه والو غوښته کوي، چې خپله لوبډله په دعاوو کې له ياده ونه باسي.

د افغانستان د شپاړس کلنو تنکيو ځوانانو لوبډلې د اسيايي چلينج کپ سياليو په لړ کې تر اوسه څلور لوبې ترسره کړې او په پرله پسې توګه يې ګټلې دي.

د تنکيو ځوانانو لوبډلې تر دې مخکې مالديپ، بوتان او د متحده عرب اماراتو لوبډلو ته ماتې ورکړې ده.

 ټاکل شوې ده، چې افغانستان خپله وروستۍ (پنځمه) لوبه د کب په ٢٠مه له قطر سره ترسره کړي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version