کابل (پژواک ٢٠ کب ٩٠): د افغانستان د کرکټ د شپاړس کلنو تنکيو ځوانانو لوبډلې د اسيا د چلينج کپ سياليو په وروستۍ لوبه کې د کب په ٢٠مه قطر ته په ماتې ورکولو سره د دغو سياليو اتلولي خپله کړه.
د افغانستان دکرکټ بورډ وياند نصرت الله وفا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړى يې په خپله لوبه وکړه.
هغه زياته کړه، چې د افغانستان د شپاړس کلنو تنکيو ځوانانو لوبډلې له ټاکل شوو ۴۰ اورونو څخه په اوه دېرشم اوور کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ٢٠٠ منډې جوړې کړې او سيالې ډلې ته يې د ٢٠١ منډو هدف ورکړ.
د نوموړي په وينا، د افغانستان له لوري طارق پروېز خان ٥٢، سيد حکيم کريمي ٥٩ او عمران خان د ٣٠ منډو په جوړولو سره ښه وځلېدل.
وفا وايي، چې د قطر لوبډله دغه هدف ترلاسه نه شو کړاى او ټوله لوبـډله يې په ٣١ اورونو کې په ١٠٨ منډو وسوځېده او دغه راز افغانستان دا لوبه د ٩٢ منډو په توپير سره وګټله.
په توپ اچونه (بالينګ) کې د افغانستان له لوري جاوېد احمدزي ٣، مسلم ځاځي او نويد الحق دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
په دغو سياليو کې د افغانستان په ګډون د قطر، بوتان، مالديپ، چين او د اماراتو لوبډلو برخه اخيستې وه او د افغانستان لوبډلې دغو ټولو ته په ماتې ورکولو او د ١٠ نومرو په اخيستو سره د دغو سياليو اتلولي خپله کړه.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراييوي مشر نسيم الله دانش د تنکيو ځوانانو لوبډلې ته مبارکي ورکړه، چې له خپل ځانه پياوړو لوبډلو ته يې ماتې ورکړه.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د افغان لوبغاړو لوبې د ستايلو وړ دي او د دوى ښې لوبې ټول مينه وال خوشحاله کړي دي.
د افغانستان شپاړس کلنو تنکيو ځوانانو لوبډلې د اسيايي چلينج کپ سياليو په لړ کې تر اوسه څلور لوبې ترسره کړې او په پرله پسې توګه يې ګټلې دي.
د تنکيو ځوانانو لوبډلې تر دې مخکې مالديپ، بوتان او د متحده عرب اماراتو او چين لوبډلو ته ماتې ورکړې وه.
Views: 26
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن