ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نوي کال په پيل کې په سوېلي ولايتونو کې د نويد په نوم عمليات پيلېږي

7 Mar 2012 - 18:32
7 Mar 2012 - 18:32

کندهار ښار (پژواک ١٧ کب ٩٠): د سوېلي حوزې په څلورو ولايتونو کندهار، هلمند، اروزګان او زابل کې د نوي ١٣٩١ لمريز کال له پيلېدو سره يو ځاى د نويد په نوم عمليات پيلېږي.

 په دې اړه نن (د کب ١٧مه)، په کندهار هوايي ډګر کې د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو په قوماندانۍ کې پراخه غونډه جوړه شوې وه، چې د سوېلي ولايتونو مسوولينو، د بېلابېلو امنيتي ارګانونو چارواکو او د ايساف ځواکونو استازو په کې ګډون کړى وو.

 په دې غونډه کې د تېرو شپږو مياشتو د فعاليتونو راپور وړاندې شو او دغه راز خبر ورکړل شو، چې په نوي لمريز کال کې به په سوېلي ولايتونو کې د نويد په نوم پوځي عمليات پيلېږي.

 په کندهار کې د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندان جنرال عبدالحميد حميد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په نننۍ غونډه کې د نويد په نوم پر عملياتي پلان د ايساف او افغان ځواکونو له خوا خبرې وشوې.

 هغه زياته کړه: ((د نويد په نوم په دغه عملياتي پلان کې د سوېلي ولايتونو په بېلابېلو ولسواليو کې قاطع عمليات، ګډ چاڼيز عمليات شامل دي او په دغو عملياتو کې به امنيت تر لرې پرتو سيمو پورې وغځول شي.))

 د نوموړي په وينا، د همکارۍ په نوم د تېرو عملياتو په څېر امنيت، ښه حکومتداري او بيارغونه د دغو عملياتو درې مهمې برخې دي.

 دى وايي، چې د دغو عملياتو له لارې به د سوېلي ولايتونو او ولسواليو تر منځ بېلابېلې لويې لارې له ماينونو پاکې او د خلکو پر مخ پرانيستل شي.

 جنرال حميد دا هم وويل، چې په دغو عملياتو کې به د ايساف ځواکونه ملاتړى رول ولري.

 په کندهار کې د ملي پوليسو د ٤٠٤ ميوند زون قوماندان جنرال محمد سالم احساس هم د دغو عملياتو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل، چې ملي پوليس، ملي امنيت هم د نويد په نوم عملياتو کې ونډه لري.

 هغه زياته کړه: ((هغه سيمې چې د ګډو ځواکونو د عملياتو په پايله کې تصفيه کېږي، پوليس به په کې قانون حاکموي او هلته به د خلکو امنيت خوندي کوي.))

 د نوموړي په وينا، اوس مهال ټولې لويې لارې د پوليسو په لاس کې دي؛ خو يواځې د کابل_کندهار د لويې لارې يوه برخه، چې له زابل څخه تر پښ کندې پورې غځېدلې، د ملي اردو په لاس کې ده.

 په سوېلي حوزه کې د سرحدي پوليسو قوماندان جنرال تفسير خان خوګياڼي پژواک اژانس ته وويل، چې په سرحدي ولسواليو کې يې له مخکې نه د مخالفينو له خوا امنيتي ګواښونه له منځه وړي او امنيت يې تر ډېره بريده ټينګ کړى دى.

 هغه وويل: ((که څه هم په سرحدونو کې د تهديدونو کچه را کمه شوې ده؛ خو هغه څه چې په امنيت کې ډېر رول لري، هغه انکشاف او بيارغونه ده، چې دې برخې ته زياته پاملرنه په کار ده.))

 د کندهار ولايت مرستيال عبدالقديم پتيال پژواک خبري اژانس ته وويل: ((په هره سيمه کې چې عمليات تر سره کېږي، هلته به حکومتداري پلې کېږي او تر څنګ به يې خلکو ته د روغتيا، پوهنې، کرنې او نورو برخو کې خدمات وړاندې کېږي.))

  هغه زياته کړه، چې که څه هم دغه پروسه به ستونزې ولري او امکانات به لږ وي؛ خو ولايتي اداره ژمنه ده، چې په بېلابېلو ساحو کې به خلکو ته هر اړخيز خدمتونه وړاندې کوي.

 د اروزګان د والي مرستيال حاجي خداى رحيم هم وويل، چې په دې وروستيو کې د اروزګان ولايت امنيت ښه شوى او داسې لويې سيمې نشته، چې د مخالفينو تر واک لاندې دې وي؛ خو يواځې په ځينو سيمو کې ورانکارې کړنې ليدل کېږي.

 دى وايي، چې د نويد له عملياتو سره هم مهاله په اتو بېلابېلو سکتورونو کې ٢٠٧ د بيارغونې پروژې پيلوي، چې له امنيت سره يو ځاى به په بېلابېلو سيمو کې پلې کېږي.

 په سوېل کې د نويد په نوم د پوځي عملياتو خبر داسې مهال ورکول کېږي، چې تر دې وړاندې د کندهار په بېلابېلو ولسواليو کې د همکارۍ په نوم عمليات وشول له په ترڅ کې يې په بېلابېلو ولسواليو کې د وسله والو مخالفينو مرکزونه له منځه يوړل شول او د بيارغونې کارونه په کې پيل شول.

 ټاکل شوې ده چې د روان لمريز کال په دوبي کې، د کندهار په يو شمېر ولسواليو کې د امنيتي چارو د لېږد پروسه ترسره شي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version