ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سوېل کې د “عقاب” په نوم پوځي عمليات پيلېږي

13 Mar 2013 - 10:45
13 Mar 2013 - 10:45

کندهار  (پژواک ٢٣ کب ٩١): په سوېل کې د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندان وايي، چې د افغان ځواکونو په مشرۍ په سوېل کې د عقاب په نوم پوځي عمليات پيلېږي.

په کندهار کې د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندان  تورن جنرال عبدالحميد حميد له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې دغه عمليات د ١٣٩٢ لمريز کال له راتلو سره جوخت پلان شوي، چې له مخې به يې په سيمه کې شته ګواښونه له منځه وړل کېږي او په دې سره به د برېښنايي تذکرو وېش او د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو ته لاره هواره شي.

هغه زياته کړه، چې  څو ورځې وړاندې دغه ولايت ته له کابل څخه د کورنيو چارو، ملي دفاع وزارتونو او د ملي امنيت د لوى رياست ګډ پلاوى راغلى و.

د نوموړي په وينا، راغلي پلاوي له هغوى سره په سوېل کې د ((عقاب)) په نوم د پوځي عملياتو چمتو شوى پلان منلى، چې د نوي لمريز کال په پسرلي کې به پيل شي.

تورن جنرال عبدالحميد وويل، چې دا په سوېل کې د همکارۍ او نويد تر عملياتو وروسته لوى عمليات دي، چې د اوږدې مودې لپاره به دوام ولري.

د همکارۍ او نويد په نوم عمليات په تېرو درېيو کلونو کې په کندهار ولايت کې ترسره شول، چې په ترڅ کې يې ګڼې ولسوالۍ له وسله والو مخالفينو پاکې شوې، د حکومتولي، امنيتي او پرمختيايي چارې تر ډېرو سيمې وغځول شوې او دغه راز په يو شمېر ولسواليو کې سيمه ييز پوليس رامنځته شول.

حميد وايي، د تېرو عملياتو په څېر به دا ځل هم د هغوى له لوري د پيلېدونکو عملياتو مشري د افغان ځواکونو پر غاړه وي، چې د ملي اردو تر څنګ به په کې ملي پوليس، سرحدي پوليس، د عامه نظم پوليس او ملي امنيت شامل وي.

خو هغه وويل، چې که اړتيا ليدل کېده، نو له ايساف ځواکونو به هم مرسته غوښتل کېږي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د عقاب عملياتو ډېر تمرکز به د سوېلي ولايتونو په هغو ١٩ ولسواليو کې وي، چې ډېر ګواښونه په کې ليدل کېږي، دغه راز په هغو ١١ ولسواليو کې چې په منځنۍ کچه او په ١٠ هغو ولسواليو کې، چې په ټيټه کچه ګواښ په کې شته، دغه عمليات به حمايوي بڼه ولري.

د تورن جنرال عبدالحميد  په خبره، په دغو ولسواليو کې به يواځې د هغوى پيرې او ګزمې ډېرېږي او تر ډېره به تبليغاتي بڼه لري.

دى وايي، ډېره هڅه به يې دا وي، چې د عملياتو پر مهال لويې لارې د خلکو پر مخ پرانيستې وساتي او خلکو ته د تګ راتګ پر مهال لا ډېرې اسانتياوې برابرې کړي.

نوموړي په ټوليزه توګه د عقاب عملياتو موخه په سيمه کې د شته ګواښونو له منځه وړل، د برېښنايي تذکرو وېش او راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته لاره هوارول دي.

د ملي اردو دغه قوماندان د سوېل، په ځانګړې توګه د کندهار د امنيتي وضعيت په اړه وويل، چې په تېرو پر له پسې عملياتو کې په بېلابېلو سيمو کې وسله وال له پښو غورځول شوي، مرکزونه يې له منځه وړل شوي او ګڼې سيمې تر دولتي حاکميت لاندې راوستل شوي دي.

ده زياته کړه: “د دغو عملياتو پر مهال تر ټولو لوى هدف چې ترلاسه شو، هغه دا و، چې پر امنيتي ځواکونو د خلکو باور زيات شو، هغوى او د پخوا په پرتله په پراخه کچه په لوى زړه له امنيتي ځواکونو سره همکاري کوي.”

هغه د بېلګې په توګه پنجوايي ولسوالۍ ياده کړه، چې په تېر کې د وسله والو مخالفينو تر ټولو مهم مرکز بلل کېده، چې چا يې پر وړاندې له وېرې خبره هم نه شوه کولاى، خو په دې وروستيو وکې وليدل شول، چې هلته سر پر سر د څو کليو اوسېدونکو د وسله والو د اعمالو پر ضد را وپاڅېدل.

نوموړي د امنيت د سمون ډاډ ورکړ او ويې ويل، ډېرو هغو خلکو اوسمهال له جګړې لاس اخيستى، چې پخوا د حکومت پر ضد جنګېدل، هغوى نور له جګړې ستړي شوي او ډېر نور د روان حالت پر ماهيت پوهېدلي دي.

ده زياته کړه: “په لنډ وخت کې به موږ د دې شاهدان و اوسو، چې جګړې به نورې يو مخ ختمېږي او شته تهديدات به له منځه وړل کېږي.”

حميد تر ٢٠١٤ زېږديز کال وروسته حالت په اړه وويل، چې يو شمېر سياسيون ناسم تبليغات کوي او وايي، چې افغان ځواکونه په يواځې ځان د امنيت ساتلو توان نه لري.

دى وايي، دغه راز کسان له حقايقو ناخبره دي، که هغوى د افغان ځواکونو اوسنى حالت او فعاليتونه له نږدې وګوري، نو پر خپلو امنيتي ځواکونو به يې باور پيدا شي او بيا به دغه راز څرګندونې نه کوي.

په کندهار او په ټوله کې، په سوېلي حوزه کې د امنيتي ځواکونو مشران له هغه وروسته د عقاب په نوم د پوځي عملياتو د پيلولو خبره کوي، چې د دغه ولايت په يو شمېر ولسواليو کې د هوا له ګرمېدو سره به يو ځل بيا د وسله والو مخالفينو فعاليتونه محسوس شوي دي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version