ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سوېل کې د عملياتو قومانده افغان ځواکونو ته وسپارل شوه

1 Jul 2012 - 16:50
1 Jul 2012 - 16:50

کندهار (پژواک ١١ چنګاښ ٩١): په سوېل کې د عملياتو قومانده د يو لړ مراسمو په ترڅ کې له ايساف څخه افغان ځواکونو ته وسپارل شوه.

په دې اړه په کندهار هوايي ډګر کې مېشت د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو په قوماندانۍ کې پراخه غونډه جوړه شوې وه، چې په کې د کندهار، اروزګان او زابل واليانو، کورنيو او بهرنيو امنيتي او نظامي مسوولينو برخه اخيستې وه.

تر غونډې وروسته چارواکو د يوه خبري کنفرانس له لارې خبريالانو ته معلومات ورکړل، چې په کې د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا، د اروزګان والي اميرمحمد اخندزاده، د زابل مرستيال والي محمدجان رسوليار، د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندان جنرال عبدالحميد حميد، د ملي پوليسو د ٤٠٤ ميوند زون قوماندان جنرال سالم احساس په کې ګډون کړى و.

په سوېل کې د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندان تورن جنرال عبدالحميد حميد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې مخکې په دې حوزه کې د ټولو عملياتو پلان ګزاري د ايساف ځواکونو له خوا کېده، خو اوس دغه مشري افغان ځواکونو ته وسپارل شوه.

هغه زياته کړه: ((تر دې وړاندې د ټولو پوځي عملياتو پلان او قومانده د ايساف په لاس کې وه، هغوى به موږ ته لارښوونه کوله، چې د عملياتو پر مهال کومې دندې ترسره کړو، خو دغه قومانده افغان ځواکونو ته وسپارل شوه، اوس دا زموږ مسووليت دى، چې چېرې عمليات کوو او د اړتيا پر مهال له ايساف څخه څه ډول مرسته غواړو.))

د نوموړي په وينا، د عملياتو له قوماندې سپارلو سره به هغه ستونزې هم له منځه ولاړې شي، چې مخکې به د شپنيو عملياتو پر مهال له خلکو سره پېښېدلې.

دى وايي: ((د ډېرو مهمو هدفونو لپاره به د شپې عمليات دوام ولري، دغه عمليات به هم افغان ځواکونه پلانوي او د دوى د ځانګړو ځواکونو له خوا به ترسره کېږي.))

حميد ډاډ ورکړ، افغان ځواکونه به د عملياتو مشري په داسې توګه ترسره کړي، چې د خلکو دود او دستور ته به په کې درناوى کېږي.

نوموړي که څه هم ومنله، چې د هر کار په پيل کې ځينې ننګونې او ستونزې وي، خو ويې ويل، چې افغان ځواکونو په تېرو پنځو او شپږو مياشتو کې د ځانګړو عملياتو پر مهال ځانونه ښه ازمويلي دي.

د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا خوښي وښوده، چې بالاخره د پوځي عملياتو واک افغان ځواکونو ته وسپارل شو.

د نوموړي په وينا، دا د ټول افغانستان او په ځانګړې توګه د سوېلې حوزې د ولايتونو د اوسېدونکو لپاره تاريخي او نه هېردونکې ورځ ده.

د نوموړي په وينا، په راتلونکي کې به ټول امنيتي مسايل د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو د قوماندانۍ پر غاړه وي او د هغوى له لوري به په ښه توګه ترسره کېږي.

د اروزګان والي اميرمحمد اخندزاده وويل، دا د بهرنيو ځواکونو د ښې رهبرۍ او همکارۍ پايله وه، چې نن افغان ځواکونه د دې جوګه شول، چې د عملياتو واک په خپل لاس کې اخلي.

د زابل ولايت مرستيال محمدجان رسوليار هم افغان ځواکونو ته د عملياتو د واک سپارل يوه لويه لاسته راوړنه وبلله او ويې ويل، چې دغه اقدام به د امنيت او ثبات په برخه کې ښې پايلې ولري.

په کندهار کې د ملي پوليسو د ٤٠٤ ميوند زون قوماندان جنرال سالم احساس وويل، چې ملي پوليس به په همغږۍ او په ګډه خپلې دندې له ملي اردو سره يو ځاى تنظيموي او په هغو ځايونو کې چې يوازې پوليس شتون لري، خپلې دندې په ښه توګه ترسره کړي.

د ايساف ځواکونو قوماندان ډګر جنرال جېمز هاګنز ډاډ ورکړ، چې ځواکونه به يې په هر حالت کې له افغان ځواکونو سره پوره پوره مرسته کوي.

په سوېل کې د عملياتو قومانده داسې مهال له ايساف ځواکونو افغان هغو ته سپارل کېږي، چې دغو ځوکونو په ژېړۍ، پنجوايي او ميوندو ولسواليو کې د څلورم کلک هوډ په نوم عمليات پيل کړي، چې مشري يې يوازې د افغان ځواکونو پر غاړه ده.

ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې د واک د لېږد د پروسې له لارې د کندهار ښار، ډنډ، دامان او ارغنداب ولسواليو واک هم له بهرنيو ځواکونو افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

Views: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version