ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سوېل زون کې د شفق ٢ عملياتو پيل شول

22 Nov 2016 - 18:46
22 Nov 2016 - 18:46

کندهار(پژواک، ٢ ليندۍ ٩٥): په سوېل کې د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندان  په دې زون کې د شفق ٢ عملياتو د پيل خبر ورکړ او ويې ويل چې هلته  د (شفق يو)  عمليات د وسله والو لپاره ځپونکي وو.

په کندهار کې د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندان تورن جنرال داود شاه وفادار له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل، د شفق ١ په نوم عمليات چې په سوېلي زون کې د لمريز کال له پيله شروع شوي وو، په برياليتوب پاى ته ورسېدل.

هغه زياته کړه، د دغو عملياتو ډېر تمرکز په اروزګان ولايت کې و، هلته چې وسله والو غوښتل دغه ولايت سقوط کړي.

د ده په خبره، سږ کال وسله والو مخالفينو له خپل ټول زور څخه کار واخيست او غوښتل يې د اروزګان په ګډون يو شمېر ولايتونه ونيسي خو امنيتي ځواکونه يې  پر وړاندې ودرېدل او هغوى يې خپلو دغو موخو رسېدو ته پرې نه ښودل.

نوموړي يادونه وکړه چې شفق ١ عمليات په داسې حال کې پاى ته رسېږي چې په ترڅ کې يې وسله وال وځپل شول او درنه مرګ ژوبله ور واوښته.

ده وويل، په دغو عملياتو کې ٢١٣٨ وسله وال وژل شوي، ١١٨١ تنه ټپيان شوي او ١٠٧ تنه مشکوک وګړي نيول شوي چې له دې ډلې ٢٩ يې له دوى سره بنديان دي.

هغه دغه راز زياته کړه چې د دغو عملياتو په لړ کې ٢٠١٥ ماينونه کشف او له منځه وړل شوي او دغه راز د وسله والو لسګونه ميلې وسلې، پيکا ماشيندار، ٨٢ ملي متره توپونه، دهشکې، دوربينونه او تر ١٠٠ ډېر موټرسايکلونه د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

خو نوموړي په دغو عملياتو کې امنيتي ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې او زيانونو په اړه معلومات ور نه کړل، په داسې حال کې چې د وسله والو په بريدونو کې امنيتي ځواکونو ته هم وخت په وخت مرګ ژوبله اوښتې ده.

وفادار د دغو عملياتو په لړ کې د ٢٠٥ اتل قول اردو اړوند د هوايي لوا رول ډېر مهم وګاڼه او ويې ويل چې په دې موده کې يې ٣٩١ هوايي بريدونه کړي چې د وسله والو لپاره ډېر مرګوني وو.

نوموړي له دغو عملياتو وروسته د شفق ٢ په نوم د ژمنيو عملياتو د پيل خبر ورکړ او ويې ويل، اوس امنيتي ځواکونه له دفاعي حالته وتلي او د وسله والو پر مرکزونو او مورچلونو به تعرضي بريدونه کوي.

هغه په دې لړ کې د امنيتي ځواکونو د اکمال او تجهيز يادونه وکړه چې دغه چارې د ژمي تر رارسېدو وړاندې بشپړې شوي.

د ملي اردو دغه قومندان وويل چې ډېر ژر به د ٢٠٥ اتل قول اردو د هوايي ځواک لوا نوې چورلکې تر لاسه کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version