ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل ښار کې د تېلو بيه لوړه او د سرو زرو لوېدلې ده

8 Mar 2012 - 11:58
8 Mar 2012 - 11:58

کابل ښار (پژواک ١٨ کب ٩٠): په کابل ښار کې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د سرو زرو بيه لوېدلې او د تېلو لوړ شوې ده، خو د نورو لومړنيو توکو بيې پر خپل ځاى پاتې دي.

د کابل ښار د مريم لېسې بازار د سرو زرو يوه پلورونکي عبدالبصير پژواک ته وويل، چې د يوه ګرام عربي سرو زرو بيه له ٢٤٠٠ څخه ٢٢٥٠ افغانيو او د يوه ګرام ايراني سرو زرو بيه له ٢٠٠٠ افغانيو څخه ١٨٥٠ افغانيو ته لوېدلې ده.

نوموړي وويل، چې د کابل ښار په بازارونو کې د سرو زرو بيه په نړيوالو بازارونو کې د سرو زرو په بيې پورې تړلې ده.

د تايمني د تېلو ټانک يو کارکوونکى محمدصديق وايي، چې نن يو لېتر ډېزل په ٦٤ افغانۍ او پټرول په ٦٣ افغانۍ پلوري.

هغه وويل، چې تېره پنجشنبې يو لېتر ډېزل په ٦٢ او پټرول يې په ٦٠ افغانۍ پلورل.

محمد صديق وويل، چې د تېلو د بيې د لوړېدو د لامل په اړه معلومات نه لري.

د کابل ښار د خوراکي توکو د سوداګرو رييس فضل الرحمن وايي، چې نن د تېرې پنجشنبې په څېر د يوې ٥٠ کيلويي برازيلۍ بورې عمده بيه ١٨٥٠افغانۍ، د يوې پنځوس کيلويي پاکستانۍ بورۍ وړو بيه ٩٨٠ افغانۍ او د يوې ٥٠ کيلويي لومړۍ درجې پاکستانۍ سېله وريجو بيه ٢٥٠٠ افغانۍ ده.

د هغه په وينا، نن د تېرې پنجشنبې په څېر يو پيپ ٥ کيلويي سپين غر غوړي په ٤١٠ افغانۍ، يو کيلو تور افريقايي چاى په ١٩٠ افغانۍ او يو کيلو شين اندونيزيايي چاى په ١٦٠ افغانۍ پلوري.

د کابل ښار د قلعه فتح الله د څلورم سړک يو هټۍ وال سمسور وايي، چې په پرچون ډول يوه ٥٠ کيلويي بورۍ لومړۍ درجه سېله وريجې په ٢٧٥٠ افغانۍ او يوه ٥٠ کيلويي بورۍ برازيلۍ بوره پر ٢١٠٠ افغانيو پلوري.

هغه زياته کړه، چې يوه ٥٠ کيلويي بورۍ پاکستاني وړه په ١١٠٠ افغانۍ، يو پيپ ٥ کيلويي سپين غر غوړي په ٤٥٠ افغانۍ، يو کيلو افريقايي تور چاى په ٢٠٠ افغانۍ او يو کيلو شين اندونيزيايي چاى په ١٩٠ افغانۍ پلوري.

د سون توکو بيه هم پر خپل ځاى پاتې ده.

د تايمني پروژې د پنځم سړک د ګاز يوه پلورنکي عبدالله وويل، چې نن هم د تېرې پنجشنبې په څېر يو کيلو اوبلن ګاز په ٥٥ افغانۍ پلوري.

د کابل د شهزاده سراى يوه سراف عبيد د معلوماتو له مخې، نن د يوه امريکايي ډالر د اخيستو بيه ٤٩،٤٥ افغانۍ او د زر پاکستانۍ کلدارو بيه ٥٤٧ افغانۍ ده.

تېره پنجشنبې د يوه امريکايي ډالر د اخيستو بيه ٤٩،٣٠ افغانۍ او د زر پاکستانۍ کلدارو بيه ٥٤٥ افغانۍ وه.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version