ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بهرنيو سرتېرو په پنجوايي کې ٢١ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده

11 Mar 2012 - 20:37
11 Mar 2012 - 20:37

کندهارښار(پژواک٢١کب٩٠):د کندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ د زنګ اباد سيمې د نجيبيانو او الکوزو د کليو اوسېدونکي وايي، چې بهرني ځواکونه تېره نېمه شپه دريو کورونو ته ورغلي د ښځو او ماشومانو په ګډون يې ١٦ تنه وژلي او ٥ تنه نور يې ټپيان کړي دي.

 د سرحداتو وزير او د سوېل لپاره د امنيتي چارو همغږى کوونکى اسدالله خالد، د پنجوايي ولسوالۍ قومي مشر او د ولايتي شورا غړى حاجي اغا لالى دستګيري د ملي اردو، پوليسو او نورو اړوندو ارګانو له يوه پلاوي سره دغې ولسوالۍ ته سفر وکړ او د پېښې سيمې يې له نيژدې وکتلې.

 د پنجوايي ولسوالۍ د زنګ اباد د سيمې سلګونه اوسېدونکي، چې د وژل شويو کسانو جسدونه يې په موټرو کې راوړي وو، سخت غوصه او ډېرو يې پر يادې شوې پېښې د غم اوښکې تويولې، د بهرنيو ځواکونو او ملي اردو د هغه ګډ بېس مخې ته راغونډ شوي وو، چې سرتېرو يې د شپې پر کورونو عمليات کړي وو.

 د حاجي حبيب الله په نوم د نجيبيانو کلي يوه اوسېدونکي د دې پېښې په اړه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې بهرني سرتېري د نجيبيانو کلي دوو کورونو او د الکوزو کلي يوه کور ته ورغلي، پر ښځو او ماشومانو يې ډزې کړې دي.

 هغه زياته کړه: ((بهرنيانو د نجيبيانو د کلي د يوه کور ١١ تنه وژلي، چې د يوه ځوان هلک په ګډون ټول مېرمنې او ماشومان دي.))

 د نوموړي په وينا، بهرنيو سرتېرو دغه يوولس تنه تر وژلو وروسته په يوه کوټه کې سره را يو ځاى کړي، برسېره يې ورباندې جامې، کمپلې او نور ايښي او اور يې ورته اچولى دى.

 دغه سپين ږيري، چې د وژل شويو په مرميو لګېدلي او سوځېدلي جسدونه يې خبريالانو او ورغلي پلاوي ته وښودل وويل، چې په دغه شپه د کور خاوند چې وزير نومېږي سپين بولدک ولسوالۍ ته تللى وو او په کور يې له ماشومانو او مېرمنو پرته بل څوک نه وو.

 د نظر محمد په نوم د همدې کلي يوه بل اوسېدونکي وويل، چې هغه په خپله په کندهار  ښار کې اوسېږي، خو د لعل محمد په نوم يې يو ورور د خپلې کورنۍ سره يو ځاى د همدې کلي په يوه کور کې ژوند کوي.

 هغه زياته کړه: ((بهرنيو سرتېرو زما د ورور لعل محمد کور ته ننوتلي، هغه چې له خپلو ماشومانو سره يو ځاى ويده و، له خوبه ويښ کړى او د خپلې کوټې په دروازه کې يې وژلى، مړى يې دا دى موږ په موټر کې راوړى دى.))

 دى وايي، سهار مهال يې ګاونډيانو خبر ورکړ، چې بهرنيانو يې ورور وژلى دى.

 د سيد جان په نوم د الکوزو د کلي اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل، چې هغه په خپله باغوان دى او تېره ورځ مازديګر مهال په يوه کار پسې کندهار ښار ته تللى و او کور يې خپلو ماشومانو ته پرې ايښى و.

 هغه زياته کړه: ((خارجيان نيمه شپه زموږ کور ته راغلي وو، زما مېرمن، ورور، خوريي او زما د ماما زوى، چې له ښار څخه مېلمه راغلى و، ټول په خواږه خوب په خپلو تلتکانو کې پراته وو، ټول يې وژلي دي، او دوه نور يې ټپيان کړي دي.))

 نوموړي، چې په ډېر درد يې له خبريالانو سره خبرې کولې وويل، کله چې بهرني سرتېري د هغوى کورته ورغلي، نو مېرمنې يې له ډېرې وېرې د ابراهيم په نوم د هغوى د ګاونډي په کور کې د پټېدو هڅه کوله، چې بهرنيان ورپسې ورغلي او همالته يې وژلې ده.

 د سيمې اوسېدونکو ورغلي پلاوي او خبريالانو ته د نجيبيانو د کلي د هغه کور کوټه هم وښودله، چې ١١ تنه پکې تر وژلو وروسته اېښودل شوي او بيا اور ورته اچول شوى و، چې د وينو د نښو تر څنګ د اور ايرې هم له ورايه پکې ښکارېدلې.

 که څه هم د ايساف مطبوعاتي دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، هغه امريکايى سرتېرى يې نيولى، چې په کندهار ولايت کې يې پر يو شمېر ملکي افغانانو ډزې کړې او هغوى ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

 په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ايساف يو امريکايى سرتېرى له خپل مرکز څخه راوتلى او پر عامو وګړو يې ډزې کړي دي.

 خو د سيمې اوسېدونکي دا وژنې د يوه سرتېري کار نه ګڼي او وايي، چې تېره شپه يې د الوتکو، چاودنې او ډزو غږونه اورېدلي دي.

 د همدې کلي يو اوسېدونکي محمد صادق پژواک اژانس ته وويل، چې هغوى د شپې له پلوه آن له خپلو کوټو څخه هم د راوتو اجازه نه لري، نو ځکه نه شي ويلى چې څو تنه بهرنيان به دغو کورونو ته ورغلي وي.

 دى وايي: ((د شپې د چاودنې غږ واورېد، وروسته مې د الوتکو غږ تر غوږ شو او دغه راز د ډزو غږونه مې هم واورېدل، خوا دا معلومات را ته ونه شو، چې هغوى څومره کسان راغلي ول، ځکه د کلي خلکو ته هم مخالفينو او هم بهرنيو ځواکونو د نه راوتو امر کړى دى.))

 د سيمې اوسېدونکي له ورغلو چارواکو غوښتنه کوله، چې د دغه راز پېښو مخه ونيسي او نور ترې هيڅ راز مرسته نه غواړي.

 د سرحداتو وزير او د سوېل د امنيتي چارو مسوول اسدالله خالد د قربانيانو له کورنيو سره د خبرو پر مهال وويل، چې د ولسشمر په حکم راغلى او د دې پېښې څېړنه کوي.

 هغه وويل: ((له بهرنيانو سره يې په دې اړه اړيکه نيولې او هغوى ورته ويلي، چې د هغوى يو سرتېرى لېونى شوى و.))

 نوموړي د قربانيانو له کورنيو سره غمشريکي وکړه او ژمنه يې وکړه، چې د پېښې په اړه به پلټنې کوي او عاملين به يې تر محاکمې رسوي.

 هغه د پېښې د ټپيانو په اړه وويل، چې پنځه تنه ټپيان د ايساف ځواکونو له خوا د کندهار د هوايي ډګر نظامي روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې ښه ښودل شوى دى.

 خالد له خبريالانو سره د خبرو پر مهال وويل، چې بهرنيو سرتېرو د پنجوايي ولسوالۍ د زنګ اباد د نجيبيانو او الکوزو کليو په دريو کورونو کې ١٦ تنه ملکى وګړي وژلي او ٥ نور يې ټپيان کړي دي.

 هغه وويل، څېړنې يې په لومړي پړاو کې دي او دمګړى د پېښې په اړه نور جزيات نه شي ورکولى.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version