ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پنجوايي قومي مشران: امريکايي سرتېرو پر دوو مېرمنو جنسي تېرى نه دى کړى

18 Mar 2012 - 20:11
18 Mar 2012 - 20:11

کندهار ښار (پژواک٢٨کب٩٠): د کندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ قومي مشران دا نه مني، چې ګواکې امريکايي سرتېرو دې په زنګ اباد کې ٢١ ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې اړولو پر مهال پر دوو مېرمنو جنسي تېرى هم کړى وي.

 قومي مشرانو او د زيانمنو شويو کورنيو غړو د دغه تور پر وړاندې توند غبرګون وښود، دا يې يوه بې بنسټه ادعا وګڼله او ويې ويل، چې په دې توګه د هغوى د شهيدانو د حرمت سپکاوى شوى دى.

 د تېرې يکشنبې په شپه، امريکايي ځواکونو د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ د زنګ اباد سيمې د الکوزو او نجيبيانو د کليو پر درېيو کورونو بريدونه وکړل، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون يې ١٦ عام وګړي ووژل او پنځه نور يې ټپيان کړل.

 د پنجوايي ولسوالۍ د زنګ اباد سيمې د زيانمنو شويو کورنيو شاوخوا دېرش تنه غړي او قومي مشران، چې د همدې موضوع د څېړلو په موخه له ولسمشر سره د ليدلو لپاره کابل ته تللي وو، نن بېرته کندهار ولايت ته راستانه شول او په کندهار هوايي ډګر کې يې خبريالانو ته معلومات ورکړل.

 دغو کسانو وويل، چې له ولسمشر سره يې د زنګ اباد د پېښې په اړه تفصيلي خبرې کړې او هغه ورسره ژمنه کړې، چې د پېښې د عاملينو په محاکمه کولو لپاره به له خپل ټول توان څخه کار اخلي.

 هغوى د ولسي جرګې د هغو غړو په څرګندونو سخت خپګان څرګند کړ، چې ويلي يې وو، امريکايي ځواکونو د ١٦ ملکي وګړو د وژلو تر څنګ پر دوو ښځو جنسي تېرى هم کړى دى.

 د ولسي جرګې پلاوي، چې له حکومتي پلاوي سره په ګډه يې دغه پېښه څېړلې، تېره ورځ يې د جرګې عمومي غونډې ته خپل راپور وړاندې کړ، د ولسي جرګې د ياد شوي پلاوي غړي او په جرګه کې د کندهار د خلکو استازي حميدزي لالي وويل، د دوى څېړنې ښيي، چې يوې ډلې امريکايانو پر يادو ملکي کسانو تر وسلوال بريد مخکې هلته پر دوو ښځو جنسي تېرى هم کړى دى.

 د ياد پلاوي غړې او په جرګه کې د کندهار استازې شکېبا هاشمي هم وويل، چې په دې پېښه کې امريکايانو (بې ناموسي) اړولې ده.

 خو د پنجوايي د پېښې د زيانمنو شويو کورنيو غړو او د سيمې قومي مشرانو دا تور په کلکله رد کړ او ويې ويل، چې هغوى سل تنه نور له لاسه ورکولى شي، خو دا تور نه شي زغملى.

 د پنجوايي د زنګ اباد د سيمې قومي مشر سيد محمد عظيم اغا پژواک خبري اژانس ته وويل: ((چا چې دغه ډول بې بنسټه تور لګولى، زموږ د شهيدانو حرمت او عظمت ته يې سپکاوى کړى او دغسې بد انسانان بايد مجازات شي.))

 هغه زياته کړه، په زنګ اباد کې د ١٦ تنو د وژل کېدو او ٥ تنو له ټپي کېدو څخه پرته هيڅ بله کومه دغسې پېښه نه رامنځ ته شوې او نه هم چا ليدلې ده.

 نوموړى وايي: ((موږ د سيمې اوسېدونکي يو، په دې اړه د ولسي جرګې پلاوي ته نه چا څه ويلي او نه داسې کومه موضوع رامنځ ته شوې ده، دا خبره هېڅ حقيقت نه لري.))

 د ده په خبره، د سيمې اوسېدونکي او د زيانمنو شويو کورنيو غړي دغه بې بنسټه تور سخت خپه کړي دي.

 د حاجي خان اکا په نوم يوه بل قومي مشر هم په سختو ټکو د جنسي تېري موضوع رد کړه او ويې ويل، چې دغه ادعا نه د سيمې اوسېدونکي کوي او نه يې هم هغه کورنۍ کوي، چې دغه لوى غم ورته رسېدلى دى.

 هغه دغه تور د ټول هېواد او پښتنو بدنامي ګڼي او وايي، چې د ولسي جرګې غړو بايد په دې اړه تر څه ويلو مخکې دغه خبره له هغوى سره شريکه کړې واى.

 نوموړي زياته کړه: ((دغه تور د سياسي هدفونو د تر لاسه کولو لپاره لګول شوى، تر څو له دې لارې هېواد له ستونزو سره مخ شي، خلک، حکومت او نړۍ په شر سره واچول شي.))

 د زنګ اباد د نجيبيانو د کلي اوسېدونکى ملاباران، چې په پېښه کې يې د محمد داوود په نوم خپل ورور له لاسه ورکړى، هم دغه ادعا بې بنسټه ګڼي.

 هغه وويل: ((زما ورور محمد داوود له خپلې تورسرې او شپږو بچيانو سره په خپل کور کې ويده و، چې د امريکايانو له خوا په هماغه شپه د دوو او درېيو بجو تر منځ د خپلې کوټې په دروازه کې ووژل شو؛ ورېندارې مې ما ته د ټولې شپې کيسه وکړه، چې امريکايان په څومره وحشت د هغوى کور ته ننوتل او د هغې خاوند يې وواژه.))

 د نوموړي په وينا، وريندارې يې په ژړا او فرياد خپل ماشومان له مرګه ژغورلي وو، په داسې حال کې، چې امريکايي سرتېرو يې د خپلو ټوپکونو شپېلۍ د هغې د ماشومانو پر لورې نيولې وې.

 ده وويل: ((د جنسي تېري موضوع هېڅ نه ده پېښه شوې، موږ دا په کلکه ردوو، هر چا چې دا خبره کړې ډېره لويه بې غيرتي يې کړې ده.))

 قومي مشرانو د خپلو دغو څرګندونو تر څنګ يو ځل بيا ټينګار کاوه، چې د پېښې عاملين دې يې په افغانستان کې دننه محاکمه شي او که داسې و نه شي، نو هغوى به په خپله خپل غچ واخلي.

 د حاجي خان اکا په نوم قومي مشر په دې اړه پژواک اژنس ته وويل: ((ولسمشر موږ ته زموږ د غوښتنو د پوره کولو ډاډ راکړى دى، خو که چېرې مو غوښتنې و نه منل شوې، نو بيا خپل تصميم په خپله نيسو.))

 هغه دا هم وويل، چې له ولسمشره يې له زنګ اباد څخه د بهرنيو سرتېرو د ويستلو غوښتنه هم کړې ده، ځکه هغوى يې تر دومره لوى ناورين وروسته دغلته شتون نه شي زغملى.

 د امريکا دفاع وزارت په وار وار د پنجوايي په پېښه کې د خپل يوه سرتېري د ښکېلتيا خبره کړې، چې په دې وروستيو کې يې د هغه په اړه معلومات په ډاګه کړل.

 د دفاع وزارت يوې سرچينې،چې د نوم له ښودلو يې ډډه کړې، د کب په ٢٧مه، په واشنګټن کې رسنيو ته ويلي، چې دغه سرتېرى رابرټ بېلز نومېږي او ٣٨ کلن دى.

 سرچينې زياته کړې، چې نوموړي له دې مخکې دوه ځلې په عراق کې پوځي دنده ترسره کړې او په دې وروستيو کې افغانستان ته لېږل شوى و.

 امريکايي رسنيو ويلي، چې د تېرې يکشنبې په ورځ د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د ١٦ عامو افغانانو له وژلو وروسته په پټه توګه دغه سرتېرى لومړى کويټ او بيا له دغه ځايه د امريکا د کنساس هوايي ډګر ته لېږدول شوى او تر څارنې لاندې دى.

 ياد سرتېرى په داسې حال کې امريکا ته لېږدول شوى، چې د افغانستان ملي شورا او د کندهار ولايت ځايي چارواکو او اوسېدونکو غوښتنه کړې وه، چې ياد سرتېرى دې په افغانستان کې محاکمه شي.

 امريکايي رسنيو ويلي، چې د تېرې يکشنبې په ورځ د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د ١٦ عامو افغانانو له وژلو وروسته په پټه توګه دغه سرتېرى لومړى کويټ او بيا له دغه ځايه د امريکا د کنساس هوايي ډګر ته لېږدول شوى او تر څارنې لاندې دى.

Views: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version