کابل (پژواک ٢٧ کب ٩٠): د کندهار د پېښې د څېړلو لپاره د ولسي جرګې ټاکل شوى پلاوى وايي، امريکايي ځواکونو په دغه ولايت کې د ١٦ملکي وګړو د وژلو ترڅنګ پر دوو ښځو جنسي تېرى هم کړى دى.
تېره اونۍ د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ د زنګ اباد په سيمه کې امريکايي ځواکونو د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٦ ملکي وګړي په خپلو کورونو کې ووژل او پنځه نور يې ټپيان کړل.
د ولسي جرګې پلاوي، چې له حکومتي پلاوي سره په ګډه يې دغه پېښه څېړلې، نن د جرګې عمومي غونډې ته خپل راپور وړاندې کړ.
د ولسي جرګې د ياد شوي پلاوي غړي او په جرګه کې د کندهار د خلکو استازي حميدزي لالي وويل، د دوى څېړنې ښيي، چې يوې ډلې امريکايانو پر يادو ملکي کسانو تر وسلوال بريد مخکې هلته پر دوو ښځو جنسي تېرى هم کړى دى.
د ياد پلاوي غړې او په جرګه کې د کندهار استازې شکېبا هاشمي هم وويل،چې په دې پېښه کې امريکايانو (بې ناموسي) اړولې ده.
امريکايي چارواکو ويلي، چې دغه بريد د دوى يوه سرتېري کړى دى.
خو شکېبا هاشمي وايي، د پلاوي څېړنې ښيي، چې يادو ٢١ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله د شپې په شاوخوا دوو بجو له ١٥ تر شلو امريکايي پوځيانو اړولې ده.
د دې په وينا، پر يادو بې ګناه کسانو د بريد پر مهال په هوا کې الوتکې هم ليدل شوې دي.
د شکېبا د څرګندونو له مخې، د زنګ اباد د سيمې خلکو ياد شوي پلاوي ته ويلي، چې تر ياد بريد څو ورځې مخکې په دې سيمه کې پر امريکايي ځواکونو چاودنه وشوه.
سرچينه د سيمې د خلکو له خولې وايي، چې تر چاودنې وروسته امريکايي ځواکونو خلکو ته ګواښ کړى و، چې د دې چاودنې غچ به اخلي.
ولسي جرګې د امريکايي ځواکونو بريد په کلکه غندلى او عاملينو ته يې د علني محاکمې غوښتنه کړې ده.
امريکايي چارواکو ويلي، هغه سرتېري ته به سزا ورکړي، چې په پنجوايي کې يې پر ملکي کسانو بريد کړى دى.
د خپرو شوو راپورونو له مخې، دغه امريکايى سرتېرى امريکايي ځواکونو نيولى، لومړى کويټ او بيا امريکا ته لېږدول شوى دى.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن