جلال اباد (پژواک ٢٣ کب ٩٠): د ننګرهار پوهنتون زرګونو محصلينو د پنجوايي پېښې د عاملينو د علني محاکمې او د دې پېښې د غچ اخيستو غوښتنه وکړه.
د تېرې شنبې په ورځ امريکايي ځواکونه د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې پر څو کورونو بريدونه وکړل، چې په کې د ښځو او ماشومانو په ګډون يې ١٦ عام وګړي و وژل او پنځه نور يې ټپيان کړل.
د ننګرهار پوهنتون زرګونو محصلينو نن (د کب ٢٣مه) د يادې پېښې په غبرګون لاريون وکړ او د کابل-جلال اباد لويه لاره يې په درونټه کې د يوه ساعت لپاره د ترافيکو پر مخ تړلې وه.
لاريون کوونکو د (مړه دې وي امريکا، مرګ پر اوباما، مرګ پر بهرنيو ځواکونو، ژوندي دې وي مجاهدين ) شعارونه ورکول.
لاريون کوونکو محصلينو دغه راز له خلکو د بهرنيو ځواکونو پر ضد د وسلوال پاڅون او د پنجوايي د پېښې عاملينو ته د مرګ د سزا غوښتنه کوله.
د انجنيري پوهنځي محصل عمران الله کاکړ پژواک اژانس ته وويل، دغه لومړى ځل نه دى چې امريکايي سرتېري بې ګناه افغانان وژني.
هغه زياته کړه، چې دوى د افغانانو د وژلو ترڅنګ ديني مقدساتو هم سپکاوى کوي او د افغانانو د صبر کاسه نوره ډکه شوې ده.
نوموړي زياته کړه، چې په دغه لاريون کې شاوخوا څلور زره محصلينو ګډون کړى وو او په سوله ييز ډول يې پاى ته ورساوه.
د لاريون په ترڅ کې لاريون کوونکو د امريکا د ولسمشر بارک اوباما جوړ شوي ګوډاګي او د صليب نښې ته ور ورکړ.
د لاريون په پاى کې د محصلينو له خوا يو پرېکړه ليک ولوستل شو، چې د پنجوايي ولسوالۍ پېښه په کې صليبي يرغل بلل شوى او دا پېښه يې په کلکه غندلې ده.
دغه راز په پرېکړه ليک کې په علني توګه د دې پېښې د عاملينو پر محاکمې ټينګار شوى او له خلکو او له هغه چا چې په پرېکړه ليک کې مجاهدين بلل شوي، د دې پېښې د غچ اخيستو غوښتنه شوې ده.
د محصلينو په پرېکړه ليک کې دغه راز د ننګرهار له چارواکو غوښتل شوي، چې د تېرو لاريونونو پر مهال بندي شوي محصلين دې خوشي کړي.
د پرېکړه ليک په وروستۍ ماده کې له هېواد څخه د بهرنيو ځواکونو د ژر تر ژره وتلو غوښتنه شوې ده.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر عبادالله تلوار پژوک اژانس ته وويل، چې دغه سوله ييز لاريون سهار نهه بجې پيل او په لس نيمو بجو پاى ته ورسېد.
هغه زياته کړه، چې پوليسو د لاريون کوونکو کلک امنيت نيولى و او هېڅ ډول پېښه نه ده رامنځته شوې.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن