ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په مزار شريف کې د نوروز جشن لپاره چمتووالى نيول شوى

14 Mar 2012 - 13:28
14 Mar 2012 - 13:28

مزارشريف (پژواک ٢٤ کب ٩٠): د بلخ ولايت چارواکي وايي، چې د نوي لمريز کال د نوروز د جشن لپاره يې چمتووالى نيولى دى او هيله څرګندوي، چې د نورو کلونو په پرتله به ډېر خلک په دغو مراسمو کې برخه واخلي.

د هر نوي كال د نوروز په جشن کې، چې د بلخ ولايت په مزارشريف کې د روضې د جنډې د اوچتولو او د ګل سرخ مېلې په نوم ياديږي، هر کال د نور کلونو په پرتله د ګډونوالو په شمېر كې زياتوالى راځي، كه سږ كال موسم مناسب وي، په لويو لارو کې اسانتياوې رامنځ ته شي، نو د نسبي امنيتي چارو له امله به د نوي (۱۳۹۱) كال په يادو مراسمو كې هم د تېرو كلونو په پرتله ډېر خلك ګډون وكړي.

 دغه څرګندونې د بلخ بېلابېلو چارواكو له پژواك خبري اژانس سره په ځانګړو مرکو کې وکړې.

 د هر كال د وري په لومړۍ نېټه، د بلخ په مركز (مزارشريف) كې د نوروز جشن د ځانګړو مراسمو په ترسره کولو نمانځل كېږي او په روضه شريفه كې د شاه ولايت مآب جنډه پورته کېږي.

 په دغو مراسمو كې د هېواد له بېلابېلو ولايتونو او له هېواده بهر په زرګونو خلک او دولتي چارواکي برخه اخلي.

 په داسې حال کې، چې نوي کال ته يواځې نږدې يوه اونۍ پاتې ده، د بلخ د اطلاعاتو او كلتور رييس صالح محمد خليق پژواک اژانس ته وويل، چې سږ كال به د خلكو شمېر د تېرو كلونو په پرتله زيات وي.

 د هغه په وينا، سږ كال د موسم د باراني پاتې كېدو له امله كه د مېلمنو په شمېر كې يو څه كموالى رانه شي؛ نور د دغه ولايت امنيتي حالت ښه دى او د خلكو په شمېر كې به زياتوالى راشي.

 ده وويل، چې هر كال د نوروز په جشن کې د ګډونوالو شمېر شاوخوا يو ميليون تنو ته رسېږي.

 د بلخ ولايت د والي وياند منير فرهاد بيا وايي، چې د تېر كال په مراسمو كې د مېلمنو شمېر شاوخوا ۱۵۰زره كسانو ته رسېده.

 نوموړي هم پژواك اژانس ته وويل، چې كه چېرې د سالنګ لارې ستونزمنې نه شي، راتلونكي جشن كې به د ګډونوالو په شمېر كې هم د پام وړ زياتوالى راشي.

 د مزارشريف اوسېدونكي وايي، چې دوى د نوروز جشن ته ځكه خوښ دي؛ چې د ډېرو افغانانو ګډون ورته ملي رنګ وركوي.

 د بلخ پوهنتون د ادبياتو پوهنځي محصل او د ښار د لومړۍ ناحيې اوسېدونكي محمدانور وويل، چې د تېرو جنګونو له امله د سياسي بدرنګيو له لارې د افغانانو تر منځ د بېلوالي څركونه پيدا كړي دي.

 نوموړي زياته كړه، چې په مزارشريف كې د نوروز نمانځنه يواځېنۍ هغه ميله ده، چې ټول افغانان په كې ګډون كوي او ملي احساس ژوندى کوي.

 د نوروز جشن د ښې نمانځنې په موخه هر كال د بلخ ولايت د مقام له خوا يو كمېسيون جوړېږي، چې نهه كمېټې لري.

 د بلخ د والي وياند منير فرهاد وويل، چې په دغه كمېسيون كې امنتيي، فرهنګي، د ښار د پاكوالي او سينګارولو، د بيو د څارنې او كنټرول، روغتيايي او نورې كمېټې شاملې دي، چې مشري يې د بلخ والي عطا محمد نور كوي.

 د بلخ د اطلاعاتو او كولتور رياست، د دغه جشن د فرهنګي چارو د سمبالښت مسووليت لري او د جشن د لا ښه نمانځلو په موخه يې چمتووالى نيولى دى.

 د بلخ د اطلاعاتو او كلتور رييس صالح محمد خليق وايي، دوى په پام كې لري، چې د روضې د جنډې درونې په مراسمو كې د ګډونوالو لپاره فرهنګي، هنري او ادبي پروګرامونه جوړ كړي.

 ده زياته كړه، چې د كب له ۲۹ مې، به د بلخ پوهنتون په تالار او نورو بېلابېلو ځايونو كې په وړيا توګه د جشن ګډونوال د بېلابېلو سندرغاړو له سندرو خوند واخلي.

 د هغه په وينا، په دغو پروګرامونو كې د هېواد د بېلابېلو ولايتونو پر سندرغاړو سربېره د تاجكستان، ازبكستان، هندوستان، امريكا متحده ايالات او ايران سندرغاړو ته هم بلنه وركړل شوې ده، چې هره ورځ به له سهاره تر شپې ناوخته پورې د موسيقۍ پروګرامونه د نوي كال د لومړۍ اونۍ تر پايه دوام ولري.

 خليق زياته کړه، چې د ځينو فرهنګي او ادبي ناستو ترڅنګ نندارتونونه هم په پام كې لري، چې د هېواد بېلابېل اديبان او شاعران او انځورګران به په كې ونډه اخلي او خپل هنري اثار به وړاندې كوي.

 نوموړي زياته كړه، چې لنډ هنري فلمونه، د فوټو ژورناليزم د تصويرونو نندارتون، د كتابونو نندراتون او د نوروزي خوړو نندارتونه به هم نندراې ته وړاندې شي.

 د بلخ د ښاروالۍ چارواكو هم، له څه مودې راهيسې د نوي كال د جشن لپاره د مزارشريف ښار د پاكوالي او د روضې د سينګارولو كار پيل كړى دى.

 د دغې ښاروالۍ تنظيف مدير عطاالله ضيايي پژواک اژانس ته وويل، چې د كب مياشتې له ۱۵مې يې د پاكونې ډلې د ښار په پاکولو بوختې دي.

 هغه زياته كړه، چې د هر نوي كال د كب په ۲۸ مه، د ښاروالۍ له خوا د ښار د پاكوالي لپاره حشر نيول كېږي، چې په كې د ښاروالۍ د بېلابېلو ادارو د كاركوونكو ترڅنګ عام وګړي هم په افتخاري ډول برخه واخلي.

 د مزارشريف ځيني اوسېدونكي د نوي كال د جشن لپاره د ښار په پاكوالي خوښ دي، خو غوښتنه كوي، چې بايد په عادي وختونو كې هم د پاكوالي دغه لړۍ روانه وي.

 د مزارشريف ښار د درېيمې ناحيې اوسېدونكي محمدبشير پژواك ته وويل، چې رښتيا هم د نوروز په شپو ورځو كې د مزار ښار ښه پاكېږي.

 د هغه په وينا، كه چېرې د ښاروالۍ چارواکي دغه پاكوالۍ هر وخت همداسې وساتي، نو د ښار د پاك ساتلو هنر به په خلكو كې ژوندى شي.

 خو د مزار ښاروال يونس مقيم پژواک اژانس وويل، چې دوى د كال په اوږدو كې هم د پاكوالي چارې روانې ساتي؛ خو په ځانګړو ورځو كې بايد پاكوالى هم ځانګړى رنګ ولري.

 د نوروز د نمانځنې په موخه د حضرت علي كرم الله وجهه روضه هم په ځانګړې توګه سينګارېږي.

 د مزار ښاروال د روضې د سينګارولو په هكله وويل، چې په راتلونكو څو ورځو كې به د روضې په سينګار باندې كار پيل شي.

 د نوموړي په وينا، ټوله روضه به د برېښنا پر وړو وړو ګروپونو وپوښل شي او د روضې د شاوخوا سړكونو څلورلارو كې به هم همدا شان ګروپونه وځړول شي.

 هغه وايي، چې دغه ګروپونه د شپې له خوا روضه او شاوخوا سيمه يې روښانه ساتي، چې د جشن په شپو كې ښار ته يوه ځانګړې ښكلا ورکوي.

 مقيم زياته کړه، چې د كب له لومړۍ نېټې يې د مزارشريف د ټولو هوټلونو او مسافرخانو كتنه په دې موخه پيل كړې، چې هر هوټل او مسافرخانه د پاكوالي پام وساتي.

 په مزارشريف كې څه باندې شل د ښه معيار لرونکي هوټلونه او مسافرخانې شته، چې دا مهال په چمتوالي بوختې دي.

 روضې ته څېرمه د فردوسي هوټل او مسافرخانې چلوونكي محمد اسماعيل پژواك اژانس ته وويل، چې دوى هر كال د نوروز د جشن لپاره د هوټل د پاكوالي ترڅنګ د ښه ښكاره كېدو په موخه هوټل ته نوى رنګ هم وركوي.

 نوموړي زياته كړه، چې د كب له لومړيو ورځو يې د هوټل د پاكوالي او رنګولو چارې پيل كړې دي.

 د روضې د جنډې درونې مراسمو لپاره د ګډونوالو د امنيت په موخه د بلخ امنيتي چارواكي هم پر امنيتي چارو بوخت دي.

 د بلخ د امنيه قوماندانۍ چارواكي وايي، چې سږ كال يې هم د تېرو كلونو په څېر د نوي كال د جشن د نمانځلو په موخه ځانګړى امنيتي پلان د امنيت د ټينګښت لپاره جوړ او د عملي كېدو چارې يې روانې شوې دي، چې د دغه ولايت ټول امنيتي ارګانونه يې په پلي كېدو كې ورسره مرسته كوي.

 د بلخ د امنيه قوماندانۍ وياند شېرجان دراني پژواك اژانس ته وويل، چې له دوى سره ملي اردو، د شمال زون د پوليسو قوماندانۍ او ملي امنيت د امنيتي پلانونو په پلي كولو كې مرسته كوي.

 د ده په خبره، د جشن په ورځ د امنيت په موخه د روضې د دوه كيلومترۍ شاوخوا موټرو ته د ګرځېدو اجازه نشته.

 د هغه په وينا، د روضې د جنډې د پورته كېدو له مراسمو څخه وروسته به، موټرو ته په ياد شوي واټن كې د ګرځېدو اجازه وركړل شي.

 د امنيه قوماندانۍ وياند وويل، چې سږ كال هم د نورو كلونو په شان د نوي كال د جشن د امنيت د ټينګښت لپاره، د مزار-پلخمري او مزار- جوزجان پر لويو لارو او پر شاوخوا پرتو سيمو کې يې ځاى په ځاى نوې امنيتې پوستې جوړې كړې دي.

 نوموړي زياته كړه، چې په دې دواړو لويو لارو د کوچنيو امنيتي پوستو ترڅنګ په تاشقرغان تنګي، چشمه شفا، امام مقري پل او د بلخ ولسوالۍ په څلور لارې كې يې يوه – يوه ستره امنيتي پوسته جوړه کړې ده.

 د هغه په وينا، د امو سيند پر غاړو او د كندوز او مزار شريف ترمنځ پر دښته يې هم امنيتي پوستې جوړې كړې دي.

 درانى وايي، چې يادو پوستو د كب مياشتې له ۱۵مې نېټې راهيسې په امنيتي چارو پيل كړى او د دغو پوستو له لارې به وكړاى شي، چې ولايت ته د راننوتونكو هر ډول احتمالى ورانکاريو مخه ونيسي.

 نوموړي زياته کړه، چې د شمال له ډېرى امنيتي ادارو سره يې د نوي كال د جشن د امنيت د ټينګښت په موخه اړيكې نيولې دي.

 د هغه په وينا، له اوس څخه د مزارشريف ښار د كشفي ارګانونو تر پوښښ لاندې راغلى او امنيتي ګزمې پيل شوې دي.

 د جشن په ورځ د جنډې د مراسمو په زرګونو ګډونوال هڅه كوي، چې د جنډې درېدل له نږدې څخه وګوري، په دغه ګڼه ګوڼه كې د جنډې درېدو ته خلك ډېر وارخطا وي او ځينې يې په هر ه بيه چې وي، ځان د جنډې درونې ځاى ته رسوي.

 جنډه، د روضې د زيارت او د جومات ترمنځ په يوه اوسپنيزه چاردېوالۍ كې درول كېږي، هر کال د جنډې پورته کولو پر مهال د خلکو ډېره ګڼه ګوڼه وي، چې له امله يې هر كال په دغې ورځ يو شمېر نندارچيان ټپيان او بې هوشه كېږي.

 د بلخ د عامې روغتيا رييس او د نوروز د مراسمو لپاره په ټاکلي كمېسون کې د روغتيايي كمېټې مشر ډاكټر ميرويس ربيع پژواك اژانس ته وويل، چې تېر كال د جنډې اوچتولو په مراسمو كې لسګونه كسان ټپيان او بې هوشه شوي وو، خو په وينا يې، د راتلونکي نوي كال لپاره يې كلك روغتيايي پلانونه په پام كې دي.

 د ده په وينا، د كب مياشتې له ۲۵ مې نېټې څخه به د وري مياشتې تر درېيمې نېټې پورې د روضې په انګړ كې يو روغتيايي كمپ په كار پيل وكړي.

 د ربيع په خبره، دغه كمپ به په لسګونو ښځينه او نارينه ډاكټرانو، درملو او د معاينه كولو پر بېلا بېلو ماشينونو مجهز كړاى شوى وي، چې شپه او ورځ به په كار بوخت وي.

 نوموړي وويل، چې د كب له ٢٥مې د وري تر درېيمې نېټې پورې به، شپه او ورځ په مزارشريف كې ۸ امبولانسونه ګرځي، چې د ناڅاپي پېښو پرمهال له خلكو سره مرسته وكړي.

 د روغتيا رييس زياتوي، چې د جشن په ورځ او شپه به په ملكي روغتون كې سل چپركټونه د ناڅاپي پېښو لپاره چمتو كړاى شوي وي او په همدې شپو ورځو كې به د روغتون د نوكريوالانو شمېر هم دوه برابره زياته شي.

 نوموړى وايي، چې په عام وخت كې هره شپه په ملكي روغتون كې نږدې سل كسان په نوكريوالۍ بوخت وي.

 ډاكټر ربيع زياته كړه، چې د عامې روغتيا د ډاكټرانو يو ډله به د كب له شلمې د مزارشريف ښار د هوټلونو، مسافرخانو او حمامونو په كتنو كار پيل كړي.

 هر كال د روضې د جنډې اوچتولو په ځانګړي مراسم ترسره كېږي، چې د هېواد ځينې لوړ پوړي چارواكي هم په كې برخه اخلي.

 د بلخ د والي وياند منير فرهاد پژواك اژانس ته وويل، چې په مزارشريف كې د تېر كال د نوروز جشن كې د ولسمشر د دويم مرستيال كريم خليلي په ګډون يو لړ لوړپوړو دولتي چارواكو او په دغه ښار كې د بهرنيو هېوادونو قونسلرانو هم برخه اخيستې وه.

 خو زياته يې كړه، چې تراوسه څرګنده نه ده، چې د راتلونكي كال په دې مراسمو كې به كوم لوړپوړى چارواكى برخه واخلي.

 د نوي كال د نوروز جشن لپاره د بلخ ولايت د مقام لخوا د ځينو ګاونډيو هېوادونو د هم سرحده ولايتونو واليانو ته هم بلنه وركړل شوې ده.

 د والي وياند وويل، چې د بلخ ولايت د مقام لخوا د تاجكستان، ازبكستان، تركمنستان، پاكستان او ايران هم سرحده ولايتونو واليانو ته بلنه وركړل شوې ده، چې له افغانانو سره د نوروز په جشن او د روضې د جنډې درولو په مراسمو كې برخه واخلي.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version