ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني خلک د روغتيايي خدمتونو له کموالي سرټکوي

20 Mar 2012 - 11:57
20 Mar 2012 - 11:57

غزني ښار (پژواک د وري لومړۍ نېټه ٩١): د غزني د لرو پرتو ولسواليو اوسېدونکي د روغتيايي اسانتياوو له کموالي شکايت کوي او وايي، چې ډېر وخت يې ناروغان د غزني مرکز ته په لاره کې ساه ورکوي.

د غزني ولايت د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالمتين پژواک خبري اژانس ته وويل، چې روغتون له دوى څخه ډېر لرې دى او د سړک د خرابوالي له امله دوى نه شي کولاى، چې خپل ناروغان پر وخت روغتون ته ورسوي.

نوموړي زياته کړه، چې په ولسوالۍ کې يې روغتيايي اسانتياوې نه شته او اړ دي، چې خپل ناروغان غزني ښار ته ورسوي.

هغه زياتوي: ((لاره خرابه ده او په څو ساعتونو کې هم نه شو کولاى، چې ناروغان روغتون ته ورسوو او ‌ځينې وختونه په لاره کې ساه ورکوي.))

د سلطان په نوم د ده يك ولسوالۍ يوه بل اوسېدونكي وويل، چې دوه اونۍ مخکې يې مېرمن، چې د زېږون ستونزه يې درلودخ، روغتون ته په لاره کې ساه ورکړه.

د هغه په وينا، دا يوه بېلګه ده، ډېرۍ نورې داسې پېښې هم رامنځ ته شوې، چې ناروغانو په لاره کې ساه ورکړې ده.

د اندړو يوه ۳۰ كلن اوسېدونكي عبدالرحمن پژواك اژانس ته وويل، چې د دوى لويه ستونزه په دې ولسوالۍ کې د روغتيايي مركزونو نه شتوالى دى.

د ده په وينا، په ولسوالۍ كې يې يو روغتيايي كلينيك دى، چې هغه هم له دوى څخه په ډېر لرې واټن كي پروت دى او نه شي كولاى، چې خپل ناروغان په وخت سره ور ورسوي.

نوموړي هم وويل، چې زياتره ناروغان يې د روغتون د لرې والي له امله په لارو کې ساه ورکوي.

دغه راز د اندړو يوه اوسېدونكې فرشته، چې له خپلې مور سره د غزني ملكي روغتون ته راغلې، وايي چې د دوى په سيمه كې هېڅ روغتيايي مركز نه شته.

هغې پژواک اژانس ته وويل: ((ښار ته زموږ له كلي پوره دوه نيم ساعته لار ده، په دې وېرېدو چې مور مې په لاره كې مړه نه شي، كاشكې هلته يو كلينيك واى، اوس به له دومره ستونزو خلاص واى.))

د دې په خبره، د اندړو ولسوالۍ د چهار دېوال په سيمه كې يو روغتيايې مركز شته؛ خو هغه ډېر لرې دى او دوى له هغه کلينيک څخه د غزني مرکز ته ژر رسېږي.

د غزني د زنخان ولسوالۍ اوسېدونكى ښوونکى عبدالكريم، هم په دغې ولسوالۍ كې د روغتيايي ستونزو خبره كوي او وايي چې د دوى سيمې ته د دولت هېڅ پام نه شته.

هغه وويل: ((يوكلينيك شته، خو ډاكټر او دارو درمل په كې نه شته او تر دې چې د دې كلينيك دېوالونه هم د نړېدو په حال كې دي.))

نوموړي وويل، چې څو ځلې يې دغه ستونزه د غزني د عامې روغتيا رياست له چارواکو سره شريکه کړې ده؛ خو يواځې ژمنې کوي او عمل نه شته.

د غزني د عامې روغتيا چارو رييس  ډاکټر ضياګل سفنديې هم د خلکو يادې ستونزې ومنلې او د دې پخلى يې هم وکړ، چې په ځينو ولسواليو کې يو شمېر مېرمنې د ولادت پر مهال ساه ورکوي.

د هغې په وينا، د مور او ماشوم مړينه د هېواد په کچه يوه لويه ستونزه ده، يواځې د غزني ستونزه نه ده.

خو د روغتيايې مركزونوپه اړه يې وويل، چې ۸۵ په سلو كې يې د غزني خلكو ته روغتيايې اسانتياوې برابرې كړې دي.

د هغې په وينا، دوى د غزني د مرکز او ولسواليو په کچه ٧٢ روغتيايي مركزونه او څلور ولايتي روغتونونه لري، چې يو يې د غزني په ښار او درې نور يې په ولسواليوكي دي.

سفنديې زياته کړه، په راتلونكي هم په پلان كې لري چې په غزني ښار او ولسواليو كې نور روغتيايې مركزونه هم جوړ كړي، ترڅو د خلکو ستونزې راكمې شي.

نوموړې وايي، چې د عامې روغتيا له وزارت سره يې خبرې کړي، څو د دغه ولايت د روغتيايي ستونزو د هوارولو لپاره جدي اقدامات وکړي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version