ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني د رشیدانو خلک وايي، په روغتیايي برخه کې له ستونزو سره مخ دي

غزني‌ښار (پژواک، ۱۲ وږی ۱۴۰۲): د غزني د رشیدانو يو شمېر اوسېدونکي وايي چې اوس مهال په دې ولسوالۍ کې یوازې یو روغتیايي مرکز فعالیت لري چې د ولسوالۍ ټولو خلکو ته خدمات نه شي وړاندې کولی.

هغوی دغه راز زیاتوي، د اقتصادي ستونزو له امله خلک نه شي کولی خپل ناروغان مرکز ته ولېږدوي.

دیادې ولسوالۍ یو قومي مخور حاجي عباس پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې ولسوالۍ کې یوازې یو روغتیایي مرکز دی چې ټولو خلکو ته خدمات نه شي وړاندې کولی او روغتیايي امکانات یې هم کم دي.

هغه وايي: «له مجبورۍ د اقتصادي ستونزو ترڅنګ د زرګونو ستونزو په منلو سره غزني ښار روغتونونو ته مراجعه کوو.»

عباس له حکومته او اړوندو موسسو وغوښتل چې په دې ولسوالۍ کې د خلکو روغتيايي ستونزې هواري کړي.

د دې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی مومن هم وايي چې روغتیايي خدماتو ته سم لاسرسی نه لري او له حکومته د دې ستونزې هواري غوښتنه کوي.

هغه پژواک ته وویل: «دلته نه د ناروغانو د درملنې لپاره مناسب ځای شته او نه یې هم ښار ته د انتقال لپاره سمه لار.»

د نوموړي په خبره، ځیني وخت د لارې خرابوالي له امله ناروغان روغتون پر لاره خپل ژوند له لاسه ورکوي او وايي چې حکومت دې د دې ستونزو په هواري کې مرسته ورسره وکړي.

په ورته وخت کې د غزني د عامې روغتیا رییس ډاکټر رسول خان نظري  په روغتیايي مرکزونو کې د امکاناتو او اسانتیاوو کموالي ستونزې تر یو بریده مني خو وايي چې په دې ولسوالۍ کې روغتیایي خدمتونه په ټپه نه دي ولاړ.

نوموړي پژواک ته وویل چې په رشیدانو کې دوه نور واړه روغتیايي مرکزونه هم شته او دغه ریاست له روغتیایي موسسو سره په همغږۍ هڅه کوي څو د غزني ټولو ولسوالیو ته روغتیايي اسانتیاوې برابرې کړي.

د یادوني ده، نه یوازې د رشیدانو، بلکې د ډېرو نورو ولسوالیو خلک هم له ورته ستونزو شکایت کوي او له اوسني حکومته تمه لري څو د دغو ستونزو د حل لپاره اقدام وکړي.

دا په داسي حال کې ده چې د غزني رشیدان له د ولایت له مرکزه شمال لوېدیځ ته په ۵۰ کیلومترۍ کې پرته ولسوالي ده او شاوخواه سل لوی او واړه کلي لري.

Views: 107

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version