ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کورنيو چارو وزارت او ملي امنيت رياست د زندانيانو ځورول رد کړل

20 Mar 2012 - 13:48
20 Mar 2012 - 13:48

کابل (پژواک د وري لومړۍ نېټه ٩١): د کورنيو چارو وزارت او د ملي امنيت رياست د افغانستان د بشر حقونو د خپلواک کمېسيون هغه راپور رد کړ، چې وايي په افغان زندانونو کې بنديان ځورول شوي دي.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسيون په راپور کې، چې په تېرو څو ورځو کې خپور شوى، راغلي چې د ملي امنيت او پوليسو په يو شمېر زندانونو کې د اقرار اخيستو په موخه بنديان وهل شوي، برېښنايي ټکانونه ورکړل شوي او د خونو په چتونو ځړول شوي دي.

په راپور کې ويل شوي چې کمېسيون، د ځورونې ځينې کره شواهد هم موندلي دي.

خو د کورنيو چارو وزارت له خوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې د ياد کمېسيون راپور رد شوى او ويل شوي دي، چې د بشري حقونو د څار ډلو ته يې په پرله پسې ډول د زندانونو د وضعيت د څېړلو اسانتياوې برابرې کړي، ترڅو له هرې کتنې وروسته د زندانيانو د حالت او د بشري حقونو د رعايت په اړه ځان ډاډمن کړي.

سرچينې خپور شوى راپور د هغو ستاينليکونو خلاف بللى دى، چې وړاندې د بشري حقونو د څار نړيوالو ډلو له زندانونو او توقيف ځايونو تر کتنو وروسته د افغانستان امنيتي مسوولينو ته ورکړي دي.

 خبرپاڼه زياتوي، چې د کورنيو چارو وزارت د بشر حقونو او نړيوالو کنوانسيونو ته په پوره درناوي سره، هېڅکله د هېواد د نافذه قوانينو او نړيوالو ژمنو خلاف عمل نه دى کړى او د زندانونو او زندانيانو له وضعيت څخه په پرله پسې کتنې سره د بشري حقونو رعايت او د زندانيانو د ځورونې مخنيوي ته ژمن دى.

سره له دې هم د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې د کورنيو چارو وزارت ويلي، چې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون راپور به په جدي توګه وڅېړي.

 د افغانستان د ملي امنيت رياست په داسې حال کې، چې د بشر حقونو د خپلواک کمېسيون د راپور هرکلى کړى، ويلي دي چې د دې راپور ډېرى موارد د معتبرو اسنادو په لرلو سره ردوي.

خبرپاڼه زياتوي، چې د مشرانو او ولسي جرګې د شکايتونو د اورېدو کمېسيونونه، د لويې څارنوالۍ د نظارت پلاوى، د سره صليب نړيواله کمېټه، د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسيون او د يو شمېر نورو ملي او نړيوالو ادارو استازي وخت په وخت د دوى له توقيف ځايونو ليدنه کوي.

د ملي امنيت رياست خبرپاڼې د بشر حقونو د خپلواک کمېسيون په راپور کې د دې رياست د پټو زندانونو شتون رد کړى دى.

د ملي امنيت رياست د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دې رياست په تېرو لسو کلونو کې څو ځله د بشر حقونو له کمېسيون څخه غوښتي، چې د چارو د ښه والي او نيمګړتياوو د رفع کولو په موخه د خپلو څارنو راپور چې له قانون څخه په کې سرغړونه وښيي، له دوى سره شريک کړي، خو دا کار يې تراوسه نه دى کړى.

تېر کال ملګرو ملتونو هم په يوه راپور کې ويلي و، چې پر افغان امنيتي ځواکونو پورې اړوندو زندانونو کې بنديان شکنجه او ځورول کېږي.

د ملګرو ملتونو د دغه راپور له خپرېدو وروسته، نړيوالو ځواکونو د افغان حکومت اړوند زندانونو ته د بنديانو د سپارلو بهير وځنډاوه.

خو افغان امنيتي چارواکو وړاندې هم په خپلو زندانونو کې له بنديانو سره د ناوړه چلند ادعاوې رد کړې دي.

په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د زندانونو شتون او په هغو کې د افغان بنديانو ساتل او له هغوى سره د ناوړه چلند ادعاوې هم د افغان حکومت او بهرنيو ځواکونو ترمنځ د اختلاف وړ موضوع ده.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون راپور په داسې مهال خپرېږي، چې افغان حکومت په وار وار له بهرنيانو د زندانونو د چارو ورسپارلو غوښتنه کړې ده.

په همدې ترڅ کې تېره مياشت، د افغان حکومت او امريکايي پوځ ترمنځ هم يو تړون لاسليک شو، چې له مخې يې راتلونکو شپږو مياشتو کې به د بګرام زندان مسووليت افغان امنيتي ځواکونو ته ولېږدول شي.

افغان حکومت تر هغې وروسته د پروان (بګرام) زندان د چارو د ورسپارلو غوښتنه وکړه، چې د دغه زندان د وضعيت د څېړلو په موخه د ولسمشر له خوا ټاکل شوي پلاوي په دغه زندان کې د زندانيانو د ځورولو، له هغوى سره د بد چلند، سپکاوي، ښکنځلواو لغړولو په اړه راپور ورکړ.

له همدې امله ولسمشر حامد کرزي بيا بيا دا غوښتنه کوله، چې افغان بنديان دې افغان حکومت ته وسپارل شي او دا يې له امريکا سره د ستراتيژيک تړون د لاسليکولو د يوه شرط په توګه وړاندې کوله.

په افغانستان کې د زندانونو چارې د وزيرانو شورا د پرېکړې له مخې، تېر کال په مرغومي کې له عدليې وزارت څخه کورنيو چارو وزارت ته وسپارل شوې.

Views: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version