مزارشريف (پژواک، د وري لومړۍ نېټه ٩١): د بلخ په مرکز مزارشريف کې د حضرت علي کرم الله وجهه د روضې جنډه د لسګونو زرو تنو په ګډون په ځانګړو مراسمو سره پورته شوه.
دغه جنډه د نوي ١٣٩١ لمريز کال د وري د لومړۍ ورځې په لسو بجو او ٤٥ دقيقو د ملي سرود له غږولو او ويناوو وروسته په پوځي پرېډ سره، په داسې حال کې چې د توپ ډزې هم کېدې، ودرول شوه.
ياده شوې جنډه د نن په څېر د هر نوي کال په لومړۍ ورځ پورته کېږي.
په نننيو مراسمو کې د افغان ولسمشر لومړي مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم، د بلخ والي عطامحمد نور، په افغانستان کې د ګاونډيو هېوادونو د سفارتونو استازو او د هېواد له ګوټ ګوټ څخه خلکو ګډون درلود.
د بلخ والي د جنډې له پورته کېدو مخکې، په خپله وينا کې تېر کال په هر اړخېزه توګه بريالى او د افغان ولس لپاره مهم وباله.
نوموړي وويل، چې په تېر کال کې د بيارغونې، کلتوري، پرمختيايي او پراختيايي برخو کې ډېر زيات کارونه ترسره شوي دي.
نوموړي وويل، چې په روان کال کې به شاوخوا نهه زره باغونه ورغول شوي، چې دا به د بلخ ولايت لپاره ډېر ګټور او اغېزمن واوسي.
عطامحمد نور وويل، چې په تېر کال کې د امنيت په برخه کې هم ډېر کار شوى دى، چې وسلوالو مخالفينو په تېر کال کې د مخامخ جګړو ځواک له لاسه ورکړى وو او کله کله به يې د ماينونو او ځانمرګو بريدونو له لارې امنيت ته ګواښ پېښاوه.
نوموړي له افغان حکومت څخه غوښتل، چې ژر تر ژره دې د استاد برهان الدين رباني وژونکي پيدا کړي او په سزا دې يې ورسوي.
هغه د سولې د پروسې په اړه وويل، چې بايد په تېرو لسو کلونو راغلي لاسته راوړنې د سولې پروسې قرباني نه شي او په هر حالت کې وساتل شي.
د نور په وينا، له امريکا سره په ستراتيژيک سند کې دې د افغانستان خپلواکي، ملي حاکميت او اساسي قانون ته زيان ونه رسېږي.
په دې مراسمو کې د بلخ والي عطامحمد نور، چې د تېرو ولسمشريزو ټاکنو پر مهال د حامد کرزي د تر ټولو لوى سيال ډاکټر عبدالله عبدالله ملګرى و او پر کرزي يې سختې نيوکې کولې، وويل چې د بلخ دولتي چارواکو هر وخت د مرکزي دولت تابعت کړى دى.
دغه راز هغه نن په خپله وينا کې د کرزي تېره دوره يوه ښه او د افغانانو لپاره ګټوره دوره وبلله.
هغه له مرکزي دولت څخه غوښتنه وکړه، چې د سولې په پروسه کې د افغانانو شتون زيات شي او همداراز دې د سولې په خبرو کې د ټولنې ټولې خواوې په نظرکې ونيول شي.
خو نوموړي غوښتنه وکړه، چې د سولې پروسه په افغانستان کې د بيان ازادۍ، د ښځو حقونو او د جهاد او مقاومت لاس ته راوړنو ته زيان ونه رسوي.
نور وويل، چې د افغان امنيتي ځواکونو او په افغانستان کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو ترمنځ دې د همغږۍ مکانېزم جوړه شي، چې مرکزي قومانده يې د افغان ځواکونو په لاس کې وي.
په دې مراسمو کې په افغانستان کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو استازو او د ګاونډي هېواد ازبکستان يو شمېر چارواکو هم ګډون کړى وو.
په مراسمو کې د ولسمشر لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم، هېوادوالو ته د نوي کال مبارکي وويله او هيله يې څرګنده کړه، چې نوي کال کې په هېواد کې روانې جګړې پاى ته ورسېږي او د افغانانو لپاره د خوښيو او برياليتوب کال وي.
فهيم وويل، چې د افغانستان امنيتي ځواکونو روزنه او تجهيز په ښه ډول دوام لري او د تېر په پرتله يې ښه پرمختګونه کړي دي.
هغه وويل چې امنيتي ځواکونه، اوس تر هر وخت ډېر د امنيت اخيستو ته چمتو دي.
ده په افغانستان کې د جګړې پر پاى ته رسېدو ټينګار وکړ او ملي يووالى او پر يو بل تکيه يې په هېواد کې د سولې او ټيکاو لپاره اساسي اړتياوې وبللې.
د ولسمشر لومړي مرستيال همداراز له امريکا سره د افغانستان ستراتيژيک تړون ته په اشارې سره وويل، چې دا تړون به د افغانستان ملي حاکميت او دوه اړخيزه ګټو ته په کتو سره لاسليک شي.
هغه ګاونډيو هېوادونو ته ډاډ ورکړ، چې له امريکا سره د افغانستان ستراتيژيک تړون به هغوى ته هېڅ خطر متوجه نه کړي.
هغه د سيمې د هېوادونو امنيت په افغانستان کې په ثبات او امنيت پورې تړلى وباله او زياته يې کړه، چې ګاونډي هېوادونه بايد په افغانستان کې د امنيت په اهميت وپوهېږي.
د جنډې د پورته کېدو ياد شوي مراسم تر سختو امنيتي تدابيرو لاندې جوړ شوي وو او تر دې دمه په کې هېڅ امنيتي پېښه نه ده رامنځ ته شوې.
د کابل په کارته سخي سيمه کې هم د جنډې د پورته کېدو مراسم د ګڼ شمېر خلکو او حکومتي چارواکو په ګډون تر سره شول.
د نوي کال په لومړۍ ورځ د هېواد په نورو ولايتونو کې هم خلک زيارتونو ته ځي او دغه ورځ په بېلابېلو مراسمو سره نمانځي.
نوروز د افغانستان تر څنګه په ګاونډيو هېوادونو کې هم په خورا لويو مراسمو سره نمانځل کېږي او ملګرو ملتونو په ١٣٨٨ کال کې د نوروز ورځ په رسميت وپېژندله.
Views: 7
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن