ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په مزارشريف کې د نوي کال د جشن له امله سوداګري ښه شوې

19 Mar 2012 - 14:02
19 Mar 2012 - 14:02

مزارشريف (پژواك ٢٨ کب ٩٠): په مزارشريف كې د نوي ۱۳۹۱ کال جشن له امله د وړو سوداګرو كاروبار ښه شوى دى.

په داسې حال كې،چې سبا د نوي كال د جشن مراسم نمانځل کېږي، خو له تېرې يوې اونۍ راهيسې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه په زرګونو خلك يې د ګډون په موخه مزارشريف ښار ته رسېدلي او دغه لړۍ لا روانه ده.

د مېلې دګډونوالو په منځ كې د هېواد له بېلابېلو ولايتونو څخه د عادي توكو د پلورلو سوداګر هم راغلي، چې له تېرې يوې اونۍ راهيسې د ښار په كوڅو او واټونو كې بېلابېل توكي پلوري.

د مېلې د نمانځنې په موخه د ډېرو خلكو راتګ د مزارشريف پر ورځنۍ سوداګرۍ هم اغېز كړى، چې له نورو عامو ورځو څخه د سوداګرو د سودا په پلورلو كې څو برابره ډېروالى راغلى دى.

د مزارشريف د روضې سوېل لور ته په باختر بازار كې د پسرلنيو كورتيو او چامپرونو پلورنكي سيد اسماعيل سادات پژواك ته وويل، چې له تېرې يوې مياشتې يې ورځ تر بلې په سوداګرۍ كې زياتوالى راغلى دى.

نوموړى، چې هر كال د همدغه جشن په تمه وي ويې ويل: ((د ټول كال سودا مې يو لور ته، خو د جشن د څلوېښتو ورځو سودا مو د ټول كال ګټه راكوي.))

د هغه په وينا، چې په دغو ورځو كې د خلكو د ګڼې ګوڼې له امله دوى د عامو ورځو په پرتله نږدې څو برابره توكي پلوري.

نوموړى وايي، چې په عامو ورځو كې يې د لس زره افغانيو په شاوخوا كې توكي پلورل؛ خو له تېرو څو ورځو راهيسې په يوه ورځ كې شاوخوا د۵۰زره افغانيو توكي پلورلي.

همداراز د نوي كال په مېله كې د سودا پلورلو په موخه، د هېواد له ګوټ ګوټ څخه واړه سوداګر د خپلو توكو د پلورلو په موخه دغه ښار ته راځي.

۲۸كلن سيداغا د ننګرهار اوسېدونكى دى؛ خو له تېرو لسو ورځو را په دېخوا مزارشريف ته راغلى او د ماشومانو د لوبو توكي پلوري.

نوموړي پژواك ته وويل، چې په مزارشريف كې د نوروز جشن ته په راتګ كې يې دوه ګټې دي، هم دا مېله كوي او هم سودا پلوري.

د هغه په وينا، هره ورځ تر نږدې ۳زره افغانيو پورې د ماشومانو د لوبو توكي پلوري، چې د خپل ولايت د څو ورځو سودا يې کېږي.

سيدا اغا وويل، چې له ده سره اته نور ملګري هم راغلي، چې بېلابېل توكي يې د پلورلو لپاره دغه ښار ته راوړي دي.

نوموړي زياته كړه، چې د ده ملګرو، د جيب د پيسو وړې بكسې، واسكټونه، تسبې، ساعتونه او داسې نور توكي د پلورلو لپاره راوړي دي.

همداراز د نوي كال د جشن د نمانځلو په موخه، سلګونه زره راغلو مساپرو د مزارشريف ښار د يو څه سترو سوداګرو په كاروبار هم اغېز كړى دى.

په دغو شپو ورځو كې د نورې سوداګرۍ ترڅنګ، د هوټلونو او مساپرخانو كاروبار د عامو ورځو په پرتله څو برابره ښه شوى دى.

د مساپرخانو بيه په دغو ورځو كې څو برابره زياتېږي.

روضې ته څېرمه د بابر هوټل او مساپرخانې منشي ۳۳ كلن همايون پژواك خبري اژانس ته وويل، چې ټول كال يو خوا، خو په دغو ورځو كې يې سوداګري بل لوري ته.

نوموړي زياته كړه، چې په عامو ورځو كې د يوې شپې لپاره يو كټ په ۲۰۰ افغانۍ په كرايه وركوي؛ خو په دغو ورځو كې يې په ۵۰۰ افغانۍ په كرايه وركوي.

همايون وويل: ((څو چې د سخي صېب د جنډې پورته كېدو ته ورځې لنډېږي، نو زموږ بيې هم لوړيږي، خلك ډېر شي، نو زموږ كار هم ورسره ښه شي.))

خو د بلخ ولايت چارواكي وايي، چې د نوروز په جشن كې د ډېرو خلكو ګډون د دې لامل شوى، چې په دغو ورځو كې سوداګرېزې چارې ښې پر مخ ولاړې شي.

د بلخ د اطلاعات او كولتور رييس صالح محمد خليق پژواك خبري اژانس ته وويل، چې هر كال د نوروز جشن د نمانځلو لپاره د خلکو ګډون يو ميليون تنو ته رسېږي.

نوموړي زياته كړه، چې په دې سره د ګڼې ګوڼې له امله د دغه ښار بازار ګرمېږي او د پلورلو كچه لوړيږي.

د بلخ د والي وياند منير فرهاد بيا وايي، چې د تېر كال په مراسمو كې يواځې د سالنګ له لارې د راغلو مېلمنو تخميني شمېر ۱۵۰زره كسانو ته رسېده.

نوموړي هم پژواك ته وويل، چې كه چېرې د سالنګ لاره ستونزمنه نه شي، نو په راتلونكي جشن كې به د مېلمنو په شمېر كې هم پوره زياتوالى راشي.

ښاروال يونس مقيم هم د نوروز جشن په ترڅ كې د سوداګريز كاروبار ښه والى تايدوي، خو نوموړي پژواك ته وويل، چې په دغو ورځو کې د كاروبار، چې څومره ښه شوى، کچه نه ده ورته معلومه.

سبا (د نوي۱۳۹۱ کال پر لومړۍ ورځ) سهار مهال به د سلګونو زرو خلكو په ګډون د حضرت علي كرم الله وجهه د روضې جنډه، د يو لړ دولتي رسمي مراسمو په ترڅ كې پورته كړاى شي.

هر كال په روضه کې د جنډې پورته کول په ځانګړو مراسمو کې ترسره کېږي، چې د هېواد ځيني لوړ پوړي چارواكي هم په كې برخه اخلي.

د بلخ د والي وياند منير فرهاد وويل، چې تېر كال د ولسمشر د دويم مرستيال سربېره ځينو نورو لوړ پوړو چارواكو او د ولسي جرګې غړو په دغو مراسمو كې برخه اخيستې وه.

خو زياته يې كړه، چې لا څرګنده نه ده، چې د نوي کال په دغو مراسمو كې به كوم لوړ پوړي چارواكي برخه واخلي.

د والي وياند وويل، چې د بلخ ولايت د مقام له خوا د تاجكستان، ازبكستان، تركمنستان، پاكستان او ايران هم سرحده ولايتونو واليانو ته بلنه وركړل شوې ده، چې له افغانانو سره د نوروز په جشن او د روضې د جنډې درونې په مراسمو كې برخه واخلي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version