مزارشريف (پژواک، ۲۸ کب ۹۳): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د نوي ١٣٩٤ هجري لمريز کال د نوروز جشن لپاره د خلکو چمتووالي د وړو سوداګرو کاروبار ته ښه وده ورکړې ده.
د نوروز جشن د نمانځنې په موخه مزارشريف ته له تېرې يوې اوونۍ راهيسې د هېواد له بېلابېلو ولايتونو د خلکو راتګ پيل شوى دى.
د دې تر څنګ د وړو توکو پلورونکي هم دغه ښار ته د ګټې وټې لپاره راغلي دي.
د بلخ او له نورو ولايتونو راغلي کوچني سوداګر، د سړکونو پر غاړو د ګوتمو، عينکو، د غاړې دستمالونو او د ورته نورو توکو د پلورلو له لارې د ډېرې ګټې په تمه دي.
په مېله کې د ګډون په موخه د مزارشريف د اوسېدونکو د کورنيو چمتووالي او همداراز دغه ښار ته له نورو ولايتونو د خلكو راتګ د مزارشريف پر ورځنۍ سوداګرۍ هم ښه اغېز كړى؛ د نورو عامو ورځو په پرتله خرڅلاو څو برابره په کې زيات شوى دى.
د مزارشريف اوسېدونکې ۳۰ کلنې مېرمن سالمې حکيمي په خپل لاس جوړ کړي لاسي صنايع بازار ته را ايستلي او د روضې شمال لور ته د لوړو ودانيو سيوري ته يې د سړک پر غاړه د پلور په موخه ايښې دي.
مېرمن حکيمي پژواک ته وويل چې په روانو شپو ورځو کې يې د عامو ورځو په پرتله د خرڅلاو بازار ګرم وي.
هغې وويل، په بلخ کې د نوروز جشن لکه د اختر د ورځو په څېر نمانځل کېږي او له همدې امله ورته کورنۍ پوره چمتووالی نيسي.
نوموړې زياته کړه: “ما له تېرو لسو ورځو د جشن د بيروبار په هيله بازار ته خپل لاسي صنايع راوړي، تر اوسه مې ښه سودا کېږي، څومره چې له نورو ولايتونو د جشن ګډون کوونکو زيات راشي هومره زموږ سودا ښه کېږي.”
نوموړې زياته کړه چې دمګړۍ يې هم د عام بازار په پرتله د پلور کچه ښه ده.
۴۰ کلن مبين، له تېرو دوو کلونو له پروان ولايت څخه د نوروز جشن د چمتوالي په شپو ورځو کې مزارشريف ښار ته راځي او د غاړې دستمالونه پلوري، وايي، چې په دې شپو ورځو کې يې بازار ښه دی.
نوموړي زياته کړه چې د ورځې په اوږدو کې تر پنځوسو پورې د غاړې دستمالونه پلوري چې د نوروز جشن په نږدې کېدو او په ښار کې د خلکو د ګڼې ګوڼې په زياتېدو يې پلور ډېر شوی دی.
۳۰ کلن محمد حنيف چې د لغمان ولايت اوسېدونکی دی مزارشريف ښار کې د سړک پر غاړه عينکې پلوري.
نوموړي پژواک ته وويل چې لس ورځې مخکې له خپلو پنځو نورو ملګرو سره د هېواد له ختيځ څخه مزارشريف ته د سودا پلورلو لپاره راغلي دي.
د هغه په وينا، په لومړيو ورځو کې يې سودا عادي وه؛ خو ورځ تر بلې په ښار کې د خلکو ګڼه ګوڼه زياتېږي او ورسره د دوی سودا هم ښه کېږي.
حنيف وويل: “ټول ملګري خوشاله يوو، له تېرو څلورو کلونو د نوي کال د هر چشن نمانځلو لپاره مزارشريف ته راځو هم مو غريبي کېږي او هم جشن ګورو.”
په دغو شپو ورځو كې مزارشريف ښار ته د زرګونو خلکو راتګ د نورې سوداګرۍ تر څنګ د هوټلونو او مسافرخانو كاروبار د عامو ورځو په پرتله څو برابره ښه کړی دی.
روضې ته څېرمه د بابر هوټل منشي ۳۳ كلن همايون پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې ورځو شپو کې ددوى عايد ان د ټول کال له عايد سره برابر دى. دى وايي، په عامو ورځو كې د يوې شپې لپاره يو كټ په ۲۰۰ افغانۍ په كرايه وركوي؛ خو په دغو ورځو كې يې بيه ۵۰۰ افغانۍ ده.
همايون زياتوي: “څومره چې د سخي صېب د جنډې پورته كېدو ته ورځې لنډېږي، نو زموږ بيې هم لوړېږي، خلک ډېر شي، نو زموږ كار هم ورسره ښه شي.”
خو د بلخ ولايت چارواكي وايي چې د نوروز په جشن كې د ډېرو خلكو ګډون د دې لامل شوى، چې په دغو ورځو كې سوداګريزې چارې ښې پر مخ ولاړې شي.
د مزارشريف ښاروال محمد يونس مقيم وايي، څرګنده ده چې په دې ورځو شپو کې په ښارونو کې بازار ګرم وي، خو دا چې څومره به د وړو او غټو سوداګرو کاروبار خرڅلاو ډېرېږي او ډېر عايد ترلاسه کوي، دقيق ارقام نه لري.
د مقيم د معلوماتو له مخې، د نوروز په جشن کې د خلکو د ګډون کچه له يو ميليون څخه اوړي.
د بلخ د سرپرست والي وياند منير فرهاد هم پژواک ته وويل چې په تېر ١٣٩٣ کال کې د نوروز د جشن د ګډونوالو شمېر تر يو ميليون پورته وو.
خو فرهاد زياته کړه، چې په نوي ١٣٩٤ کال کې د سالنګ پر لاره د واورو کمښت، د بلخ ولايت او په ځانګړې توګه د مزارشريف ښار ډاډمن امنيت سره کېداى شي د خلکو ګډون د تېر کال په پرتله دوه برابره ډېر شي.
نوروز ته يواځې سبا ورځ پاتې ده. د نوي ۳۹۴ کال پر لومړۍ ورځ سهار به د سلګونو زرو خلكو په ګډون په مزار شريف ښار کې د يو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې د حضرت علي كرم الله وجهه په روضه کې د نوروز جنډه پورته شي.
په دغو مراسمو کې پر خلکو سربېره يو شمېر لوړپوړي دولتي چارواکي او بهرني مېلمانه هم ګډون کوي.
د بلخ د والي وياند وايي، لا څرګنده نه ده چې د نوي کال په دغو مراسمو كې به كوم لوړ پوړی چارواكي برخه واخلي.
هغه وويل، د بلخ ولايت د مقام له خوا د تاجكستان، ازبكستان، تركمنستان، پاكستان او ايران ځينو دولتي چارواکو ته هم بلنه ورکړل شوې ده.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن