ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر کرزى تاجکستان ته لاړ

کابل-دوشنبه (پژواک ٥ ورى ٩١): ولسمشر حامد کرزى د سيمه ييزو اقتصادي همکاريو په پنځم کنفرانس کې د ګډون په موخه نن تاجکستان ته لاړ.

 د حکومت د رسنيو د مرکز مشر عبدالحکيم عاشر پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ولسمشر کرزي په مشرۍ حکومتي پلاوى نن (د کب ٥مه) له غرمې وروسته د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې ښار ته روان شو.

 نوموړي زياته کړه، چې د دغه سفر موخه د اقتصادي همکاريو (ريکا) په کنفرانس کې ګډون دى، چې ټاکل شوې ده د افغانستان، تاجکستان، ايران او پاکستان د ولسمشرانو په ګډون سبا (د کب ٦مه) د دوشنبې په ښار کې جوړ شي.

 د حکومت د رسنيو د مشر په وينا، د افغانستان د اقتصاد په وده کې د ګاونډيو هېوادونو رول مهم دى او دغه کنفرانس کولى شي د يادو هېوادونو ترمنځ په اقتصادي اړيکو کې ګټور تمام شي.

 عاشر، همدارنګه د افغان پلاوي د سفر بله موخه د نوروز په نړيوال جشن کې، چې سږکال په تاجکستان کې ترسره کېږي، ګډون وباله.

 سرچينه وايي، چې د افغان پلاوى په ترکيب کې د بهرنيو چارو وزير ډاکټر زلمى رسول، د سوداګرۍ او صنايعو وزير انوارالحق احدي او د ولسمشر د ملي امنيت سلاکار ډاکټر رنګين دادفر سپنتا شامل دي.

 د يادونې وړ ده، چې د هېواد د بهرنيو چارو وزارت تېره مياشت ويلي و، چې د افغانستان لپاره د سيمه ييزو همکاريو پنځم کنفرانس د وري مياشتې په لومړيو کې د سيمې د هېوادونو د لوړ پوړو چارواکو او څه دپاسه ٧٠ هېوادونو او سازمانونو د استازو په ګډون په تاجکستان کې جوړېږي.

د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د کنفرانس موخه دا ده، ترڅو افغانستان د مرکزي اسيا، سوېلي اسيا، منځني ختيځ او لرې ختيځ ترمنځ د يو سوداګريز ترانزيتي پول په توګه بدل شي او په دې توګه د ګډې سيمه ييزې پانګې اچونې لپاره ډاډمن چاپېريال رامنځ ته او سوداګريزي اړيکې پياوړې شي.

همدارنګه د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت دوه ورځې مخکې اعلان وکړ، چې د هغه هېواد ولسمشر اصف علي زرداري د وري په پنځمه د سيمه ييزو اقتصادي همکاريو په کنفرانس کې د ګډون په موخه تاجکستان ته لاړ شي او له نورو موضوعاتو سربېره د افغانستان په اړه به هم خبرې وشي.

 

Views: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version