دوشنبه (پژواک ٦ ورى ٩١): ولسمشر حامد کرزي تاجکستان ته په سفر کې وويل، چې د نورز جشن د سيمې د هېوادونو ترمنځ يوه ګډه کلتوري او تلپاتې پديده ده.
هغه خبرپاڼه، چې د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته رارسېدلې، کاږي چې د نوروز نړيوال کنفرانس نن (د وري ٦مه) له غرمې مخکې د افغانستان، تاجکستان، ايران او پاکستان د ولسمشرانو په ګډون د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې جوړ شو.
افغان ولسمشر حامد کرزي د نوروز د جشن د نمانځلو د مننې ترڅنګ د تاجکستان د خلکو له مېلمه پالنې څخه هم مننه وکړه، ټولو ته يې د نوي کال مبارکي وويله او زياته يې کړه: ((خوښ يم چې نوروز سږ کال له تاجک وروڼو او ګرانو مېلمنو سره يوځاى د دوشنبه په ښکلي ښار کې نمانځم.))
نوموړي زياته کړه، چې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د نوروز جشن د سمسورتيا او د ژوند د دوام په توګه د لمريز کال په لومړۍ ورځ ترسره کېږي او هغه د يو ولسي دود په توګه نمانځي.
ولسمشر حامد کرزي د نورز جشن د سيمې د هېوادونو ترمنځ يوه ګډه کلتوري او تلپاتې پديده وبلله او د نوروز مخينې ته په اشارې سره يې وويل: ((شاوخوا زر کاله وړاندې زموږ د سيمې په هېوادونو کې خورا اثار د سيمې د خلکو د پېژندنې او تاريخ په اړه په بېلابېلو ژبو تاليف شوي دي، چې د دې دور په ډېرو تاريخي او د خلکو د پېژندنې په اثارو کې د پادشاهانو او اميرانو له خوا د نوروز نوم او په پرتمينو مراسمو نمانځل يې په يادو اثرونو کې ځاى ورکړل شوى دى.))
هغه وويل، دا کار ښيې چې نوروز د يو ملي او ټولنيز جشن په توګه د سيمې د ولسونو او ټولنو ترمنځ ژورې جرړې ځغلولې دي.
حامدکرزي زياته کړه، چې له پخوا زمانو څخه تر ننه، د پښتنو په کلتوري ډګر کې هم د پسرلي او نوروز په باب غزلې او قصيدې ويل شوې دي او خوشحال خان خټک او اولادونو يې د مشرق زمين د دودنو او بيان د رښتينو ساتونکو په توګه په خپلو شعري ټولګو کې، پسرلى او نوروز په شاعرانه انداز ډېر ښکلى بيان کړى دى.
د نوروز په نړيوال کنفرانس کې له چين، هند، ترکمنستان، اذربايجان او ازبکستان څخه رسمي پلاويو او د ډېرى نړيوالو او سيمه ييزو سازمانونو استازو هم ګډون کړى دى.
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمن د افغانستان، پاکستان او ايران ولسمشرانو او ګډونوالو ته د ښه راغلاست او د نوي کال د مبارکۍ ترڅنګ خوښي څرګنده کړه، چې د سيمې هېوادونه يو ځل بيا د سولې او ارامۍ په چاپېريال کې د نورز جشن نمانځي.
نوموړي ويلي: ((زموږ د هېوادونو په هڅو د نوروز جشن د ملګرو ملتونو له لوري د نړيوال جشن په توګه اعلان شو، اوس پر موږ لازمه ده چې د نوروز له پامه لوېدلي دودونه بيا راژوندي کړو.))
د تاجکستان ولسمشر هيله وښوده، چې د نوروز جشن د سيمې هېوادونو لپاره د سولې، خوښۍ او سوکالۍ پيغام وي.
همداراز د ايران ولسمشر محمود احمدي نژاد د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، چې د نوروز پيغام د نړۍ د ټولو ولسونو لپاره د يووالي او سولې پيغام دى او په سيمه کې بايد د نوروز کلتور ته پراختيا او رنګ ورکړل شي.
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري هم د پاکستاني ولس په استازيتوب د وينا په ترڅ کې د سيمې ټولو هېوادونو ته د نوروز مبارکي ورکړه.
د نوروز د نړيوالې ناستې په پاى کې پرېکړه وشوه، چې د نوروز نړيوال کنفرانس به په ٢٠١٣کال کې د ترکمنستان په پلازمېنه عشق اباد او په ٢٠١٤کال زېږديز کال کې په کابل کې جوړ شي.
د يادونې وړ ده، چې د دوشنبې ښار د نوروز په نړيوال کنفرانس کې د نندارتون د جوړولو ترڅنګ، هنري او کلتوري پروګرامونه هم نندارې ته وړاندې شول.
د يادونې وړ ده، چې ولسمشر حامد کرزى پرون د سيمه ييزو اقتصادي همکاريو (ريکا) په پنځم کنفرانس کې د ګډون په موخه، تاجکستان ته لاړ.
د دې درې ورځني سفر هدف په ريکا کنفرانس او د نوروز په نړيوال جشن کې ګډون بلل شوى دى.
Views: 5
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن