مزارشريف (پژواك ١٢ ورى ٩١ ) : په مزار شريف کې د سندر غاړي شفيق مريد لخوا د زرګونو نندارچيانو پر وړاندې په داسې حال کې کنسرت ترسره شو،چې ښاريانو هېوادنۍ او مستې سندرې په چکچکو بندرګه کوله.
د ۱۳۹۱لمريز د جشن په اوږدو كې تېره ورځ ( دوري په ١١مه) د مزارشريف په سينا لوبغالي كې د هېواد ځوان سندرغاړي شفيق مريد په وړيا توګه د ((له غاټولو سره يوه موسكا)) تر سرليك لاندې كنسرت وركړ.
دغه كنسرت ، چې د بلخ ولايت د مركز سربېره پكې د دغه ولايت د ولسواليو زرګونو اوسېدونكو ګډون كړى و، مازيګر څلور بجې پيل او د ماښام تر ناوخته پورې يې دوام وکړ.
مريد خپل كنسرت په هېوادنۍ سندرې ((د بلال خوږه اذانه- د ملالې يه قربانه- زما مينې زما ځانه- ښايسته افغانستانه)) پيل كړ، چې د نندارچيانو په شور او د لاسونو په چکچکوبدرګه شو.
نوموړي د خپل كنسرت په اړه پژواك خبري اژانس ته وويل، چې دى د افغانانو د ملي يووالي او سولې په نوم مزارشريف ته راغلى دى.
نوموړي زياته كړه، : (( دا مې لومړى ځل دى ، چې دې ولايت ته هنري سفر کوم او له دې سفر ډېر زيات خوښ يم.))
د هغه په وينا، دى تل هڅه كوي، چې د نورو سندرو تر څنګ د ملي سندرو له لارې په افغانانو كې ملي فكر راويښ كړي.
د كنسرت نندارچيان له سندرو خوښ برېښېدل.
د مزارشريف اوسېدونكي عطاالله پژواك ته وويل، چې خوښ دى، په خپل ښار كې په وړيا توګه د افغان سندرغاړي د سندرو ننداره كوي.
نوموړي زياته كړه،چې په دغه كنسرت كې د نورو سندرو په پرتله هېوادنۍ سندرې ډېرې واورل شوې، چې ډېر خوند يې وكړ.
د هغه په وينا،كه چېرې نور سندرغاړي هم د مريد په څېر د ملي سندرو د ويلو هڅه وكړي؛ نو د ځوانانو به خپل وطن ته پام شي او مينه به يې ورسره زياته شي.
دغه كنسرت ته د زرګونو ځوانانو تر څنګ يو شمېر نجونې او مېرمنې هم راغلې وې، چې دوى هم د مريد سندرې په چكچكو بدرګه كولې.
شغله،چې له خپلو درې خورلڼو سره كنسرت ته راغلې وه، پژواك ته يې وويل، چې په لومړي ځل له نږدې يو سندرغاړى د سندرو ويلو پر مهال ګوري.
نوموړې زياته كړه،خوشاله ده، چې په خپل ولايت كې يې دومره سوله شته، چې د خوښۍ پروګرامونه په كې جوړيږي.
هغې له دولت او امنيتي ځواكونو څخه مننه وكړه، چې په ښه توګه يې كنسرت چمتو او امنيت يې نيولى و.
د بلخ ولايت د اطلاعات او فرهنګ مسوولينو ورته كنسترونه د افغاني موسيقۍ د ودې په برخه كې خورا اغېزمن وبلل.
د دغه رياست رييس صالح محمد خليق پژواك ته وويل، چې په دې وروستيو كې افغاني موسيقي تر دې رسېدلې، چې د پردۍ موسيقۍ تاثير يې پر افغانانو كم كړى دى.
نوموړي زياته كړه، چې كه په عامه ځايونو كې ورته كنسرتونه لا پسې ونيول شي؛ نو افغاني موسيقي به د افغانانو تر منځ لا پسې عامه شي او وده به وكړي.
د دغه ولايت امنيتي چارواكو وويل،چې كنسرت پرته له كومې ځانګړې پېښې ماښام مهال پاى ته ورسېد.
Views: 4
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن