ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شپږ کاله وروسته په خوست کې اختر په موسيقۍ ونمانځل شو

22 Aug 2012 - 15:17
22 Aug 2012 - 15:17

خوست ښار (پژواک د وږي لومړۍ نېټه ٩١): په خوست ښار کې شاوخوا شپږ کاله وروسته په اختر کې يو ځل بيا د موسيقۍ ټوليز کنسرت جوړ شو، چې سلګونو ځوانانو په کې برخه اخيستې وه.

د طالبانو د واکمنۍ له ړنګېدو وروسته (٢٠٠١ زيږديز کال) په خوست ولايت کې د اخترونو او نورو ځانګړو مراسمو په شپو او ورځو کې به د موسيقۍ، سرکس او نور ساعتيريو پروګرامونو جوړېدل او له لرې لرې سيمو به يې خلک نندارو ته راتلل.

خو په خوست کې د امنيتي حالت له خرابيدو وروسته دا هر څه په ټپه ودرېدل او هېچا هم د دغسې پروګرامونو جوړېدا ته زړه نه ښه کاوه.

له شاوخوا شپږ کلن ځنډ وروسته نن (د وږي لومړۍ نېټه) يو ځل بيا د خوست ښار اړوند د متون د وزير باغ په پخواني مېله ځاى کې د هيوادپال ځواک ټولنيز خوځښت لخوا د موسيقۍ کنسرت جوړ شو، چې سلګونو خوست مېشتو ځوانانو، مشرانو او هلکانو په کې ګډون کړى و.

د هيوادپال ځواک ټولنيز خوځښت غړي او د دې کنسرټ يو تن تنظيموونکي کرامت خان خپلواک پژواک اژانس ته وويل، چې له ياد کنسرت څخه د دوى موخه د خوستيانو په څېرو کې يو ځل بيا د خوښۍ او مينې ليدل وو.

د هغه په وينا، دوى په روزنيزو، ښوونيزو، کولتوري او په نورو بېلابېلو برخو کې خپل فعاليتونه لري او تل هڅه کوي، چې د خوست د ځوانانو لپاره وړ خدمتونه ترسره کړي.

نوموړي زياته کړه، چې تېر شاوخوا شپږ کاله په خوست کې په داسې ډول د موسيقۍ پرواګرمونه، نه وو ترسره شوي او دوى دغه کار ته د خلکو په ملاتړ زړه ښه کړ او په بريالي ډول يې ترسره کړ.

د دغه کنسرت يو بل ګډونوال شهزاد الله حميدي پژواک اژانس ته وويل، چې دى نن بيا د تېر شپږ کاله وخت په څېر د امن او سولې احساس کوي او خوښ دى، چې خوست ښار يو ځل بيا د دې جوګه شو، چې په زغرده په کې دغسې پروګرامونه جوړيږي.

د ده په خبره، موسيقي ځوانانو ته د سولې او مينې پيغام رسوي او له جګړې يې زړه ور توروي.

نوموړي زياته کړه: ((زه نن په رښتيا خوښ يم، چې د پلرونواو نېکونو په پخواني ميله ځاى کې ميلو ته راغلي يو او دا کټ مټ هغه ډول ميله ده، چې پخوا به دلته کېدې او د موسيقۍ او اتڼ پروګرامونه به وو.))

د وزير باغ کنسرت ته راغلي ژورنالېست فيض الله غمخور پژواک اژانس ته وويل، چې موسيقي د افغاني کولتور يوه غښتلې برخه ده او که دا نه وي، نو افغان کولتور نيمګړى بلل کېږي.

د هغه په وينا، د خوست خلک له موسيقۍ او اتڼونو سره خورا ډېره مينه لري، خو له تېرو څو کلونو راهيسې د ناامنيو له امله له دغه مينې بې برخې وو.

نوموړي نننى کنسرت ښه ګام وباله او زياته يې کړه، داسې ښکاري، چې په خوست کې نور سوله ورځ تر بلې ټينګيږي او د هنر پر وړاندې د يو شمېر خلکو حساسيتونه ورکيږي.

د موسيقۍ ياد پروګرام ته يو شمېر سپين ږيري هم راغلي وو، چې له ډلې يې يو ٦٠ کلن جمعه خان پژواک اژانس ته وويل، چې له ډېرې زمانې وروسته يې په داسې ځاى کې د موسيقۍ په يو پروګرام کې ګډون وکړ، چې يواځې د ځوانۍ په وخت کې يې دلته دغسې پروګرامونه ليدلي وو.

نوموړي زياته کړه: ((په دغه پروګرام کې يوه ښيګڼه دا هم ده، چې د هيوادپال ځواک لخوا ورته د موسيقۍ د پروګرام ترڅنګ د غرمې د ډوډۍ بندوبست هم شوى او خلک يې له ستونزو خلاص کړي دي.))

په دغه پروګرام کې د خوست سيمه ييز سندرغاړي راوستل شوي وو، چې ګڼو ځوانانو ورته اتڼونه هم وکړل.

کنسرت د سهار په شاوخوا نهو بجو پيل او د ماسپيښين تر دوه بجو يې دوام وکړ، خو د لګښت د کچې په اړه يې د هيوادپال ځواک ټولنيز خوځښت غړيو څه ونه ويل.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version