ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نورستان اوسنى او پخوانى والي يو بل د پوليسو د معاشونو پر غلا تورنوي

31 Mar 2012 - 16:47
31 Mar 2012 - 16:47

جلال اباد، اسعد اباد (پژواک ١٢ورى٩١): د کورنيو چارو وزارت يو پلاوى په نورستان کې د سلګونو پوليسو د معاشونو د ورکېدا د څېړلو په موخه دغه ولايت ته تللى دى.

د نورستان چارواکي وايي، چې تېره ورځ د دغه ولايت مرکز پارون ته د کورنيو چارو وزارت يو پلاوى په دې موخه تللى چې معلومه کړي، چا د پوليسو له معاشونو ٢١ ميليونه افغانۍ غلا کړې دي.

د نورستان امنيه قوماندان جنرال غلام الله خان د وري په ١٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې راغلي پلاوي کې د کورنيو چارو وزارت د تفتيش لوى رياست، استخباراتو، جنايي او مالي رياستونو مشران ګډون لري.

نوموړي زياته کړه، پلاوي څېړنې پيل کړي چې تر بشپړېدو وروسته به يې پايلې له رسنيو سره شريکې شي.

د امنيه قوماندان په وينا، د پخواني والي جمال الدين بدر او امنيه قوماندان شمس الرحمن نورستاني پر مهال د دغه ولايت له امنيه قوماندانۍ څخه د ١٣٩٠ لمريز کال د لومړۍ ربعي نږدې ٣١ ميليونه افغانۍ نادرکه شوې وې، چې د دوى په هڅو لس ميليونه افغانۍ ترلاسه شوي او ٢١ ميليونه يي لا هم نادرکه دي.

د نورستان والي تميم نورستاني پژواک اژانس ته وويل، چې د ولايت اړوندو کشفي ارګانونو يې ثابته کړې، چي د دغو پيسو په اختلاس کي د پخواني والي جمال الدين بدر او امنيه قوماندان شمس الرحمن په ګډون ٢١٤ تنو لاس درلود، چې اکثرو يې د پور په بڼه په ناقانونه توګه له قوماندانۍ څخه وېستلې دي.

والي زياته کړه، چې د قوماندانۍ مالي معتمد له کتابچې جوته شوې، چي جمال الدين بدر د تېر کال په سلواغې کې ٨ ميليونه افغانۍ او پخواني امنيه قوماندان ٥ ميليونه افغانۍ د پور په بڼه وېستلې دي.

د تميم په وينا، پلاوى د ده په غوښتنه راغلى او که د پلاوى د پايلو له مخې پخواني چارواکي عدلي ارګانونو ته پېژندل کېږي، د ده په کې کار نشته.

نوموړى زياته کړه، چې نږدې لس ميليونه افغانۍ يې له هغو پوليسو او منصبوالو بېرته راغونډې کړې، چې په پيشکي ډول يې خپلې تنخواګانې د تېر کال له پيسو څخه ترلاسه کړې وې.

د نورستان پخواني والي جمال الدين بدر پژواک ته وويل، چې دى نهه مياشتې وړاندې له دندې لرې شوى او هغه اتلس مخيز راپور چې په دې اړه د مشرانو جرګې شکاياتو کمېسيون ته وړاندې شوى، د اوسنى والي تميم نورستاني د ولايت د مهال دى.

هغه زياته کړه، چې د پوليسو غلا شوې پيسې د اوسني والي تميم نورستاني له لوري د هغه د کورنۍ د دوو مېرمنو په نومونو د والي د تره زامنو مطيع الله او فضل رحيم په واسطه جلال اباد ته لېږدول شوې دي.

نوموړى وويل، پرته له دې چې تميم نورستانى د پوليسو د معاشونو د اجرا لاسليک وکړي، وېش او ساتنه يې د امنيه قوماندانۍ په غاړه ده.

پخواني والي وويل، چې اوسني والي او قوماندان غلام الله خان د برګمټال د چټک غبرګون د کنډک قوماندان په دې له دندې لرې کړى، چې يا دې دوى ته د دوو مياشتو معاش وروبښي او دى دې  د  دريو مياشتو واخلي او که نه وي، دنده دې پرېږدي.

بدر زياته کړه: ((ولسمشر او کورنيو چارو وزير دې په کابل کې علني محکمه جوړه کړي، ما او تميم نورستانى دې راوغواړي، چې د ٣١ ميليونو افغانيو اختلاس په اړه خپل سپيناوى وکړو.))

جمال الدين بدر، اوسنى والي او قوماندان تورن کړل چې ختيځ نورستان ترې د سقوط په حال کې دى او اوسنى امنيه قوماندان په لويه څارنوالۍ کې د ٤٥٠ کيلوګرامو پوډرو د قاچاق دوسيه لري.

د نورستان پخواني امنيه قوماندان جنرال شمس الرحمن نورستاني، چې اوس د فراه امنيه قوماندان دى، پژواک اژانس سره د ټېلېفون په ليکه وويل، چې د نورستان مرکز پارون ته د پسرلي معاش د سختو واورو له امله په دوبي کې او د ژمي معاش د کب په وروستيو ورځو کې راوړل کېږي.

نوموړى زياته کړه، کله چې دى بدل شو، په نورستان کې د افغانستان بانک په څانګه کې يوه افغانۍ هم نه وه.

شمس الرحمن وويل، چې د اوسني والي د تره زوى مطيع الله د والي له لوري په خپلسرې توګه د بانک معتمد ګومارل شوى چې د قانون خلاف عمل دى.

نوموړى پژواک ته وويل: (( زه امنيه قوماندان وم، معمتد او مالي امر نه وم، په هر ځاى کې تيار يم د يوې افغانۍ حساب هم ورکړم.))

د يادونې وړ ده، چې د نورستان ولايت د چټک غبرګون د قطعې د يوې ربعې معاشونو ورکېدلو موضوع هغه مهال رسنيو ته راووته، چې په مشرانو جرګه کې د نورستان استازي حافظ عبدالقيوم د دغې جرګې د شکاياتو کمېسيون ته د ٣١ ميليونه افغانيو د اختلاس راپور وړاندې کړ.

په ختيځ نورستان کامدېش ولسوالۍ کې د ملي پوليسو د چټک غبرګون قطعې يو افسر عبدالصبور وايي، پنځه مياشتې کېږي چې دوى ته معاشونه نه دي ورکړل شوي.

هغه له کورنيو چارو وزارت څخه په کلکه غوښتنه کوي، چې دا ستونزه دې جدي وڅېړي او د دوى معاشونه چې هر چا اخيستي دي، د قانون منګولو ته دې وسپاري.

د همدې قطعې يو سرتېرى عبدالولي بيا وايي: ((که مونږ ته خپل معاشونه رانه کړل شي، نو مونږ به خپلې پوستې پرېږدو او بيا چې هرڅه پېښېږي، مسووليت به يې د نورستان د مسوولينو په غاړه وي.))

نوموړى وايي، که دوى پوستې پرېږدي، نو پوستې به يې په يوه ساعت کې وسلوال طالبان ونيسي.

Views: 10

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version