ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيکا مالداران د حيواني کلينيکونو د نه شتون له امله له ستونزو سره مخ دي

3 Apr 2012 - 16:29
3 Apr 2012 - 16:29

ښرنه (پژواک ١٥ ورى ٩١): د پکتيکا ډېرى مالداران وايي، چې په دغه ولايت کې د حيواني کلينيکونو د نه شتون له کبله هر کال زرګونه څاروي له لاسه ورکوي.

د پکتيکا ولايت د مرکز ښرنې د محمدخېلو د چکان کلي اوسېدونکي نذير پژواک اژانس ته وويل، چې په پکتيکا کې داسې ډېر لږ کورونه دي، چې کورني څاروي نه لري، خو د حيواني کلينيکونو د نه شتون له امله هر کال زرګونه څاروي ضايع کېږي.

د هغه په وينا، په دغه ولايت کې ډېرى داسې خلک شته، چې د ورځني ژوند ګوزاره يې يواځې په مالدارۍ ده.

نوموړي زياته کړه، چې د تېرو څو کلونو د وچکالۍ او د حيواني کلينيکونو د نه شتون له امله د دغه ولايت مالداران سخت زيانمن شوي، خو چا ورسره مرسته نه ده کړې.

د اومنې ولسوالۍ قومي مشر ملک رنګين وايي، چې د دوى ولسوالۍ يوه غرنۍ سيمه ده او د خلکو ټوله ګوزاره يې يواځې په مالدارۍ ده.

نوموړي زياته کړه: ((په ولسوالۍ کې مو حيواني کلينيک خو پرېږده، داسې کوم دوکان هم نشته چې د څارويو د ناروغيو لپاره ترې دوا واخلو.))

د رنګين په خبره، د څارويو يو شمېر ناروغۍ داسې دي، چې هر کال واکسين ته اړتيا لري، خو په سيمه کې د حيواني کلينيک د نه شتون له امله يې څاروي له واکسين بې برخې کېږي او مري.

نوموړى وايي، چې نه يواځې د دوى په ولسوالۍ، بلکې په ټوله پکتيکا کې خلک له دغې ستونزې سره مخ دي.

ګل خان د وړممۍ ولسوالۍ هغه مالدار دى، چې شاوخوا پنځه سوه څاروي لري، ده پژواک اژانس ته وويل، چې د مالدارۍ په پالنه کې يې تر ټولو لويه ستونزه د هغو درملنه ده.

ده زياته کړه: ((په اوړي کې مې هره اونۍ يو يا دوه څاروي د ټک او لېونتوب له ناروغۍ څخه مري.))

د هغه په وينا، دا داسې ناروغي ده، چې د کال په لومړيو دوو مياشتو کې څارويو ته د هغې ضد واکسين کېږي، خو په سيمه کې يې واکسين نه پيدا کېږي او که له مرکز څخه يې وړي، خرابيږي.

ګيان او زېړوک هم د پکتيکا غرنۍ سرحدي ولسوالۍ دي، چې خلک يې د حيواني کلينيکونو د نه شتون له امله سر ټکوي.

د ګيان ولسوالۍ اوسېدونکي صوفي شريف پژواک اژانس ته وويل، چې د دوى د سيمې د خلکو ګوزاره په لرګيو او څارويو ده.

نوموړي زياته کړه، چې د خپلو څارويو د علاج لپاره له لرې اورګون ولسوالۍ څخه دوا راوړي.

د خوشامند ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي مزير هم پژواک اژانس ته وويل، چې په ولسوالۍ کې يې هېڅ حيواني کلينيک نشته.

نوموړي زياته کړه، چې په ولسوالۍ کې يې هر کال په سلګونو څاروي د بېلابېلو ناروغيو له امله مري او د علاج او درملو لپاره يې هېڅ مدرک نه لري.

د ګوملې ولسوالۍ اوسېدونکي نعمت خان بيا وايي، چې پکتيکا يو سرحدي ولايت دى او هر کال کوچيان له دغې لارې پاکستان ته ځي او بېرته راځي او د څارويو بېلابېلې ناروغۍ راوړي.

د نوموړي په خبره: ((ځينې وخت مو په مالونو کې داسې ناروغۍ خپرې شي، چې په يوه اونۍ کې مالداران له ټولو څارويو خلاص کړي.))

د ده په وينا، د پکتيکا په ولايت کې د څارويو کلينيک، درملو او واکسينونو ته تر ټوله زياته اړتيا ده؛ ځکه چې ټول خلک يې په مالدراۍ بوخت دي، هستي او نيستي يې همدا ده.

منګل، چې په ښرنه ښار کې حيواني درملتون لري، پژواک اژانس ته وويل: ((په دې برخه کې مې درې مياشتې زده کړې کړې دي او هر کال تر شلو لکو افغانيو پورې دوا پلورم.))

نوموړي زياته کړه، چې خلک په دې برخه کې ډېرې ستونزې لري او په ځانګړي ډول په هغه وخت کې چې څارويو ته واکسين ورکول کېږي.

د هغه په وينا، لومړى خو هلته هغه معياري واکسين، چې د يو شمېر خيريه موسسو له خوا ورکول کېږي، نه پيدا کېږي او که بيا پيدا هم شي، خلک يې په سمه توګه خپلو مالونو ته نه شي ورکولاى.

د پکتيکا د کرنې او اوبو لګولو چارو رييس حميدالله توخي هم د خلکو دغه ستونزه پر ځاى بولي او وايي، چې په دې برخه کې يې د ولايتي بيارغونې ډلې او يو شمېر نورو خيريه موسسو او اړوند وزرات سره خبرې کړې دي.

ده زياته کړه، چې په روان لمريز کال کې به د مالدارانو تر څنګ د سيمې يو شمېر هغه ځوانان چې له دوولسمو ټولګيو څخه فارغ دي، وروزي، تر څو د خلکو ياده ستونزه تر يوه بريده راټيټه شي.

نوموړي د يوې پوښتني په ځواب کې وويل، چې که څه هم په پکتيکا کې کره شمېره نه ده معلومه، چې څومره خلک په مالدارۍ بوخت دي، خو د اټکل له مخې په سلو کې اويا کسان مالداري لري.

پکتيکا د هېواد په جنوب ختيځ کې پروت هغه ولايت دى، چې ډېرى خلک يې په کرنه او مالدراۍ بوخت دي، خو په دغې برخه کې ګڼې ستونزې لري.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version