Pajhwok Afghan News

د دایکنډي مالداران: د مختلفو حیواني ناروغيو خپرېدو له امله سلګونه څاروي تلف شوي

نیلي (پژواک، ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۲): د دایکڼدي د ځینو ولسوالیو مالداران وایي، د دغه ولایت په ډېرو سیمو کې د مختلفو حیواني ناروغیو خپرېدو له امله سلګونه څاروي تلف شوي دي.

هغوی وايي، له نږدې یوې میاشتې راهیسې په یاد ولایت کې په څارویو کې مختلفې ناروغۍ پیدا شوې او له حکومته په دې برخه کې د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.

د یاد ولایت د کرنې ریاست د حیواني ناروغیو خپرېدل تاییدوي، خو وایي چې د تلف شوو څارویو کره شمېر نه لري.

د دایکنډي ولایت د میرامور ولسوالۍ اوسېدونکی جان‌محمد وايي، په دې وروستیو کې د دوی په سیمه کې په پسونو او وزو کې یوه ساري ناروغي خپره شوې او کله چې څاروی پرې اخته شي، تلف کېږي.

هغه زیاته کړه، تر دې دمه د دغې ناروغۍ له امله درې پسونه تلف شوي او هغه درمل یې چې له حیواني کلینیکونو راوړي، اغېز یې نه دی کړی.

هغه وویل: «واکسین ته په تمه یم، ځکه ډاکټران وايي چې واکسین څاروي له تلف کېدو ژغوري، تر اوسه واکسین نه دی راوړل شوی.»

نوموړي وویل، دا لومړی ځل دی چې په سیمه کې یې د پسونو او وزو په منځ کې دغه ناروغي خپره شوې او یوازې د دوی په سیمه کې له هر کور څخه له دوو وزو او پسونو ډېر څاروي له منځه تللي دي.

د دایکنډي د سنګتخت ‌و بندر ولسوالۍ اوسېدونکی رحمت‌الله هم وايي، د غواګانو ناروغي ډېره خپره شوې ده او تر اوسه دغې ناروغۍ یوازې د ده دوې غواګانې له منځه وړې دي.

هغه زیاته کړه: «پر دې ناروغۍ غواګانې ډېرې اخته کېږي، د غوا پر پښو باندې اغېز کوي، له حرکته پاتې کېږي، درمل چې راړو بیا هم درملنه یې نه کېږي.»

نوموړي وویل، درمل هم اغېز نه لري او څاروي کرار کرار کمزوري کوي او له منځه یې وړي.

بل‌خوا، په دایکنډي کې د یوه حیواني کلینیک مسوول محمدالله د دې ناروغۍ خپرېدل تاییدوي او وايي، یوازې د سنګ‌تخت‌وبندر ولسوالۍ په مرکز کې له امله یې شاوخوا ۶۰ غواګانې مړې شوې دي.

هغه زیاتوي چې دغه «برسلوز»، «انتروتوکسیمیا» او «لامنیت» ناروغۍ دي؛ خو د ناسم تشخیص او پر وخت نه درملنې له امله د څارویو د مړینې لامل کېږي.

هغه زیاته کړه چې پر دې سربېره، لمپي‌سکین هم یوه هغه ناروغي ده چې په یاد لایت کې یې مالدارانو ته درانه زیانونه اړولي دي.

هغه وايي چې په پاتو، کجران او کیتي ولسوالیو کې «امرو» او چیچک نورې ناروغۍ دي چې په وزو او پسونو کې خپرې شوې دي.

نوموړی ټینګار کوي چې دا مهال انټروتوکسیمیا ناروغي په میرامور، شهرستان او ځینو نورو سیمو کې شته او که پر وخت د څاریو درملنه ونه شي، نو له منځه به لاړ شي.

په ورته مهال، د دایکنډي د کرنې ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په ولسوالیو کې بېلابېلې حیواني ناروغۍ خپرې شوې او دوی یې پر وړاندې د مبارزې هڅې کوي.

د دایکنډي د کرنې ریاست د حیواني روغتیا عمومي مدیر عزیز شریفي پژواک خبري اژانس ته وویل: «له بده‌مرغه په‌دې وروستیو کې حیواني ناروغۍ ډېرې شوې او خلکو ته یې درانه زیانونه اړولي، په ځینو سیمو کې یې څاروي تلف کړي دي.»

د هغه په وینا، د یادو ناروغیو له ‌امله د تلف شوو څارویو کره شمېره نه‌ده معلومه.

هغه زیاته کړه چې د لمپي‌سکین واکسین د FAO موسسې په مرسته د کرنې وزارت له لوري په ولسوالیو کې تطبیقېږي او ځینې نورې موسسې هم د څارویو واکسین کولو پروګرامونه پیلوي.

نوموړي څرګنده کړه چې له دغه حیواني نارغیو سره مبارزه او د واکسین تطبیق ډېرې بودجې ته اړتیا لري، خو بیا هم دوی هڅه کوي چې په ولسوالیو کې د حیواني کلینیکونو له لارې یو لړ ستونزې هوارې کړي.

نوموړي زیاته کړه چې کرنې ریاست تېر کال له بروسلوز او رابس ناروغیو سره د مبارزې په پار په ځینو سیمو کې څاروي هم واکسین کړي دي.

دایکنډي د هېواد یو له غرنیو ولایتونو دی چې ډېری اوسېدونکي یې پر کرنه او مالدارۍ بوخت دي او له دې لارې خپل کورني لګښتونه پوره کوي.

Views: 29

Exit mobile version