پکتیا کې په تېر یوه کال کې ۳ زره څاروي د لېونتوب پر ناروغۍ اخته شوي
د پکتیا د کرنې ریاست وايي چې په تېر یوه کال کې په دغه ولایت کې درې زره څاروي لېوني شوي چې له دې ډلې ۶۰۰ مړه شوي دي.
د پکتیا د کرنې ریاست وايي چې په تېر یوه کال کې په دغه ولایت کې درې زره څاروي لېوني شوي چې له دې ډلې ۶۰۰ مړه شوي دي.
د باغیس ځايي مسوولین وايي چې د وروستیو ورښتونو، سړې هوا او څاریو ته د خوراکي توکو کمښت له امله د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې نږدې ۶۰ زره څاروي له منځه تللي دي.
د لوګر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، په دغه ولایت کې د پرله پسې واورې ورېدو، سړې هوا او خوراکي توکو کمښت له امله زرګونه څاروي د تلف کېدو له کواښ سره مخ دي.
د بغلان په مرکزي بغلان، دهنهغوري او تالهوبرفک ولسوالیو کې د وروستیو ورښتونو او سړې هوا له امله تر اوسه څه کم اوه زره څاروي له منځه تللي دي.
د بلخ حکومتي مسوولین وايي چې په تېرو ځو ورځو کې په دغه ولایت کې د واورې ورېدو له امله یو شپون مړ، نږدې یوولسنیم زره څاروي تلف شوي او دوه کورونه نړېدلي دي.
د رئیسالوزراء په لارښوونه د سختو ورښتونو او درنو واورو له امله د څارویو د تلف مخنيوي لپاره ځانګړي تصامیم ونیول شول.
د فاریاب ځایي مسوولین وایي چې د سختو واورو ورېدو له امله له میمنې ښار سره د ډېرو ولسوالیو مواصلاتي لارې بندې شوې او زرګونه څاروي تلف شوي دي.
په فراه کې امنيتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په جوین ولسوالۍ کې یې اووه تنه ایران ته د څارویو قاچاق په تور نیولي.
د نورستان یو شمېر اوسېدونکي او شپانه وایي چې ګڼ شمېر څاروي یې د طبق ناروغي خپرېدو له امله د تلف کېدو له ګواښ سره مخ دي او له حکومته یې په مخنیوي کې د مرستې غوښتنه کوي.
د دایکڼدي د ځینو ولسوالیو مالداران وایي، د دغه ولایت په ډېرو سیمو کې د مختلفو حیواني ناروغیو خپرېدو له امله سلګونه څاروي تلف شوي دي.
د سرپل یو شمېر مالداران وايي چې واورو د دغه ولایت ټول څرځایونه پوښلې او څاروي یې د وښو د نهشتوالی له امله د لوږې له خطر سره مخ دي.
کندهار (پژواک، ۳ سلواغه ۱۴۰۱) سږ کال د ژمې سړې څپې د هېواد د نورو ولایتونو ترڅنګ په کندهار کې هم شاوخوا ۱۲ زره څاروي تلف کړي او لسګونه زره نور یې له ګواښ سره مخ کړي دي. د کندهار…
د بغلان د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د تېرې اوونۍ ورښت او سړې هوا له څلور زره ډېر څاروي تلف کړي او زرګونه نور له ګواښ سره مخ دي.
د سمنګان د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د سړې هوا، د وښو کمښت او د تېرو کلونو وچکالیو له امله له ۱۰ زرو څخه ډېر څاروي له منځه تللي دي.
د دایکنډي ولایت سیمهییز مسوولین وايي، د تېرو څو ورځو په لړ کې د سختې یخنۍ له امله د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۵ زره او ۴۵۳ څاروي له منځه تللي دي.
د یو شمېر ولایتي مسوولینو په وینا، د سړې هوا له امله د لسګونو روږدو په ګډون تر اوسه شاوخوا ۸۸ کسان مړه شوي دي؛ بلخوا د اسلامي امارت ویاند په هېواد کې د سړې هوا له امله د یو شمېر هېوادوالو پر مړینې خواشیني څرګنده کړې ده.
ځایي مسوولین وایي، په جوزجان ولایت کې د وروستیو واورو او سړې هوا له امله ۱۸ کسان مړه او زرګونه څاروي تلف شوي دي.
په هېواد کې د یخنۍ په زیاتېدو سره، د جوزجان مسوولین په دغه ولایت کې د درېیو کسانو د مړینې او د څه باندې درې زره څارویو د له منځه تللو خبر ورکوي او وايي، هڅه کوي چې د دغو پېښو زیانمنو ته بشري مرستې ورسوي.