ژبه

ولایتي مسوولین: د سړې هوا له امله تر اوسه ۸۸ کسان مړه شوي

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۲۸ مرغومی ۱۴۰۱): د یو شمېر ولایتي مسوولینو په وینا، د سړې هوا له امله د لسګونو روږدو په ګډون تر اوسه شاوخوا ۸۸ کسان مړه شوي دي؛ بلخوا د اسلامي امارت ویاند په هېواد کې د سړې هوا له امله د یو شمېر هېوادوالو پر مړینې خواشیني څرګنده کړې ده.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د مرغومي په ۲۸مه، د شپې ناوخته په یوه اعلامیه کې ویلي چې په ځینو ولایتونو کې د سختې یخنۍ له امله د یو شمېر هېوادوالو له مړینې خبر شوي دي.

هغه زیاته کړې، د افغانستان اسلامي امارت د ټولو مړو شوو هېوادوالو له خپلوانو او کورنیو سره خپله ژوره خواشیني څرګندوي.

مجاهد ویلي، د اسلامي امارت اړوندو ادارو او مسؤولینو ته لارښونه کېږي چې له زیانمنو کورنیو سره تر خپلې وسې مرستې وکړي او د لا ډېرو تلفاتو مخنیوي لپاره خپل ټول امکانات وکاروي.

دا په داسې حال کې ده چې په یو شمېر شمالي، مرکزي او شمال لویدیځو ولایتونو کې د سختې یخنۍ له امله لسګونه زره څاروي تلف او لسګونه هېوادوال مړه شوي دي.

د جوزجان د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالستار حلیمي د مرغومي په ۲۷مه، پژواک اژانس ته ویلي وو چې په تېرو څو ورځو کې د سړې هوا له امله په دغه ولایت ۱۸ کسان مړه او نږدې ۱۶ زره څاروي تلف شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د سړې هوا له امله په مړه شوو کسانو کې ۹ نارینه، پنځه ښځې او څلور ماشومان شامل دي.

د نوموړي په وینا، تر دې څو ورځې مخکې هم په جوزجان ولایت کې د یخنۍ له امله درې کسان مړه شوي وو.

بلخوا، په فاریاب کې هم سیمه‌ییزې سرچینې وایي چې په دغه ولایت کې د سړې هوا له امله درې کسان مړه او له ۹۰۰ ډېر څاروي تلف شوي دي.

د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوی شمس‌الله محمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، د وروستیو واورو ورېدو او د منفي ۲۲ سانتي ګراد درجې یخې هوا له امله، په المار ولسوالۍ کې یوې ښځې له خپل یوه ماشوم سره او په ګرزیوان ولسوالۍ کې یوه سړي ژوند له لاسه ورکړی دی.

بلخوا، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت په څلورو ولایتونو کې د یخنۍ او واورو له امله د ۱۶ کسانو د مړینې خبر ورکړی او راپورونه ښیي چې زرګونه څاروي هم تلف شوي دي.

له تېرو څو ورځو راهیسې، د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې هوا سخته سړه شوې او واورې هم ورېدلې او وړاندوینې شوې چې د روانې اوونۍ تر پایه به د افغانستان په ځینو برخو کې د تودوخې درجه د سانټي ګراډ په کچه منفي ۳۵ ته ورسېږي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د بېړنیو عملیاتو د مرکز رییس ملا جانان سایق په یوه خپره شوې وېډیو کې وایي، د تېرو څو ورځو سړې هوا او واورو له امله په بادغیس، فاریاب، نیمروز او غزني ولایتونو کې ۱۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ده په وینا، همداراز د یخنۍ له امله شاوخوا ۲۰۰۰ څاروي هم له منځه تللي دي.

همداراز د بدخشان ځایي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د سړې هوا له امله شپږ ماشومان مړه شوي دي.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي یاد شمېر ماشومان په شهربزرګ ولسوالۍ کې مړه او سلګونه څاروي هم تلف شوي دي.

د یو بل خبر له مخې، د هرات حکومتي مسوولین وايي چې سږ کال د ژمي له پیله تر اوسه په دغه ولایت کې پر نشه‌یي توکو روږدي ٤٥ کسان مړه شوي دي.

د هرات امنیې قوماندانۍ د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر مولوي حیات‌الله روحاني پژواک خبري اژانس ته وویل، د ښار او ولسوالیو په کچه د امنیې قوماندانۍ، ښاروالۍ، خلکو، د ګذر وکیلانو او سیمه‌ییزې ادارې په ملاتړ د روږدو راټولولو بهیر پیل شوی دی.

هغه زیاته کړه چې د روږدو له راټولولو وروسته، په ژمي موسم کې د هغوی ګرم ساتلو لپاره هم تدابیر نیول شوي او د درملنې لړۍ یې هم پیلېږي.

بلخوا، د سرپرست حکومت له بېړنیو پېښو سره د مبارزې وزارت وایې، په ګڼو ولایتونو کې سخته واوره ورېدلې او د یخنۍ کمسارې څپې د خلکو ژوند له کړاو سره مخ کړی دی.

د یاد وزارت د عملیاتي مرکز مشر مولوي عبدالله محمدي بي‌بي‌سي ته ویلي، تر اوسه په یادو ولایتونو کې تر ۷۰ پورې کسان مړه او لسګونه زره څاروي تلف شوي دي.

د هغه په وینا، په مړو شوو کسانو کې ډېری پر نشه‌يي توکو روږدي کسان دي خو ځیني ماشومان او ښځې هم پکې شامل دي.

[/restrict]