ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر زرګونه جريبه ځمکه کرل شوي کوکنار واړول شول

4 Apr 2012 - 17:34
4 Apr 2012 - 17:34

لښکرګاه-کندهار (پژواک ١٦ ورى ٩١): په هلمند او کندهار ولايتونو کې زرګونه جريبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوه.

 د هلمند د والي وياند داوود احمدي د وري په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په روانه اونۍ کې د هلمند په نهو ولسواليو کې د کوکنارو د اړولو کمپاين پيل شوى دى.

 هغه زياته کړه، چې په دې ترڅ کې تر اوسه نږدې دوه نيم زره جريبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوې او دا لړۍ اوس هم دوام لري.

 د نوموړي په وينا، پرون په ګرشک ولسوالۍ کې د کوکنار اړولو پر مهال نښته رامنځته شوې وه، چې له امله يې يو تراکتور چلوونکى او دوه پوليس ټپي شول او د ايساف په ځوابي بريد کې درې مخالفين هم وژل شوي دي.

 بلخوا د کندهار ولايت په ژېړۍ او ميوند ولسواليو کې ٣٤٥ جريبه ځمکه له کوکنارو څخه پاکه شوې ده.

 د کوکنارو اړولو کمپاين، چې په کندهار کې د وروستيو امنيتي پېښو له امله د ځنډ سره مخ شوى و، بيرته پيل شوى او تر دې مهاله په سلګونو جريبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوې ده.

 د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ژېړۍ کې ٢٤٥ جريبه ځمکه او په ميوند ولسوالۍ کې ١٠٠ جريبه ځمکه د تېرو دوو ورځو په اوږدو کې له کوکنارو پاکه شوې ده.

 هغه زياته کړه، دغه اندازه ځمکه د ژېړۍ ولسوالۍ د نادي دښتې په سيمه کې له کوکنارو پاکه شوې او دغه راز امنيتي ځواکونو په دې تړاو د اوبو رسولو يو شمېر ماشينونه او واټر پمپونه هم نيولي دي.

 د نوموړي په وينا، د کوکنار اړولو په دغه کمپاين کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رياست، ملي پوليس، ملي اردو او سيمه ييز پوليس ونډه او تر دې مهاله له کوم ګواښ سره نه دي مخ شوي.

 فيصل وايي، د ژېړۍ ولسوالۍ ترڅنګ د کندهار په شپږو نورو ولسواليو کې هم د کوکنارو اړولو کمپاين بېرته پيل شوى، چې امنيتي ځواکونه يې د سيمې د قومي مشرانو په مرسته په ښه توګه پر مخ بيايي.

 درې ورځې وړاندې د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا په يوه خبري غونډه کې ويلي و، چې په دې ولايت کې له تېرو څو اونيو را په دېخوا د کوکنار اړولو کمپاين پيل شوى و، خو د وروستيو پېښو له امله له ځنډ سره مخ شوى و.

 په دغه خبري غونډه کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزير خبر ورکړى و، چې د هغوى له لورې د تر سره شوې لومړنۍ سروې له مخې د تېر په پرتله سږ کال په کندهار کې د کوکنارو د کښت کچه ټيټه شوې ده.

 هغه ويلي و، چې سږ کال به په کندهار کې د کوکنار اړولو کمپاين په ښه توګه ترسره شي او هغوى يې ښو پايلو ته په تمه دي.

 د کندهار ولايت چارواکي وايي، ولايتي اداره ژمنه ده، چې سږ کال د نورو کلونو په خلاف د کوکنارو د کښتونو په اړولو کې لا زيات کار وکړي او د ټول ولايت په کچه د کوکنارو مخنيوى وکړي.

 

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version