ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پنجوايي کې لسګونه جريبه ځمکه له کوکناره پاکه شوې

author avatar
17 Apr 2012 - 19:04
author avatar
17 Apr 2012 - 19:04

کندهار ښار (پژواک ٢٩ ورى ٩١): د کندهار ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کې د کوکنارو کمپاين دوام لري او تر دې مهاله ١٧٥ جريبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوې ده.

 د کوکنارو اړولو کمپاين، چې په دې ولسوالۍ کې له تېرو اتو ورځو را په دې خوا پيل شوى، د سپېروان تر سيمې رسېدلى دى.

 د پنجوايي ولسوال حاجي فضل محمد اسحاقزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې موده کې د دغې ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې ١٧٥ جريبه ځمکه له کوکناور پاکه شوې ده.

 هغه زياته کړه، د کوکنارو د اړولو په کمپاين کې ورسره سيمه ييز قومي مشران همکاري کوي او دغه لړۍ دوام لري.

 د پنجوايي امنيه قوماندان سردارمحمد نظري وايي، چې په دې ولسوالۍ کې د پخوا په پرتله امنيت ټينګ شوى او امنيتي ځواکونه د کوکنارو د اړولو پر مهال له کوم امنيتي خنډ سره نه دي مخ شوي.

 دى وايي، پوليس ژمن دي چې د دې ولسوالۍ په ټولو سيمو کې کوکنار له منځه يوسي.

 دا په داسې حال کې ده، چې پنجوايي ته ورڅېرمه په ژېړۍ ولسوالۍ کې تېره ورځ د کوکنارو د کښتونو د له منځه وړلو پر مهال د پوليسو او وسلوالو تر منځ په وسلواله نښته کې ٧ مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 په کندهار کې له نږدې يوې مياشتې راهيسې د کوکنارو اړولو کمپاين پيل شوى او چارواکي وايي، چې سږ کال به دغه لړۍ د تېر په پرتله ښه تر سره شي؛ ځکه اوسمهال امنيتي ځواکونه د کندهار پر ټولو ولسواليو حاکم دي.

 څو اونۍ وړاندې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزير ضرار احمد مقبل، کندهار ته د خپل سفر پر مهال ويلي و، چې سږ کال په کندهار کې د کرل شويو کوکنارو کچه کمه ده او هغوى به د کرل شويو کوکنارو د له منځه وړلو په برخه کې جدي کار کوي.

Views: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.