ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بلخ ولسوالۍ کې د يوه ځوان مړى وموندل شو

5 Apr 2012 - 15:27
5 Apr 2012 - 15:27

مزارشريف (پژواك ١٧ ورى ٩١ ) : د بلخ ولايت د بلخ ولسوالۍ په يوه لېسه كې د يو ځوان مړى موندل شوى دى.

د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند شېرجان دراني د وري په ۱۷مه پژواك خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار د يوه ۲۴ كلن ځوان مړى د بلخ ولسوالۍ په نوبهارلېسه كې وموندل شو.

نوموړي زياته كړه، چې لا هم د موندل شوي مړي كورنۍ نه ده پيدا شوې او د پېښې بشړ جزئيات هم نه دي په ډاګه شوي.

د هغه په وينا، جسد د ولسوالۍ ملكي روغتون ته وړل شوى، چې په اړه يې د ډاكترانو ترڅنګ امنيتي پلټنې هم روانې دي.

خو د نوبهار لېسې مسوولين وايي، چې د موندل شوى کس جسد په دغه ښوونځي پورې تړاو نه لري.

د دغې لېسې مدير ګل بازخان پژواك اژانس ته وويل، نن سهار، کله چې ښوونځي ته ولاړ نو د ملازم له خوا خبر شو، چې د لېسې لوېدځې خوا ته په يوه ونه كې جسد ځوړند دى.

نوموړي زياته كړه، چې له دې سره امنيتي ځواكونه هم خبر شول او جسد يې له ځان سره يووړ.

د هغه په وينا، وژل شوى تن د دوى په لېسې پورې هېڅ ډول تړاو نه لري.

د لېسې مدير وويل: ((موندل شوى جسد نه زموږ د كوم ښوونكي دى او نه د كوم زده كوونكي .))

د امنيه قوماندانۍ وياند وايي، چې دوى په دې هڅه كې دي، چې د پېښې لامل په ډاګه كړي، خو د موندل شوي مړي د كورنۍ د نه پيدا كېدو له امله يې پلټنې نيمګړې پاتې دي.

خو هغه زياته كړه، لومړيو څېړنو په ډاګه كړې، چې دغه كس وژل شوى نه، بلكې په خپله يې ځانوژنه كړې ده.

د هغه په وينا، تر دې دمه يې څو ځلې د موندل شوي مړي په اړه خبرتياوې خپرې كړې؛ خو لا يې هم د كورنۍ د كوم غړي درك نه دى لګېدلى.

د يادونې ده، چې څو ورځې مخکې د ننګرهار په جلال اباد ښار کې يوه ١٥ کلن زده کوونکي ځان زندۍ کړى و.

Views: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version