ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنيتي ځواکونو په کندهار کې د امنيتي چارو لېږد ته چمتووالى وښود

7 Apr 2012 - 19:37
7 Apr 2012 - 19:37

کندهار ښار (پژواک ١٩ ورى ٩١): په کندهار کې د ملي اردو چارواکي وايي، چې امنيتي ځواکونه په دې ولايت کې له بهرنيانو څخه د امنيتي چارو د لېږد پروسې ته چمتووالى لري، کوم چې درې مياشتې وروسته سپارل کېږي.

 په کندهار کې د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو درستيزوال جنرال واقف شاه، دغه څرګندونې د هغو شپږ ورځنيو خپلواکو عملياتو تر پاى ته رسېدو وروسته وکړې، چې د دې ولايت په ډنډ او پنجوايي ولسواليو کې يواځې د افغان ځواکونو له خوا تر سره شول.

 جنرال واقف شاه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د کندهار په ډنډ او پنجوايي ولسواليو کې د بهرنيو ځواکونو له مرستې پرته يواځې د افغان ځواکونو له خوا ځانګړي عمليات وشول، چې د لومړي ځل لپاره په کې د اردو د هوايي ځواک له چورلکو هم کار واخيستل شو.

 هغه زياته کړه، د دغو عملياتو په پايله کې، چې شپږ ورځې يې دوام وکړ، څلور وسلوال مخالفين وژل شوي، دوه مشکوک وګړي او دوه وسله وال مخالفين له ګڼ شمېر وسلو او چاودېدونکو توکو سره نيول شوي دي.

 د نوموړي په وينا، دغه عمليات په کندهار کې د امنيتي مسووليتونو د لېږد پروسې ته د چمتووالي په موخه په ډېره ښه توګه تر سره شول.

 د ده په خبره، د عملياتو پر مهال ګڼې سيمې پلټل شوې، ترڅو د ګرمۍ موسم په پيلېدو سره هغو سيمو ته چې له وسله والو طالبانو له ولکې وېستل شوي، د هغوى د بېرته راتګ مخنيوى وکړي.

 واقف شاه وايي، چې په کندهار کې له بهرنيو ځواکونو څخه د امنيتي چارو د لېږد پروسه د روان ٢٠١٢ زېږديز کال د جون په مياشت کې پلې کېږي، چې له لارې به يې ټولې امنيتي چارې افغان ځواکونه پر غاړه واخلي.

 څو ورځې مخکې د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو د لومړۍ لوا قوماندان بريد جنرال احمد حبيبي، هم له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې ويلي و، چې د اتل امېد په نوم دغه پسرلني عمليات د دې ولايت په ډنډ او پنجوايي کې د وسلوالو مخالفينو د بېرته راتګ د مخنيوي په موخه پيل شوي دي.

 هغه زياته کړه: ((د دغو عملياتو له لارې به هڅه وشي، هغه سيمې چې مخکې له وسلوالو پاکې شوې، هغوى بېرته دغو سيمو ته رانه شي.))

 د حبيبي په خبره، په کندهار ولايت کې د تېرو کلونو په پرتله امنيت ښه شوى او وسلوال دا توان نه لري، چې د تېر په څېر په کندهار کې ثابت مرکزونه ولري او د خلکو ورځنى ژوند له ګواښ سره مخ کړي.

 

Views: 18

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version