ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سلګونه تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تور ونيول شول

کابل ښار (پژواک ٢٠ ورى ٩١): د نشه يي توکو او مسکراتو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز تېر کال ٦١٨ تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تور په بېلابېلو مودو حبس محکوم کړل، چې په کې امنيتي چارواکي او بهرني وګړي هم شامل دي.

د نشه يي توکو او مسکراتو پر ضد د مبارزي عدلي او قضايي مرکز د اختصاصي څارنوالۍ عمومي مشر څارنپوه يارمحمد حسين خېل په نننۍ (د وري ٢٠مه) خبري غونډه کې وويل، چې په ١٣٩٠کال له لويه سره د شپږو شکمنو ښځو په ګډون ٧٤٤ تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تور نيول شوي وو.

هغه زياته کړه، چې ٢٨ تنه يې د پوليسو، اردو، ملي امنيت او پوهنې منسوبين او ١٠ نور يې ايراني، تاجکستاني، هندي او چينايي) وګړي وو.

د حسين خېل په وينا، د شپږو ښځو په ګډون ٦١٨ تنه له يو نيم کال نه تر ٢٠ کلونو پورې پر بند محکوم شول، چې د محکوم شوو په ډله کې ١٠امنيتي چارواکي (د تخار ولايت د دشت قلعه ولسوالۍ امنيه قوماندان او د نيمروز د دلارام ولسوالۍ د پوليسو موظفين) شامل دي.

نوموړي زياته کړه، چې دوه محکوم شوي د ايران او تاجکستان وګړي دي او ٢٤ تنه نور شکمن د تور د ناکافي دلايلو د نه شتون او د لوى څارنوالۍ د پرېکړې له مخې له توقيفونو څخه خوشې شول او د پاتې نورو شکمنو دوسيې د عدلي او قضايي محاکمو تر څېړنې لاندې دي.

سرچينې وويل، چې له ټولو نيول شوو کسانو څخه ټولټال ٢٧٢ ټنه نشه يي توکي (هيرويين، مورفين، ترياک، چرس، جامد کيمياوي توکي) او ١٤زره اوبلن کيمياوي توکي او الکولي مشروبات ترلاسه شوي دي.

همداراز د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې پوليسو له يادو کسانو څخه بېلابېلو ډوله اسعار (افغانۍ، ډالر، کلدارې، ايراني تومان) چې څه باندې ١٥ ميليونه افغانۍ کېږي، کشف او ترلاسه کړي دي.

د نشه يي توکو او مسکراتو پر وړاندې د مبازرې د عدلي او قضايي مرکز د اختصاصي څارنوالۍ عمومي مشر وويل، چې د نشه يي توکو او مسکراتو ډېرې جرمي قضيې په هلمند،کندهار او کابل ولايتونو کې ترسره کېږي.

هغه زياته کړه: ((موږ د نشه يي توکو او مسکراتو د جرمونو د عدلي او قضايي څېړنې او تعقيب دنده پر غاړه لرو او هڅه مو کړې ، څو د درنو او له ګواښونو د ډکو دندو د ترسره کولو په جريان کې جدي، غوڅ او قانوني چلند وکړو.))

 

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر (UNODC) د خپل تېر کال په راپور کې ښودلي و، چې په نړۍ کې د کوکنارو پر کښتونو طبيعي افات نازل شوي وو، افغانستان د نړۍ ٩٠ سلنه ترياک توليدول، په داسې حال کې چې له هغه څخه يو کال وړاندې يې د نړۍ ٨٢ سلنه ترياک توليدول.

د رسمي شمېرو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا يو ميليون کسان په نشه يي توکو روږدي دي او د نشه يي توکو پر ضد د مبارزي وزارت وايي، چې حکومت يواځې د يوې سلنې روږدو کسانو د درملنې وړتيا لري، خو په څو راتلونکو کلونو کې به د روږدو کسانو د درملنې کچه ٤٠ سلنې ته لوړه شي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version