ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو ته د دفتر جوړولو په اړه وروستۍ خبرې په کابل کې کېږي

کابل (پژواک ٢٠ ورى ٩١): د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، له امريکا سره د ستراتيژيک تړون خبرې مثبتې روانې دي او له قطري چارواکو سره به له يو لړ خبرو وروسته په قطر کې طالبانو ته د دفتر هوکړه ليک لاسليک شي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي نن په کابل کې خبريالانو ته وويل، چې په قطر کې د طالبانو د دفتر جوړولو پر سر د خبرو لپاره، د قطر د بهرنيو چارو وزير د يوه پلاوي په مشرۍ په نږدۍ راتلونکې کې کابل ته راځي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمى رسول تېره اونۍ د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ قطر ته ولاړ، د نورو موضوعاتو ترڅنګ په قطر کې طالبانو ته دفتر يې له قطري چارواکو سره د خبرو مهمه برخه وه.

دغه دفتر له طالبانو سره د سولې د خبرو په موخه جوړيږي.

موسى زي وويل، چې د زلمي رسول او قطري چارواکو ترمنځ د ياد دفتر د جوړولو پر سر موافقه شوې ده.

د ده په وينا، د دفتر د جوړېدو لپاره به د دواړه لوريو ترمنځ يو لړ نورې خبرې په کابل کې وشي او د جوړېدو سند به يې لاسليک شي.

موسى زي زياته کړه: “دا چې دغه دفتر به تر کومو ځانګړو شرايطو لاندې فعاليت کوي، په دې هکله سند، د افغانستان او قطري چارواکو ترمنځ له يو څه نورو خبرو اترو او مذاکراتو وروسته امضا کېږي او له هغه وروسته دې ته لار پرانيستل کېږي، چې دغه دفتر رسما رامنځته شي.”

موسى زي يو ځل بيا د سولې په پروسه کې د افغانانو په مشرۍ ټينګار وکړ او زياته يې کړه، چې په دې برخه کې دخيل هېوادونه به يواځې د مرسته کوونکي رول ولري، ترڅو د خبرو اسانتيا رامنځته شي.

د موسى زي د معلوماتو له مخې، قطر ته د زلمي رسول په سفر کې دواړو لوريو د ډيپلوماتيکو اړيکو د پياوړي کولو ژمنه کړې او قطري لوري ويلي، چې په نږدې راتلونکې کې به په کابل کې خپل سفارت پرانيزي.

د موسى زي په وينا، په بهرنيو چارو کې د قطر د دولت له وزير سره به همداراز د يو شمېر شرکتونو استازي هم کابل ته سفر وکړي، ترڅو په افغانستان کې د پانګونې فرصتونه و ارزوي.

موسى زي په نننۍ خبري ناسته کې دا هم وويل، چې د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيکو اړيکو پر سر خبرې په “مثبته فضا” کې روانې دي.

دى وايي، چې د ځانګړو او د شپې عملياتو د افغاني کېدو په اړه هوکړه به د ستراتيژيک تړون لاسليک ته لاره هواره کړي.  

ټاکل شوې، چې نن د افغانستان حکومت او د ايساف-ناټو ځواکونو د قوماندان ترمنځ په افغانستان کی د ځانګړو عملیاتو د افغانی کولو په اړه هوکړه لیک لاسليک شي.

د بهرنيو ځواکونو له خوا د شپې د عملياتو بندول، د افغانستان د حکومت له مهم شرط څخه دى، چې د افغان چارواکو په وينا، له امريکا سره د ستراتيژيک تړون لاسليک يې ځنډولى دى.

په افغانستان کې د بهرنيو زندانونو شتون هم د افغان چارواکو له خوا د ستراتيژيک تړون د لاسليک پر وړاندې خنډ بلل کېده، خو څه موده وړاندې يې افغان حکومت ته د چارو د سپارلو هوکړه وشوه.

Views: 16

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version