ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناپېژاندو وسلوالو دوه خويندې ووژلې

8 Apr 2012 - 19:50
8 Apr 2012 - 19:50

هرات ښار (پژواک ٢٠ ورى ٩١): په فراه او هرات ولايتونو کې د ناپېژاندو کسانو له خوا دوه خويندې او يو بل تن ووژل شول او پوليسو په يادو دوو ولايتونو کې د انسان تښتونې او وسلوالو فعاليتونو په تور ٩ کسان ونيول.

د هېواد په لوېديځ کې د سرحدي پوليسو د څلورمې حوزې قوماندان مل پاسوال شېراحمد ملداني د يوې خبري غونډې په ترڅ کې وويل، چې دوه تنه د انسان تښتونې، درې تنه د ماين اېښودلو په تور په هرات او ٤ نور يې د ناقانونه وسلوالو فعاليتونو په تور د فراه په لوېديځ کې نيول شوي دي.

هغه زياته کړه: ((دوه تنه نيول شوي، د يو ١٤کلن هلک، چې د ښوونځي زده کوونکى دى او د روانې مياشتې په ١٤مه، د هرات ښار له اوومې ناحيې څخه تښتول شوى او تورغونډۍ ته وړل شوى و، تورن دي.))

ملداني زياته کړه، چې په تورغونډۍ کې مېشت سرحدي پوليسو د کشفي معلوماتو له مخې دا دوه کسان ونيول او تښتول شوى تنکى ځوان يې د هغوى له منګولو خلاص کړ او کورنۍ ته يې وسپاره.

نوموړي وويل، چې درېيو نورو نيول شوو کسانو پتېيلې وه، څو د هرات په تورغونډۍ ښارګوټي کې ماينونه خښ کړي، چې له يوه ريموټ کنټرول او چاودېدونکو توکو سره نيول شوي دي.

ملداني وويل، چې دوه تنه يې د تورغونډۍ ښارګوټي د يوې ديني مدرسې طالبان وو.

شېراحمد ملداني په فراه ولايت کې د ٤ نورو نيول شوو کسانو په اړه وويل، چې هغوى تېره ورځ د قلعه کاه له ولسوالۍ څخه له دوه ميله وسلو او يو موټر سره ونيول شول.

د يو بل خبر له مخې، د هرات ښار او د دې ولايت په ګذرې ولسوالۍ کې، ناپېژاندو وسلوالو دوه خويندې او يو بل تن وژلي دي.

د هرات د پوليسو مطبوعاتي مسوول سمونوال نورخان نېکزاد وويل، چې دا دوه خويندې د ګذرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ((کل خرما)) په کلې کې د ناپېژاندو وسلوالو له لوري وژل شوې دي.

هغه زياته کړه چې د لومړنيو معلوماتو له مخې، ګومان کېږي دا دوه تنه د اخلاقي فساد په تور وژل شوې وي.

د دې ترڅنګ نېکزاد تاييد کړه، چې ناپېژاندو وسلوالو شاوخوا درې مياشتې وړاندې د هرات ښار له مرکز څخه يو کس وتښتاوه او د پيسو له ترلاسه کولو وروسته يې خوشې کړى و، تېره ورځ د هرات ښار په لوېديځ کې جبرييل ښارګوټي ته څېرمه دناپېژاندو وسلوالو له لوري ووژل شو.

د هرات د پوليسو مطبوعاتي مسوول وويل، چې تراوسه د دې دواړه قضيو په تور څوک نه دي نيول شوي او په اړه يې جدي پلټنې روانې دي.

Views: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version