ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يو سرحدي پوليس او درې وسلوال طالبان ووژل شول

8 Apr 2012 - 08:47
8 Apr 2012 - 08:47

جلال اباد (پژواک ٢٠ ورى ٩١): د ننګرهار په سرحدي ولسوالۍ لعل پوره کې د يوې نښتې په ترڅ کې يو سرحدي پوليس او درې وسلوال طالبان ووژل شول.

د لعل پورې ولسوال حاجي عبدالقيوم د وري په ٢٠مه پژاک خبري اژانس ته وويل، چې دا نښته تېره شپه يوه بجه پيل او درې ساعته يې دوام وکړ.

هغه زياته کړه، چې په دې درې ساعته جګړه کې يو سرحدي پوليس ووژل شو او څلور نور ټپي شوي دي.

دى وايي، چې په ځوابي بريد کې وسلوالو مخالفينو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو ده ته يې کره شمېره نه وه معلومه.

ولسوال وويل، چې وسلوال مخالفين له ډيورنډ پولې را اوړي، بريدونه کوي او بيا بېرته پاکستان ته تښتي.

په ختيځ کې د لومړي زون سرحدي پوليسو وياند ادريس مومند پژواک اژانس ته وويل، چې وسلوالو مخالفينو تېره شپه د لعل پورې ولسوالۍ د فتح مېنې په سيمه کې د سرحدي پوليسو پر يوې پوستې بريد کړى و.

هغه زياتوي، چې پر پوستې د هاوان د مرمۍ لګېدو له امله يو پوليس وژل شوى او څلور نور ټپي شوي دي.

دى وايي، چې ټپيان روغتون ته وړل شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.

د مومند په وينا، د سرحدي پوليسو په ځوابي بريد کې درې وسلوال مخالفين هم وژل شوي دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا ادعا کوي، چې په دې نښته کې اته پوليس وژل شوي دي.

نوموړي پژواک ته وويل، چې د نښتې په ترڅ کې يې درې ملګري هم وژل شوي دي.

لعل پوره د ننګرهار سرحدي ولسوالۍ ده، چې د پاکستان له مومندو ايجنسۍ سره ګډه پوله لري او د اوړي په موسم کې د مخالفينو خوځښتونه په کې زياتېږي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version