ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کونړ کې درې سرحدي پوليس او درې طالبان ووژل شول

29 Jun 2012 - 14:50
29 Jun 2012 - 14:50

اسعداباد(پژواک،٩چنګاښ٩١):  د کونړ ولايت په دانګام ولسوالۍ کې دماين چاودنې له امله پنځه سرحدي پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې او په خاص کونړ کې په وسلواله نښته کې درې طالبان وژل شوي دي.

ددانګام ولسوال همېش ګلاب وويل، چې  نن د چنګاښ په ٩ مه  له غرمې مخکې ددانګام ولسوالۍ په سرحدي سيمه بينشۍ کې دسرحدي پوليسو په يوه موټر د ماين چاودنه وشوه.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغه چاودنه کې درې سرحدي پوليس وژل شوي اودوه نور ټپيان دي.

 د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد  د چاودنې مسووليت منلى، خو وايي، چې په دې چاودنه کې درې سرحدي پوليس وژل شوي او يو ټپي دى.

بلخوادخاص کونړ ولسوالۍ په حکيم اباد سيمه کې د وسلوالو مخالفينو اوسيمه ييزو پوليسو ترمنځ نښته کې درې وسلوال وژل شوي آو درې نور ټپيان دي.

په ختيځ کې د ٢٠١ سيلاب قول اردو ددويمې پلې لوا وياند جګړن شيرين اغا وويل، چې  وسلوالو مخالفينو د سيمه ييزو پوليسو پرپوسته بريد ترسره کړ، چې د ملي پوځ په مرسته وسلوالو ته ياده مرګ ژوبله واوښته .

هغه وايي ، چې په دې بريد کې يو سيمه ييز پوليس هم ټپي شوى دى.

وسلوالو طالبانو تراوسه ددې پيښې په اړه څه نه دي ويلي.

خو د طالبانو وياند ادعا کوي، چې تېره ورځ يې د کونړ په اسمار ولسوالۍ کې د ايساف ځواکونو پر مرکز راکتي بريد کړى، چې له امله يې په مرکز کې اور لګيدلى او دوه سرتيري ټپيان شوي دي.خو دغه ادعا سيمه ييز چارواکي ردوي.

 

Views: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version