ګردېز (پژواک ٢٢ کب ٩٠): د پکتيا اوسېدونکي شکايت کوي، چې د برېښنا او انرژۍ وزارت له کابل څخه سوېل ختيځو ولايتونو ته د غځېدونکې برېښنا د پروژې چارې په لوى لاس ځنډوي.
دوه کاله مخکې د پکتيا ولايت چارواکو له خلکو سره ژمنه کړې وه، چې د برېښنا او انرژۍ وزارت په همکارۍ به له تاجکستان هېواد څخه د رالېږدېدونکې برېښنا مزي د پکتيا مرکز ګردېز او له دغه ځاى څخه نورو سيمو ته غځوي.
د پکتيا اوسېدونکي له افغان دولت څخه غواړي، چې د دغې پروژې د نه پيلېدو لامل ور په ډاګه کړي او يا دې هم د پروژې چارې ژر پيل کړي.
د زرمت ولسوالۍ د سهاکو د سيمې اوسېدونکي عبدالبصير پژواک اژانس ته وويل، چې د پکتيا والي دوه کاله مخکې ژمنه کړې وه، چې په دغو پروژه به د اړوند وزارت په همکارۍ کار پيلوي.
ده زياته کړه: ((اوس دوه کاله تېر شول، خو بيا هم کار نه دی پيل شوی، والي خلکو ته بايد ځواب ووايي، چې دغه کار ولې ځنډول شوی دی؟))
د پکتيا د قومونو د يووالي شورا غړي جنت خان منګل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د برېښنا او انرژۍ وزارت نه غواړي چې سوېل ختيځ زون ته د برېښنا مزي را وغځول شي.
ده وويل: ((قومي مشران، د ولايتي شورا غړي او اداري چارواکو په بار بار غوښتنه کړې، چې د برېښنا مزي را وغځول شي، ولسمشر احکام راکړي، پيسې هم شته خو وزارت په خاص ډول اسمعيل خان دغه کار ځنډوي.))
نوموړي زياته کړه، چې د برېښنا د مزو لېږدول يواځې تر پکتيا مرکز ګردېز پورې نه محدوديږي.
د ده په خبره، ټول سوېل ختيځ زون ته ښايي دا پروژه ورسېږي، چې په دې کې لوګر، پکتيا، خوست او پکتيکا هم شامل دي.
خو د پکتيا اوسېدونکي د نا امنۍ دليل د وزارت يوه پلمه بولي او وايي، چې د يادې پروژې د پلې کېدو لپاره هر ډول مرستې ته چمتو دي.
په پکتيا کې د مدني ټولنې فعال ډاکټر عبدالهادي حماس پژواک اژانس ته وويل، چې دا د برېښنا او انرژۍ وزارت پلمه ده، چې سوېل ختيځ ته د برېښنا د مزو غځولو پروژه ځنډوي.
ده وويل: ((سوېل ختيځ زون ته د نوري فايبر مزو غځولو کې کومه ستونزه نه وه او را ورسېدل، نو څنګه کېدای شي، چې د برېښنا له ارزښت سره سره خلک ورته مشکل جوړ کړي، په امنيت کې مشکل نه شته، ټول مشکل په وزارت کې دى، چې د مور او ميرې سلوک کوي.))
دی له ولسمشر څخه ګيله کوي، چې په وزارتونو کې يې سم خلک نه دي ټاکلي او کاري وړتيا نه لري.
ده وويل: ((د وزارتونو د بودجې له مصرف څخه معلوميږي، چې کار يې نه دی کړی، دا پروژه هم د امنيت او پيسو د نشتوالي له امله نه ده ځنډول شوې.
حماس زياته کړه، چې که د اوبو او برېښنا وزارت دا پروژه پيل کړې، په سوېل ختيځ زون کې به ټول خلک د دې پروژې په ترسره کېدو کې مرسته وکړي.
د پکتيا چارواکي هم د خلکو دغه شکايت پر ځای بولي او وايي، چې په دې برخه کې يې پلټنې پيل کړې دي، چې د برېښنا د يادې پروژې د ځنډ لامل معلوم کړي.
د پکتيا مرستيال والي عبدالرحمن منګل پژواک اژانس ته وويل، تر هغې به هڅه کوي، ترڅو خلکو ته د يادې پروژې په اړه ډاډ ورکړي.
ده زياته کړه: ((رښتيا هم دا پروژه ځنډول شوې ده، د دې سيمې قومي مشرانو، ولايتي شورا او ولايتي ادارې له ولسمشر سره په وار وار ناستې کړې، چې په هغو کې به وزير هم ګډون کاوه او د کار د شروع کېدو کلکه ژمنه يې کړې وه.))
نه يواځې دا چې له کابل څخه سوېل ختيځ زون ته د را غځېدونکې برېښنا چارې ځنډول شوې، دغه راز لس مياشتې مخکې د برېښنا او انرژۍ د وزارت يو پلاوی پکتيا ته راغلی و او د مچلغو د بند پرانيسته يې وکړه، خو تر اوسه په دې برخه کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن