ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يو طالب قوماندان له خپلو څلورو کسانو سره ونيول شو

14 Apr 2012 - 15:32
14 Apr 2012 - 15:32

پل علم (پژواک ٢٦ ورى ٩١): د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې يوطالب قوماندان له خپلو څلورو کسانو سره د ايساف او افغان ځواکونو په عملياتو کې ووژل شو او درې بهرني سرتېري له درې ملکي وګړو سره ټپيان شول.

د لوګر امنيه قوماندان مل پاسوال روغ لېوني د دغه مطلب په څرګندولو سره نن (د وري ٢٦مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ايساف او اردو ځواکونو تېره شپه د محمداغې ولسوالۍ په بورک کلي کې عمليات پيل کړل.

هغه زياته کړه، چې د دغو عملياتو موخه د ثمرګل په نوم د طالبانو د يوه قوماندان نيول دي، چې له کسانو سره يې په ياد کلي کې مېشته شوى و.

روغ لېوني وويل: ((د نښتې په پايله کې د قوماندان ثمرګل په ګډون پنځه طالبان ووژل شول.))

په ورته وخت کې د محمداغې ولسوال سمونوال احمدنبي احمدزي د پنځو طالبانو د وژل کېدو او درېيو بهرنيو سرتېرو په ټپي کېدو سره وويل، په کوم کور کې چې ثمرګل موجود و د الوتکو د بمبار له امله په کې يو ماشوم، يوه ښځه او يو سړى ټپي شوي دي.

احمدزي زياته کړه، چې ټپيان د ايساف ځواکونو له لوري د لوګر ولايت،د شنګ کمپ ته وړل شوي دي.

د پورک کلي اوسېدونکي ٤٥ کلن سلطان محمد پژواک ته وويل، چې د الوتکې په بمبارد کې ملا ثمرګل او د هغه څلور کسان وژل شوي او د يوې ښځې او دوو ماشومانو په ګډون شپږ تنه ټپي شوي دي.

هغه زياته کړه، چې ټپيان د بهرينو سرتېرو له خوا لېږدول شوي دي.

د محمداغې ولسوال وويل، چې جګړه دمګړۍ پاى ته رسېدلې او ګډ ځواکونه لا هم په سيمه کې شتون لري.

همداراز د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له پژواک سره د يوې اړېکې په ترڅ کې وويل، چې په دې نښته کې درې امريکايان او دوه طالبان وژل شوي دي.

ايساف ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version